د بنګله دېشۍ لوبډلې لوبډلمشر مشرفي مرتضی مخکې ویلي وو، چې له نړیوال جام وروسته به استعفا کوي؛ خو د جون په ۲۸ مه نېټه په تازه مرکه کې یې ویلي، چې له نړیوال جام وروسته په بېړه او سملاسي استعفا نه ورکوي.
د نړیوال جام څخه وروسته ډېر کرکټ لوبغاړي له ټولو یا ځینو لوبو د استعفا په کرښه ولاړ دي، دې کې داسې لوبغاړي هم شته، چې د کرکټ په پرېښودو سره به یې د مینوالو زړونه مات شي.
کرېس ګېل، حمید حسن، ایم ایس ډوني، ملېنګا او ځېنې نور هغه لوبغاړي دي، چې غواړي له نړیوال جام وروسته لوبې پرېږدي.
مشرفي مرتضی چې د بنګله دېش لپاره خورا مؤثر لوبډلمشر دی، هغه هم ویلي وو، چې استعفا به کوي.
هغه د بنګله دېش لپاره اتلس کاله ښه کرکټ وکړ.
د بنګله دېش کرکټ بورډ ویلي، دا د مرتضی لپاره د مخې ښې وخت نه دی.
مرتضی په یوه مرکه کې ویلي، چې زه فورا له نړیوال کرکټ سره مخه ښه نه کوم، تر اوسه کرکټ بورډ زما د تقاعد په اړه څه نه دي ترلاسه کړي.
نوموړی وایي زما کورنۍ زما لوبې له نږدې ګوري، د هغه ښځه زامن او ورور یې انګلستان کې اوس د هغه لوبې ننداره کوي.
هغه وایي زه به لوبو ته ادادمه ورکړم.
مرتضی زیاتوي مونږ په نړیوال جام کې ښه وځلېدو، د تقاعد خبره ما مایوسه کوي او زه اوس د تقاعد په اړه فکر نه کوم.
مرتضی وایي زه نه غواړم چې خپله لوبډله په خپله استعفا تر فشار لاندې راولم، بلکې زه غواړم چې لوبې ته ادامه ورکړم، خپل لوبغاړي له فشار څخه وساتم.
مشرفی مرتضی د والټن ګروپ په وسیله سپانسر شوی، د دې ګروپ سفیر عودی حکیم ویلي، مونږ له هغه سره تر ۲۰۲۰ م کال پورې د مالي ملاتړ قرار داد کړی، که هغه استعفا کوي که یې نه کوي توپیر نه کوي.
د والټن ګروپ اجرایوي مشر ویلي هغه یو ارزښتناک لوبغاړی دی او ارزښتناک لوبغاړي هر وخت خپل ارزښت ساتي..