
ليکنه: مدثر دعوت
افغان سپينرانو د هند ۵ ويکټي ترلاسه کړې.
تيره شپه د نړيوال جام په لړ کي د افغانستان او هندوستان ترمنځ زړه راکښوونکې لوبه ترسره سوه.
لوبه تر وروستيو شيبو ورسيدله خو تر وروستي اوور پوري دا نه وه مالومه چي څوک به لوبه ګټي.
هندوستان په ۸ ويکټو افغانستان ته ۲۲۵ منډي هدف ورکړ،خو افغانستان د ۱۱ منډو په توپير وبايلله.
تر ټولو ډيره جالبه داده چي هندوستان په روان نړيوال جام کي د افغانستان تر لوبي وړاندي هيڅ توپوهونکی د سپينر په وړاندي له لاسه نه وو ورکړی.
خو د افغانستان سپينرانو وکولای سوله چي د هند ۵ ويکټي ترلاسه کړي.
لوکيش راهول،روهيت شرما،ويرات کهولي، مهندراسينګ ډهوني،او ويجی شنکر په څير مهم لوبغاړي سپينرانو وسوځوله.
مجيب الرحمن په لومړيو اوورونو کي د خطري توپوهونکي روهيت شرما ويکټ ترلاسه کړه او پرې يې نه ښووی چي د راهول سره ملګرتيا جوړه کړي.
ورپسې محمدنبي د لوکيش راهول او ويرات کهولي ويکټي ترلاسه کړې.
رحمت شاه د ویجی شنکر ويکټه ترلاسه کړه او راشدخان بيا د مهندراسينګ ډهوني ويکټه واخيستله.
په عموم کي افغان سپينرانو هندۍ لوبډله راوګرځوله خو په وروستيو اوورونو کي ګلبدين نائب ۲ او افتاب عالم هم يوه ويکټه ترلاسه کړه.
سبا افغانستان د بنګلديش سره لوبه کوي.