د شنبې ورځ د جون ۲۹ مه نېټه په هیډینګلي کې د چکچکو، خنداوو او ان د ژړاګانو ورځ وه.
لوبه به کله د افغانستان خواته شوه او کله هم د پاکستان، د لوبې اوښتو را اوښتو سره به د ننداره کوونکو حالت هم بدلېده، خو لوبه تر ۴۵ م اوور پورې ۷۲ سلنه د افغانستان په لاس کې وه؛ خو ۴۶ م اوور لوبه بدله کړه.
د لوبې په جریان کې د پاکستانۍ لوبډلې د توپ وهنې پاڼۍ پر مهال د دواړو لوبډلو مینوالو خپلو کې شخړه وکړه، دوی د یوبل د وهلو ډبولو هڅې وکړې.
دواړه لوري په شخړه اخته وو، چې پولیس راغلل او دواړه خواوې یې سره جُدا کړې.
د کرېک بز وېب پاڼې راپور
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سیاسي اړیکو کړکېچ د دې سبب شوی، چې د دواړو هېوادونو د وګړو ترمنځ ضدو ضد بازي رامنځته شي، دغو کړکیچونو سپورټ او په ځانګړي ډول کرکټ ته مخه کړې.
یوه شخړه د لوبې د پیل څخه وړاندې وشوه، د انګلستان پر وخت سهار ۹ بجې د دواړو لورو له خوا ټکټونه اخېستل کېدل؛ خو ځېنو کسانو ټکټونه نه درلودل، هغوی غوښتل د لوبغالي له موانعو تېرشي او سيټونه ونیسي.
وېب پاڼه لیکي، د لوبې په جریان کې له لوبغالي بهر ننداره کوونکو په خپلو کې شخړه پیل کړې وه، دا صحنه کوم خبریال ریکارډ کړې ده.
د شخړې په جریان کې د سوک او څپېړې ګوزارونه شوي او ان یو بل یې د اوبو په بوتلونو ویشتي.
دا شخړه لا روانه وه، چې د لوبغالي پر سر یوه الوتکه تېره شوه او هغې څخه د بلوچیستان پښتنو ته د عدالت یو بېنر یا انځور راڅرګند شو.
د شخړې د پای ته رسولو لپاره د یارکشایر پولیس سیمې ته ورسېدل، د لوبغالي امنیت یې ډاډه کړ او شخړه یې پای ته ورسوله.
دوی وویل چې لږکیو مینوالو په خپلو کې کوچنۍ شخړه کړې.
پولیسو ویلي مونږ دا ډول پېښې نه شو زغملی، د هغو کسانو پر وړاندې جدي عمل کوو، چې اکثریت ننداره کوونکو ته د نندارې او لوبې څخه د خوند اخېستلو پرمهال ستونزې جوړوي.
د کرکټ نړیوالې شورا ویاند ویلي چې مونږ د سیمې پولیسو سره په ګډه په همغږۍ کار کوو او د کرکټ نړیوالې شورا په دغه په زړه پوري جام کې چاته د ګډوډۍ چانس نه ورکوو.
ویاند ویلي دوی هڅه کوي، چې سیاسي مسایل له لوبو یو اړخ ته کړي، د کرکټ شورا وایي، دوی به د دې شخړو اصلي لامل پېداکړي او ډاډه اوسئ چې بیابه داسې ستونزه نه پېښېږي.
ګلبدین نایب افغان لوبډلمشر ویلي، چې د شخړو او سیاسي مسایلو کړکېچ له لوبو لرې پکار دی.
ګلبدین نایب زیاته کړې، چې مونږ له دغه ګاونډي هېواد سره ښې اړیکې غواړو او راتلونکي کې به له دوی سره نورې لوبې هم ولرو.
په ټولنیزو رسنیو کې ډېرې ويډیوګانې خپرې شوي، چې څو ځایه پکې د انګلستان په ښارونو کې افغان ننداره کوونکي پاکستاني ننداره کوونکو سره لاس او ګریوان شوي دي.
د یو افغان ننداره کوونکي د بې هوشه کېدو ويډیو لېنک
د شخړې ویډیو
https://www.youtube.com/watch?v=BDct96wLZp8