څنګه کولای شو ښه توپوهونکی یا بیټسمین شو؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ليکنه: مدثر دعوت
که هڅه کوئ چي يو غوره توپ وهونکی ظئ، ،ټول تمرکز مو بايد د توپ په مشاهدې او مطالعه کولو کې وي.
ارام دماغ او د توپ وهني ښه مهارتونه به د لوبي په بهير کي وړتيا دربخښي او لابه مو د پرمختګ سبب کيږي.
دغه څو لاري چاري دي چي تاسو سره په ښه توپوهنه کې مرسته کولای شي.
۱ـ څارنه او چټکه پرېکړه:

توپ ته په ځير وګورئ، که چيري توپ پراخ يا وايډ وو، قدم مو شاته کړئ او پرې يږدئ، دغه توپ شايد د ویکټ ساتونکي يا هم سليپ فيلډر له لوري کېچ کړل شي.
که چيرې تاسو د غټ شاټ هڅه کوئ نو د يارکر توپ د ښه لوبولو لپاره د خپل چمتوالي حالت ته تغير ورکړئ، په پښو کي حرکت راولئ، کيڼه پښه د ليګ سټمپ په لوري او ښۍ پښې ته د مخ پر خوا حرکت ورکړئ.

  • دتوپ اچوونکي لاسته وګورئ، د توپ حالت اوتېزوالی ځانته مشخص کړئ.
  • توپ ته د توپ اچونکي په لاس کي وګورئ، چي سوينګ ورکوي که عادي دی؟
  • وروسته تر دې د خپل شاټ وهلو مسير مالوم کړئ.
  • ۲ـ پرېکړه وکړئ چي څه ډول شاټ ترسره کوئ.


که چيري توپ د يارکر په څېر وو او غواړئ شاټ ترسره کړئ لومړی د توپ لوري ته وګورئ، هڅه وکړئ ښي پښه مو مخته د توپ خواته نيږدې کړئ، که چيري توپ په شارټ پيچ حالت کې وو، نو چپه پښه مو يو څه اندازه د شا خواته يوسئ.
خو دغه درې حالتونه مه هېروئ!
۱ـ خپل بېډ ته په قوت سره حرکت ورکړئ او د توپ تر وهلو يې وڅارئ

کولای شئ خپل بېډ ته مخ په پورته حرکت ورکړئ، اوښه شاټ ترسره کړئ خو دا حرکت دخطره څخه خالي ندی، دوامداره او سخت تمرين ته اړتيا لري.
۲ـ په ياد ولرئ چي ټايمينګ شاټ تر قوي شاټ ډېر غوره دی

يو قوي او بې له ټايمينګه شاټ شايد تر لسو مترو پوري ولاړ شي، خو ټايمينګ شاټ تر کوم ځايه چي تاسو يې غواړئ ځي.
۳ـ کله چي لوبيږئ په مستقيم حالت کي ودرېږئ.

کله چي شاټ ترسره کوئ خپل توازن له لاسه مه ورکوئ، د خپل بېډ او وکيټ ترمنځ په لږه اندازه فاصله وساتئ،چي دا به تاسو ته د توپ د ښه لوبولو امکان زيات کړي.
۴ـ د توپ اچوني په لين، تېزوالي او درجې تمرکز وکړئ

دا کړنه به تاسو سره په غوره توپوهنه کي مرسته وکړي.
ځيني وختونه توپ اچوونکی د توپ سرعت زيات او کموي چې دا د توپ اچونکي سره په ویکټ اخيستلو کي مرسته کوي، خو د توپ وهونکي لپاره سرخوږی دی، اړتيا ده، چې توپوهونکی وپوهيږي چې توپ ته بايد کوم لوری وټاکل شي، که چيري توپ داسې ښکارېدی چي په شارټ حالت کي دی تاسو کوښښ وکړئ چي فول شاټ ترسره کړئ، او يا هم که چيرې توپ په يارکر يا پول حالت کي وو، دفاع يې کړئ يا يې هم مخامخ ولوبوئ.
۵ـ د امکان ترحده شاټ ترسره کړئ

کوښښ وکړئ شاټ په تېزئ سره ترسه کړئ، د مخه تردې چي تاسو خپل اصلي حالت ته راستنېږئ توپ به په هوا کې وي.
۶ـ لومړی خپل سرته حرکت ورکړئ وروسته بيا پښو ته

خو که تاسو حرکت ودروئ نو ستاسو پوزېشن او د درېدلو حالت به خراب شي.
۷ـ ارام او هوسا ودرېږئ

کېدای شي تاسو څو ځلي د خپلي خوښي توپوهني هڅه وکړئ، شايد تاسو په څو ځلي ناکامه شئ، خو تاسو عصباني او احساساتي کيږي مه! ځکه ډېر چانس ددې کيږي چي پدې عمل سره ستاسو ویکټ ژر تر ژره ولاړه شي.
کوښښ وکړئ چي ډېر تمرين وکړئ او د لوبي پرېکړه په خپل لاس کي واخلئ.
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.