افغانستان، کرکټ لوبغالي او اکاډومۍ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د کرکټ د پرمختګ او ځوانانو ته د ښې زمینې رامنځته کېدو په موخه د افغانستان کرکټ بورډ په هڅه کې دی، چې د هېواد د مرکز ترڅنګ په بېلابېلو ولایتونو کې د کرکټ معیاري اکاډمۍ او لوبغالي جوړ کړي.
د کرکټ بورډ په وېنا اوسمهال په ننګرهار، کونړ، کندوز، کندهار، پکتیا، کابل او خوست ولایتونو کې د کرکټ معیاري لوبغالي موجود دي، چې ترې ګټه اخیستل کیږي او په بلخ، لغمان، زابل، هلمند، پکتیکا، ميدان وردګ او لوګر کې د کرکټ لوبغالو بیا ودانیزې او اداري چارې په چټکۍ سره روانې دي چې په ذکر شویو ولایتونو کې به یو شمېر لوبغالي ډیر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
همدارنګه افغان کرکټ بورډ وايي، د ننګرهار، خوست، کاپیسا، پروان، کندوز، بدخشان، تخار، غزني، هلمند، لوګر او هرات ولایتونو کې د کرکټ روزنیزې اکاډمۍ هم د ځوانانو د روزنې په موخه ګټې اخیستنې ته یې سپارلي دي.
د سرچینې په وینا؛ په مرکز کابل کې د ملي لوبغاړو د تمریناتو لپاره سرپټې اکاډمۍ هم شته چې تر اوسه ترې په مناسبو وختونو کې پوره ګټه اخیستل شوې ده او دغه راز په دوه اونیو کې به د کابل کرکټ لوبغالي کې له وطنۍ خاورې د ۱۶ معیاري ویشتنځایونو (پیچونو) نوې اکاډمي هم ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.

کرکټ بورډ وایي، چې د کابل په لوبغالي کې د لومړي ځل لپاره له وطنۍ خاورې ۱۶ معیاري ویشتنځایونه د بشپړېدو په حال کې دي، چې د کرکټ لوبغاړي به ‌‌‌‌‌‌ډیر ژر په بیلابیلو وختونو کې په لوړ کیفیت پکې تمرینات پیل کړي. له دې وړاندې به خاوره په لوړ لګښت له هېواده د باندې راوړل کېده چې له غوره کیفیت به برخمنه هم نه وه.
ډېری افغان لوبغاړي چې په نړیوالو پیچونو لوبېږي، د توپ وهنې په برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي.
اوس په نړیوال جام کې افغان لوبغاړي د انګلستان په ویشتن ځایونو له شارټ پیچ توپونو سره پوره ستونزه لري.
افغان لوبغاړي وايي، که په افغانستان کې معیاري او چټک ویشتن ځایونه جوړ شي او لوبغاړي پرې تمرینات وکړي، نو نړیوالو لوبغالو باندې به هم بیا ښه وځلېږي.
په همدې اساس کرکټ بورډ باید په کوردننه چټکو ویشتن ځایونو جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.