لیکنه: بهار سمسور
نړیوال جام د کریکټ نړۍ هغه سټېج دی چې د هر لوبغاړي ورته د لوبیدو تلوسه زیاته وي، خو هر لوبغاړی هم پکې نه ځلیږي.
موږ دلته پنځه هغه توپ اچونکي درته پيژنو، چا چې په نړیوالو جامونو کې تاریخي توپ اچونه کړې او ځلیدلي دي.
۱: ګلین میکګرات
د اسټرالیا د وخت یو بهترین توپ اچونکی، ده په ۲۰۰۳ کال نړیوال جام کې په یوه لوبه کې د نامیبیا خلاف ۷ ویکټې تر لاسه کړي دي.
ده د اسټرالیا لپاره څلور نړیوال جامونه لوبولي دي،۱۹۹۶/۱۹۹۹/۲۰۰۳/۲۰۰۷ کلونو نړیوال جامونه د ګلین مکګرات لپاره بهترین نړیوال جامونه دي.
هغه په وروستي نړیوال جام کې ۲۶ ویکټې تر لاسه کړي دي،چې ټول ټال یې په نړیوال جام لوبو کې په ۳۹ لوبو کې ۷۱ لوبغاړي سوځولي دي.
۲: متایا مرلیدهرن، د سریلنکا او اسیا لپاره د سپېن بالېنګ ویاړلی نوم.
ده په ۴۰ نړیوال جام لوبو کې ۶۸ ویکټې ثبت کړي دي،چې دوهم زیاتې ویکټې اخیستونکی دی.
ده له ۱۹۹۶ کال بیا تر ۲۰۱۱ کال نړیوال جامه پورې بهترینه توپ اچونه وکړه.
مرلیدهرن په ۲۰۰۷ کال نړیوال جام کې ۲۳ خو په وروستي نړیوال جام ۲۰۱۱ کې بیا ۱۶ ویکټې تر لاسه کړې.
۳: وسیم اکرم، د پاکستان بهترین توپ اچوونکی
ده د نړیوال جام په ۳۸ لوبو کې ۵۵ لوبغاړي سوځولي دي.
اکرم له ۱۹۸۷ م نړیوال جام بیا تر ۲۰۰۳ کال نړیوال جامه د پاکستان لپاره د نړیوال جامونو سفر کړی او لوبیدلی دی.
۲۰۰۳ کال نړیوال جام کې وسیم اکرم د نامیبیا خلاف په یوه لوبه کې په یوازې ځان نیمه لوبډله پینځه لوبغاړي وسوځول.
۴: لاسیت ملینګا، د سریلنکا چټک توپ اچونکی چې لا هم په نړیوال کریکټ کې لوبیږي.
روان نړیوال جام کې هم ښه ځلیدلی.
ملینګا هغه چټک توپ اچونکی دی چې ډېر ژر یې په نړیوال جام کې چټکې ویکټې تر لاسه کړې.
ده په ۲۰۱۱ کال نړیوال جام کې د کینیا خلاف ۶ ویکټې اخیستي دي.
ملینګا د نړیوالو جامونو په ۲۶ لوبو کې ۵۱ لوبغاړي پاولین ته لیږلي دي.
۵: دا هم د سریلنکا پخوانی چټک توپ اچونکی چامیندا واس دی.
واس د سریلنکا لپاره ۱۵ کاله کریکټ وکړ، چې څلور نړیوال جامونه یې ولوبول.
له ۱۹۹۶ بیا تر ۲۰۰۷ کال نړیوال جام پورې د واس نوم د زیاترو خلکو په خوله و؛ ۲۰۰۳ کال نړیوال جام کې واس ۲۳ لوبغاړي وسوځول، چې د بنګلادېش خلاف یې هیټرېک هم کړی دی.
په نړیوال جام یوه ورځینیو لوبو کې لومړی توپ اچونکی دی چې هټرېک یې کړی او دغه لوبه کې یې ۶ ویکټې هم اخیستي دي.
نوموړی پنځم نمبر هغه توپ اچونکی دی،چې په ۳۱ نړیوال جام لوبو کې یې ۴۹ لوبغاړي سوځولي دي.