ډېوېډ وارنر له ادم ګېل کرېسټ سره ریکارډ کې مساوي شو

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د اسټرالیا کیڼ لاسی اوپنر توپ وهونکی ډېوېډ وارنر، د اسټرالیا له بل پخواني کیڼ لاسي توپ وهونکي اډم ګېل کرېسټ سره د سلیزو وهلو ریکارډ کې مساوي شو.
ادم ګېل کرېسټ د ۱۹۹۶ م کال څخه تر ۲۰۰۸ م کال پورې د اسټرالیا لپاره یو ورځنۍ لوبې کړي، ځېنو لوبو کې دی لوبډلمشر هم پاتې شوی دی، ده په ۲۸۷ یو ورځنیو لوبوکې د اسټرالیا لپاره ۱۶ سلیزې وهلې دي.
ګېل کرېسټ د اسټرالیا لپاره په یو ورځنیو لوبو کې ۵۵ پنځوسیزې هم وهلي دي.
دی ډېر چټک لوبغاړی و او وخت ناوخت به یې په ټېسټ لوبو کې هم سترې شپږیزې وهلې.
ډېوېډ وارنر د جون په شلمه نېټه د پنجشنبې په ورځ د نړیوال پنځوس اوریز جام په ۲۶ مه لوبه کې د بنګله دېش خلاف د ګېل کرېسټ له ریکارډ سره ځان مساوي کړ، هغه خپله شپاړسمه سلیزه د بنګله دېش خلاف ثبت کړه.
وارنر خپله سلیزه په ۱۱۰ توپونو پوره کړه.
وارنر د بنګله دېش خلاف په ۱۴۷ توپونو د ۵ شپږیزو او ۱۴ څلوریزو په مرسته  ۱۶۶ منډې وکړې.

DW e1529147042829 ډېوېډ وارنر له ادم ګېل کرېسټ سره ریکارډ کې مساوي شو
ADELAIDE, AUSTRALIA – JANUARY 26: David Warner of Australia celebrates after reaching 100 runs during game five of the One Day International series between Australia and Pakistan at Adelaide Oval on January 26, 2017 in Adelaide, Australia. (Photo by Morne de Klerk/Getty Images)

ډېوېډ وارنر ۳۲ کاله عمر لري او د اسټرالیا لپاره اوپننګ کوي.
دغه کیڼ لاسي توپ وهونکي په ۲۰۰۹ م کال کې د اسټرالیا لپاره د یو ورځنیو لوبو پیل وکړ، د ۲۰۱۹ م کال د جون تر شلمې نېټې پورې یې ۱۱۲ لوبې کړي دي او په دغو لوبو کې یې خپلې ۱۶ سلیزې پوره کړې.
وارنر د دې سلیزو پرمټ له اډم ګېل کرېسټ سره ځان مساوي کړ.
وارنر په روان نړیوال جام کې دوه سلیزې وهلې دي.
د اسټرالیا د کرکټ په تاریخ کې ډېوېډ وارنر دریم توپ وهونکی شو، چې یو ورځنیو لوبو کې د اسټرالیا لپاره زیاتې سلیزې وهي.
په سلیزو کې  لومړی پخوانی لوبغاړی او لوبډلمشر ریکي پونټېنګ دی، هغه په ۳۷۴ لوبو کې ۲۹ سلیزې وهلي دي، ورپسې مارک واف دی، هغه په ۲۴۴ یو ورځنیو لوبوکې ۱۸ سلیزې وهلي دي او وارنر بیا ۱۱۲ لوبو کې ۱۶ سلیزې ووهلې.
په نړیوال جام کې د اسټرالیا لوبې
د جون په لومړۍ نېټه اسټرالیا د نړیوال جام خپله لومړۍ لوبه له افغانستان سره وکړه، افغانستان ته یې په ۷ وېکټو ماته ورکړه او د ډېوېډ وارنر ۸۹ ناسوځېدلې منډې پکې د یادولو وړ وې.
خپله دوهمه لوبه یې په ۱۵ منډو له ویسټ انډیز څخه وګټله، اسټرالیا خپله دریمه لوبه هندوستان ته په ۳۶ منډو وبایلله، څلورمه لوبه یې له پاکستان څخه په ۴۱ منډو وګټله او وارنر پکې ۱۰۷ منډې وکړې، سریلانکا ته یې په ۸۷ منډو ماته ورکړه.
د جون په شلمه نېټه یې بنګله دېش سره لوبه وکړه، د جون په ۲۵ مه نېټه یې له انګلستان سره لوبه ده، د جون په ۲۹ مه نېټه له نیوزیلېنډ سره لوبه ري، د جولای په شپږمه نېټه له سهیلي افریقا سره لوبه کوي، له دې وروسته بیا د نیمه پایلوبو لوبې پېلېږي.
د جولای په ۱۴ مه نېټه د نړیوال جام پایلوبه په لارډز لوبغالي کې کېږي.