د زيمبابوې حکومت د کريکټ بورډ د ټولو چارواکو دندې وځنډولې!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: مدثر دعوت
د زيمبابوې کريکټ بورډ چارواکو دندې د حکومت له لوري تعلیق شوي.
زيمبابوې کريکټ لوبډله چي په اوسمهال کي ډيره زياته کمزورې ده حتی د هالنډ لوبډلې ترې د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله.
په ياده لوبډله کي څوځلي تغيرات راغله.
ډير ځلي يې لوبډلمشران تغير کړه،نوي لوبغاړي يې راويستله،پخوانيو لوبغاړو ته يې هم موقع ورکړه خو هيڅ پرمختګ نه ليدل کيدی.
تر پلټنو وروسته حکومت مداخله وکړه د کريکټ بورډ ادارې ټول کارکوونکي د بورډ د رئيس په شمول هغه مهال یې د چارواکو دندې وځنډولې ،چي ورباندي د فساد تور ولګيدی.
images 2019 06 23T155918.475 د زيمبابوې حکومت د کريکټ بورډ د ټولو چارواکو دندې وځنډولې!
د حکومت ګمارل سوی کميسون نوې ۷ کسيزه ډله د لنډ وخت لپاره د سرپرست په توګه د کريکټ د چارو دسمبالښت په خاطر په دنده وګمارله.
د تفريح او ورزش کميسون پر بورډ د ټاکنو د ترسره کولو بنديز ولګوی او زياته يې کړه ترهغې به د بورډ د مشرتوب او نورو چوکيو لپاره انتخابات نکيږي چي ترڅو تحقيات بشپړ سوي نه وي.
کميسون وايي چي د زيمبابو کريکټ په زياته اندازه پيسو کي اختلاس کړی او د کريکټ د نړيوالي شورا له لوري ورکول سوي پيسې يې هم پر کريکټ ندي مصرف کړي.
images 2019 06 23T155848.037 د زيمبابوې حکومت د کريکټ بورډ د ټولو چارواکو دندې وځنډولې!
ياد کميسون د لنډ وخت لپاره د زيمبابوې د کريکټ بورډ پخوانی رئيس ( ډيويډ الهام براون ) د بورډ د رئيس په حيث ټاکلی.