
د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ویرات کولي له افغانستان سره په پرونۍ لوبه کې د کرکټ نړیوالې شورا له اصولو سرغړونه کړې او جرمه شو.
هغه د لوبې په اوږدو کې پر افغان توپ وهونکي رحمت شاه زرمتي د ایل بي ډبلیو اپیل وکړ، لوبڅار علیمدار چې مخامخ ولاړ و، اوټ یې ورنه کړ، ویرات کولي ریوو واخېسته، لوبڅار بیا هم اوټ ور نه کړ، هند ریوو له لاسه ورکړه؛ نو ویرات کولي له علیمدار سره لفظي شخړه وکړه.
اوس د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، چې ویرات کولي باندې یې د اصولو د سرغړونې له کبله ۲۵ سلنه جریمه لګولې ده.
دا دوهم ځل دی چې ویرات کولي له امپایر سره د لفظي شخړې له کبله جریمه کېږي، نوموړی یو ځل په ۲۰۱۸ م کال کې هم جریمه شوی و، هغه مهال کولي د افریقا خلاف ټېسټ لوبه کې لوبېده، چې لفظي شخړه یې کړې وه او جریمه شوی و.
ویرات کولي د کرکټ نړیوالې شورا د قانون د لومړي فصل دوهمې مادې او لومړۍ فقرې له مخې پړ وپېژندل شو.
دا ماده وایي که لوبغاړی له لوبڅار سره په لوبغالي کې شخړه وکړي؛ نو قانون پرې تطبیق کېږي.
ویرات کولي باندې اوس قانون تطبیق شو او هغه هم ومنله چې تېروتنه یې کړې ده او جریمه به ورکوي.