
ليکنه: مدثر دعوت
د پنجشبې په ورځ د جون مياشتي په شلمه نيټه د کاناډا ليګ بولۍ تر سره سوه.
دا دويم کال دی چي د ګلوبل شل اوريز په نوم د کاناډا ليګ لپاره بولۍ ترسره کيږي خو سږکال ډير قوي لوبغاړي پکښې اخيستل سوي.
د کاناډا د ليګ بولۍ د هند په ممبی ښار کي ترسره سوه.
برينډن مکلم،کريس ګيل،شاهد افريدي، انډري رسل، يووراج سينګ ،کيرن پولارد، جورج بيلي،کين ويلمسن،فاف ډوپلسيس او کريس لين هغه نومونه دي چي بيلابيلي لوبډلي به يې دځان سره ولوبوي.
افغان بريدګر توپوهونکی نجيب الله ځدران چي تيرکال د خپلي لوبډلي مونټريل ټايګرز لپاره د پام وړ لوبي کړي وې او خپله لوبډله يې څو ځلي بريا ته رسولې وه يوځل بیا په ياد ليګ کي واخيستل سو.
دا ځل نجيب ځدران د وينپيج هاوکس لوبډلي د ځان سره واخيستی.
پدې لوبډله کي جی پي ډومني،کريس لين او ډواین براوو په څير قوي لوبغاړي شامل دي.
دغه ليګ چي ۶ لوبډلي پکښې شاملي دي د راتلونکي جولای مياشتي په ۲۵مه نيټه پيليږي.
د کاناډا د ليګ لومړۍ لوبه به د دفاعي لوبډلي وانکيور نايټز او ټورنټو نيشنلز لوبډلو ترمنځ پيل سي.
وانکيور نايټز،ټورنټو نيشنلز، مونټيرل ټایګرز،ايډمنټن رويالز،وينپيج هاوکس او برامپټن والفس هغه لوبډلي دي چي پدې ليګ کي شتون لري.
دا ليګ چي د کريکټ د نړۍ ډير مشهور کريکټران به پکښې لوبي وکړي بيله نجيب الله ځدران څخه بل کوم افغان لوبغاړی نه دی ورته اخيستل سوی.