یوراج سېنګ د کاناډ په ګلوبل سوداګریز لیګ کې واخېستل شو

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

یوراج سېنګ چې د جون په ۱۹ مه نېټه یې د خپل کرکټ بورډ څخه غوښتي وو، چې ده ته په بهرنیو سوداګریزو کرکټ لیګونوکې د لوبېدو اجازه ورکړي؛ ښایي کرکټ بورډ ورسره موافقه کړې وي او له موافقې وروسته دا دی د لومړي ځل لپاره د کاناډا په نړیوال یا ګلوبل سوداګریز کرکټ لیګ کې واخېستل شو.
هغه به په ۲۰۱۹ م کال کې د ټورنټو لوبډلې په ګټه ولوبېږي.
یوراج سېنګ کابو یوه اونۍ وړاندې د هندوستان لپاره له هر ډول لوبو تقاعد وړاندې کړ؛ نوموړی نور په آې پي ایل کې هم نه لوبېږي.
د کاناډا سوداګریزکرکټ لیګ، چې د ګلوبل لیګ تر عنوان لاندې ترسره کېږي، تېر کال یې لومړی پړاو د جون میاشتې له ۲۸ مې نېټې د جولای تر ۱۵ مې نېټې په کاناډا هېواد کې ترسره شو.
په دې لیګ کې د افغان چټک توپ وهونکي نجیب الله ځدران ترڅنګ کرېس ګېل، شاهد افریدي او د نړۍ نور مشهور کرکټ لوبغاړي لوبېږي.
د کاناډا سوداګریز لیګ او لوبډلې یې
دې لیګ کې تېر کال ټورنټو نېشنل لوبډله، مونټریئل ټایګرز لوبډله، وینېپېګ هاک لوبډله، اېډمونټن رویالز او وانکوور نایټس لوبډلې شاملې وې.
سږ کال ښایي په دغه لیګ کې نوې لوبډله د برمپټن وُلفز په نامه جوړه شي.
د کاناډا ګلوبل لیګ دوهم پړاو سیالۍ به د ۲۰۱۹ م کال د جولای له ۲۵ مې نېټې څخه د اګسټ تر ۱۱ مې نېټې پورې وغځېږي.
وانکوور نایټس لوبډلې تېر کال د دې سیالیو اتلولي ګټلې وه او سږ کال به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.
YOU.jpg
د تېر کال لوبډلو کې شامل لوبغاړي
اېډمونټن رویالز لوبډله:
شاهد افریدي، کرېس لیین، لوک رنکي، محمدعرفان، سُهیل تنویر، کرېسټیان جونکر، وېن پرنېل، اصف علي، حسن خان، اغا سلمان، شېمن انور، عمار خالد، سټ سېمرانجېت ډېنډسا، احمد رضا، سېمون پېروېز او ابراش خان دې لوبډله کې شامل وو.
د دې لوبډلې روزونکی محمد اکرم و.
مونټریئل ټایګرز لوبډله
لسېت ملېنګا، سونېل نرېن، تېسارا پرېرا، محمد حفیظ، دېنېش رامدین، سنديپ لامېچانی، سکندر رضا، ډسن شانکا، اېسورو اوډانا، جورج ورکر، نجیب الله ځدران، سیسل پرویز، ابراهیم خلیل، ډیلان هېلېجر، نیکولاس کېرټن او ریان پټان.
د دې لوبډلې روزونکی ټام مودي و.
ټورنټو نېشنل لوبډله
ډېرین سمي، سټیف سمېت، کېرون پولارډ، کامران اکمل، حُسېن تلت، رومان رئيس، نېکېل ډیوټا، جانسن چارلېس، کېسرېک ویلیمس، نوید احمد، نزاکت خان، فرحان ملک، نېتېش کومار، اًسامه میر، روحان مصطفی او محمد عمېر غني.
وانکوور نایټس لوبډله
کرېس ګېل، انډري رسل، ایوین لیویس، ټېم سوتي، چادوېک والټن، فواد احمد، بابر حیات، شېلډن کاټرېل، ساد بېن ظفر، روېنډا ګوناسېکېرا، سریمانتا ویجی راټنی، کماو لیور راک، سټیوین جېکوبز، سلمان نظر، رسي ون ډر ډوسېن او جېریمي ګورډن.
وېنېپېګ هاکس لوبډله
ډوېن براوو، ډېوېډ مېلر، ډېوېډ وارنر، لېنډل سېمونس، ډېرین براوو، فېډل ایډوارډز، ریاد ایمرېت، بېن مک ډرموت، علي خان، حمزه طارق، جُنېد صدیقي، ټیون وېبسټر، رضوان چیما، هرال پټېل، ماک ډیال او کایل فېلېپ.