
د کرېک انفو وېب پاڼه چې د نړۍ د کرکټ څخه په زړه پورې خبرونه برابروي، وخت نا وخت د هندوستان لوبغاړو ته مشورې هم ورکوي، دوی هندي لوبغاړو ته ورښيي، چې څنګه د نورو لوبډلو له کلیدي لوبغاړو سره ښه لوبه وکړي او څنګه یې ولوبوي.
دې وېب پاڼې اوس خپلو لوبغاړو ته لارښوونه کړې، چې مجیب الرحمن، محمدنبي عیسی خېل او راشدخان سره په لوبولو کې څنګه مخته ولاړ شي او دوی درې واړه څنګه ولوبوي.
دې وېب پاڼې د راشدخان، محمدنبي او مجیب الرحمن د توپ اچونې په اړه خپلو لوبغاړو ته معلومات ورکړي او لوبغاړي یې متوجه کړي، چې توپونه ښه ولوبوي.
وېب پاڼه لیکي، که څه هم راشدخان په نړیوال جام کې چندان نه دی ځلېدلی؛ خو د نړۍ یو له غوره توپ اچوونکو څخه دی، محمدنبي عیسی خېل یې ښودلی چې هغه هم د اف سپېن توپ اچوونکو له ډلې خورا خطرناک بالر دی او د هغه فلایټ یا پروازي توپ اچوونې ته یې اشاره کړې ده.
وېب پاڼې لیکلي هندي توپ وهونکي باید د دغو درې سپېن بالرانو په اړه معلومات ترلاسه کړي او باید ښه یې ولوبوي.
وېب پاڼې خپلو لوبغاړو ته د محمدنبي عیسی خېل توپ اچونه داسې تشریح کړې؛ محمدنبي توپ په ډېر ښه ډول ترسره کوي، توپ یې ډېر ژر لاندې راځي او په توپ اچونه ډېر کنټرول یا واک لري.
د هغه توپ ډېر تېز نه وي؛ خو کله چې پرې شاټ ولګېږي، بیا نو تېز او چټک توپ غورځوي، چې د لوبغاړي د بولډ کېدو امکانات زیاتوي.
وېب پاڼه کاږي، نبي توپ په هوا کې پرېږدي او بیا د توپ غورځونې ځای ته په ویشتن ځای کې بدلون ورکوي او همدا علت دی، چې د نړۍ مشهور توپ وهونکي یې نهیلي کړي دي.
دا خپلو لوبغاړو ته وایي که تاسې د نبي توپ په ښه ډول لوبول غواړئ، باید د قدمونو کارونه وکړئ او فوټ ورک مو باید زیات وي.
مجیب الرحمن په اړه یې څرګندونې
وېب پاڼه وایي مجیب الرحمن نه یواځې دا چې د یو څو مشهور بالرانو څخه دی، بلکې هغه د دې وړتیا لري، چې توپ په خورا اغېزناکه توګه ترسره کړي.
هغه درې ډوله کلیدي توپ اچونه کوي، سلایډر توپ چې ښویئږي، اف بریک یا کېروم بال او ګوګلي توپ غورځوي.
لومړي دوه توپونه یې وېکټې ته ډېر ننوځي او لوبغاړی یې باید په بېک فوټ باندې ولوبوي.
د ده توپونه له لېګ سټم څخه سوېنګ کېږي او ځېنې یې بیا اف سټم ته ځي.
د هغه ګوګلي توپ یو څه څوکه یا سلو وي.
که وېکټ کې سوېنګ وي او توپ په ګرېپ سره سوېنګ شي بیا یې نو توپ اچونه خطرناکه او تهدیدوونکې ده.
وېب پاڼه خپلو لوبغاړو ته وایي که مجیب ښه لوبول غواړئ باید لاس ته یې ډېر وکتل شي او د توپ غورځونې هغه ځای یې باید په نښه شي.
راشدخان په اړه یې څرګندونې
که څه هم راشدخان سږ کال ښه نړیوال جام نه لري او بخت یې سرچپه شوی، خو بیا هم د ښې توپ اچونې طمعه ترې کېدای شي.
هغه یو قهرمان بالر دی او توپ یې کله، کله ډېر بانس اخلي.
هغه چټک توپ غورځوي د نوموړي توپ کله، کله سخت تاوېږي یا څرخ خوري نو توپ وهونکي تر فشار لاندې ساتي.
وېب پاڼه وایي راشدخان په نړیوال جام کې ځکه ډېر وټکېده، چې شارټ توپونه یې ډېر وغورځول.
وېب پاڼه خپلو توپ وهونکو ته توصیه کوي، چې د راشدخان توپونه په خورا دقت او احتیاط ولوبوي.
دا وېب پاڼه په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې افغان لوبډله نن د شنبې ماسپښين ۲ بجې له هندوستان سره ساوتمټن سیمه، په روز بوول لوبغالي کې لوبه لري.
دا د نړیوال جام ۲۸ مه لوبه ده.