
افغان او افریقایي کرکټ ملي لوبډلو تر اوسه په نړیوال جام کې ښې لوبې نه دي کړي او د دواړو لوبډلو بخت چپه شوی دی.
افریقا یواځې له افغانستان څخه لوبه ګټلې او یوه لوبه یې مساوي شوې.
دې لوبډلې ۷ لوبې کړي او پنځه یې بایللي دي.
افریقا تېره شپه د جون په ۲۳ مه نېټه له پاکستان سره د نړیوال جام ۳۰ مه لوبه وکړه، پاکسان ورته ۳۰۹ منډې هدف ورکړی و، خو افریقا پوره نه کړ.
د سویلي افریقا لوبډله د نومرو په جدول کې درې نومرې لري او مقام یې بیا افغانستان څخه لږ مخکې نهم دی.
بل پلو بیا افغانستان د نومرو په جدول کې لسم او وروستی ځای لري، افغان لوبډلې پر له پسې شپږ لوبې بایللي او نن له بنګله دېش سره خپله اوومه لوبه کوي، دا د نړیوال جام ۳۱ مه لوبه ده، چې په روز بوول لوبغالي کې ترسره کېږي، لوبه نن ماسپښین دوه بجې پېلېږي.
بنګله دېش ډېره پورې په روان نړیوال جام کې د افغان لوبډلې انډول لوبډله ده، د دې لوبډلې پر وړاندې د افغان لوبډلې مُرال هر وخت هسک وي او تل یې ورسره ښې لوبې کړي.
نن هم ډېر چانس شته چې بنګله دېش مات کړو؛ خو بل پلو بیا بنګله دېش په نړیوال جام کې ښه ځلېدلی.
افغان او افریقایي لوبډلې دواړه د نړیوال جام څخه بهر لوبډلې دي، که راروانې لوبې وګټي، بیا هم نه شي کولای، چې دوهم پړاو ته لار ومومي.
افریقا تېر نړیوال پنځوس اوریز جام کې ترنیمه پایلوبې رسېدلې وه او نیوزیلېنډ ورته ماته ورکړه، چې بیا له سیالیو بهر شوه؛ خو سږ کال یې له لومړي سره پښه ښوېدلې ده.
افغان لوبډلې بیا تېر کال نړیوال جام کې یواځې سکاټلېنډ مات کړی و.
هغه لوبډلې، چې دوهم پړاو ته یې چانس نشته او یا یې چانس کم دی
افغانستان او افریقا نه شي کولای، چې د نړیوال جام دوهم پړاو یا سوپر فور او نیمه پایلوبو ته لار ومومي، د پاکستان نېټ رن رېټ هم منفي دی، دوی هم د کمره پر غاړه دي، که یوه لوبه وبایلي نو بیا دوهم پړاو ته نشي تللی.
بنګله دېش که راروانو درې لوبو کې یوه یا دوه لوبې وبایلي، هغوی هم لوېږي، د سریلانکا هم همدا حال دی، راروانو درې لوبو کې یوه وبایلي، له دوهم پړاو پاتې کېږي.
ویسټ انډیز که راروانې درې لوبې وګټي، کولای شي دوهم پړاو ته لار پېدا کړي او که یوه وبایلي، بیایې هم دوهم پړاو ته تګ ناشونې کېږي.
بریالۍ لوبډلې او احتمالي بریالۍ کېدونکې لوبډلې
نیوزیلېنډ او اسټرالیا د نومرو د جدول په سر کې دي، نیوزلېنډ ۱۱ نومرې لري او دوهم پړاو ته یې نومرې پوره شوي، درې لوبې یې پاتې دي او ښایي یوه پکې بله هم وګټي، اسټرالیا لس نومرې لري، درې لوبې یې پاتې دي، دوهم پړاو ته تر ډېره داخله لوبډله ده.
هندوستان هم دریم مقام کې دی، ۷ نومرې لري او ۴ لوبې یې پاتې دي، که دوه پکې وګټي بیا هم کولای شي، دوهم پړاو ته ولاړ شي او انګلستان بیا څلورم مقام کې ده، که راروانو درې لوبوکې دوه وګټي کولای شي، دوهم پړاو ته لاړ شي، خو که نورې لوبډلې لکه بنګله دېش، سریلانکا، پاکستان او ویسټ انډیز لوبې وګټي او انګلستان راروانې لوبې وبایلي، بیا یې چانس ختمېږي.