نړیوال جام کې چټک سپیډ د توپ اچوونې د ملا تېر دی

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

 ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې تر دې دمه ځېنو توپ اچوونکو په زړه پورې توپ اچونه کړې.
جوفرا ارچر چې انګلستانی توپ اچوونکی دی، تر اوسه یې په نړیوال جام کې زیات سپيډ ویشتی دی. نوموړي یو توپ ۱۵۳ سپيډ یا سرعت سره ترسره کړی دی. هغه دغه سپيډ د بنګله دېش خلاف لوبه کې په کارډېف سیمه کې ویشتی و.
د جوفرا ارچر اوسط سرعت بیا ۱۴۶ دی او په نړیوال جام کې په اوسط سپيډ کې تر نورو بالرانو مخکې دی. ۲۲ سلنه توپ اچونه په اوسط ۱۴۵ سرعت سره کوي.
انګلستانی مارک ووډ
mark wood.jpg
مارک ووډ چې د انګلستان  چټک بالر دی او په نړیوال جام کې خورا ښه توپ اچونه کوي، ده په روان نړیوال جام کې ۹۵ اعشاریه ۶ میله پر ساعت توپ اچونه کړې، چې ۱۵۳ اعشاریه ۶ کېلو مېټر پر ساعت سره برابر دی. هغه اوسمهال په اوسط سپيډ کې هم نوم لري. ۲۳ سلنه توپ اچونه په ۱۴۵ اوسط سرعت سره کوي.
مېچل سټارک
michael.jpg
اوس مهال په کرکټ کې د نړۍ په کچه چټک بالر اسټرلیایي مېچل سټارک دی؛ هغه اوسمهال د ۱۶۰ اعشاریه ۴ چټک توپ ریکارډ لري؛ خو په نړیوال جام کې بیا دریم بالر دی، چې زیات سپيډ یې ویشتی دی.
ده ۱۶۰ اعشاریه ۴ سپيډ په پېرت لوبغالي کې د نیوزیلېنډ خلاف ټېسټ لوبه کې د راس ټایلر پر وړاندې ویشتی و. په هغه په نړیوال جام کې ۱۵۰ سپيډ ویشتی او اوسط سپيډ یې هم خورا ښه دی. مېچل سټارک ۳۲ سلنه توپ اچونه په ۱۴۵ سپيډ سره کوي.
نیوزیلېنډی لاکي فېرګوسن
ferguson.jpg
له نړیوال جام وړاندې لاکي فېرګوسن په لوړ سپيډ کې خورا ښه و، هغه ۹۰ میله پر ساعت سرعت سره اوسط توپ اچونه کوله. له ده سره هم لوبغاړي خورا احتیاط کوي او د سرعت احترام یې کوي په نړیوال جام کې یې تر ۱۵۰ سپيډ د ستایلو دی. دی ۲۳ سلنه توپ اچونه په ۱۴۵ اوسط سپيډ سره کوي.
کګېسو رباډا
rabada.jpg
کګېسو رباډا په نړیوال جام کې د افغانستان خلاف ۱۵۰ سپيډ وویشت. رباډا ۱۲ سلنه ۱۴۵ کېلو مېټر پر ساعت اوسط توپ اچونه کوي.
همدارنګه په نړیوال جام نور چټک توپ اچوونکي اسټرالیايي پټ کمېنس، هندوستانی جسپرېت بومرا، وهاب ریاض او ویسټ انډيزی اوشېن توماس دي.