د افغانستان او هندوستان کريکټ لوبډلو پرتله

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
نن ماسپښين ۰۲:۰۰ بجې په نړيوال جام کي د افغانستان او هندوستان کريکټ لوبه ده.
هندوستان په نړيوال جام کي تر دې مهاله په ۴ لوبو کی هيڅ ماته نده خوړلې،او په ۴ غوره لوبډلو کي ځای لري.
افغانستان بيا تر دې مهاله په نړيوال جام کي خپلي ۵ پرلپسې لوبي بايللي او هيڅ لوبه يې نده ګټلې.
هندۍ لوبډلي سره اوپنر شيکر دهون نسته ځکه ګوته يې ماته سوې،د نړيوال جام څخه بهر سو او پر ځای يې ريشب پنت په سکواډ کي اخيستل سوی.
د دواړو لوبډلو مقايسه:
Afghanistan Team د افغانستان او هندوستان کريکټ لوبډلو پرتله
هندوستان يوازنۍ لوبډله ده چي په روان نړيوال جام کي يې د سپينر توپ اچوونکو په وړاندي هيڅ ويکټه له لاسه نده ورکړې.
د هندي توپوهونکو په وړاندي د پيلابيلو سپينرانو لخوا ۵۳ اوورونه ترسره سوي ۳۳۹ منډي يې په ۶.۳۹ ایکانومۍ سره ورکړي.
افغانستان او هندوستان دوه ځلي په يو ورځنيو لوبو کي سره مخ سوي.
لومړی ځل په ۲۰۱۴ز کال اسيا کپ کي او دويم ځل په ۲۰۱۸ز کال اسياکپ کي.
په ۲۰۱۴ز کال اسیا کي د ويرات کهولي په لوبډلمشرۍ کي هندوستان لوبه وګټله، خو په ۲۰۱۸ز کال اسيا کپ کي د مهندرا سينګ ډهوني په لوبډلمشرۍ کي لوبه مساوي سوله.
images 2019 06 22T084917.085 د افغانستان او هندوستان کريکټ لوبډلو پرتله
هندوستان د يو ورځنيو لوبو په تاريخ کي يوازي ۲ ځلي د هغو لوبډلو په وړاندي ماته خوړلې چي تر لومړيو ۱۰ لوبډلو وروسته يې د کريکټ د نړيوالي شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړی.
لومړی ځل په ۱۹۹۸ز کال کي کينيا لوبډلي د ۶۸ منډو په توپير ماته ورکړه،او دويم ځل بيا په ۲۰۱۱ز کال کي سويلي افريقا په ۳ اړخيزه سيريز کي د ۷۰ منډو په توپير ماته ورکړه.
افغانستان په نړيوال جام کي خپلي پرلپسې ۵ لوبي وبايللې پداسي حال کي چي تر اوسه افغان لوبډلي ۵ يو ورځنۍ لوبي پرلپسې نه وې بايللي.
يوازي په ۲۰۱۵ز کال کي يې ۴ پرلپسې لوبي بايللي وې.
1537928903 Dhoni vs Afghanistan AP د افغانستان او هندوستان کريکټ لوبډلو پرتله
روهيت شرما په تيرو ۵ يورځنيو لوبو کي پرلپسې تر ۵۰ ډيري منډي کړي.
تر دې وړاندي روهيت هيڅکله ۴ پرلپسې نیمه سليزي نه وې وهلي.
که چيري نن هم نيمه سليزه وهي نو لومړنی هندی لوبغاړی به وي چي ۶ پرلپسې نيمه سليزي وهي.
تر IPL وروسته په روان کال کي راشدخان په ۶ لوبو کي ۵ ويکټي ترلاسه کړي.
راشد دغه ويکټي په ۵۰.۰۵ اوورونو کي په ۵۹.۲۰ اوسط سره ترلاسه کړي.
FB IMG 1561063353229 د افغانستان او هندوستان کريکټ لوبډلو پرتله
يوزويندرا چاهال په ۲۰۱۹ز کال يو ورځنيو لوبو کي په ۲۴ سټرایک ريټ سره لوبه کړې ،په ۱۰ يو ورځنيو لوبو کي يې ۲۲ ويکټي ترلاسه کړي او په روان کال کي دويم غوره توپ اچوونکی دی.
هندوستان د نړيوال جام په تيرو ۱۶ لوبو کي يوازي يوه لوبه بايللې،هغه هم په تير ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کي د اسټراليا په وړاندي ماته وه.
نن به هندوستانۍ لوبډله د بونيشور کمار پرځای محمدشمې ولوبوي.
د هوا حالت:
0.4065831333192904 د افغانستان او هندوستان کريکټ لوبډلو پرتله
د افغانستان او هندوستان لوبه د انګلستان د سوت امپټن ښار په روز باول لوبغالي کي ترسره کيږي.
ددې ښار د نن ورځي د هوا حالت داسي بريښي چي هيڅ باران به نه وي،تر ډيره به لمر وي کله کله به وريځ هم وي.
لوبه تر پايه ترسره کيږي،او د لوبي د دريدلو لپاره کومه بهانه نسته.
د پيچ په اړه:
images 2019 06 22T090004.616 د افغانستان او هندوستان کريکټ لوبډلو پرتله
د نن لوبغالي پيچ باندي توپوهنه ښه ترسره کيږي،هغه لوبډله چي لومړی توپ اچوونه وکړي تر ډيره به د هدف په پوره کولو کي بريالۍ وي.
په تيرو ۴ لوبو کي ۳ لوبي هغو لوبډلو ګټلي چي لومړی يې توپ اچوونه کړې.