یوراج سېنګ په بهرنیو کرکټ لیګونو کې د لوبېدو اجازه اخلي

رنګین تجريدي ډیزاین

د هندوستان تقاعد شوي الراونډر یوراج سېنګ له خپل کرکټ بورډ څخه غوښتي، چې بهرنیو سوداګریزو لیګونوکې ورته د لوبېدو جواز او اجازه ورکړي.
یوراج سېنګ کابو یوه نیمه اونۍ وړاندې د هندوستان لپاره له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.
سېنګ ویلي، زه غواړم چې په دې عمر کې شل اوریز کرکټ او ساعت تیري وکړم.
یوراج زیاته کړې:
r8n4u6qo yuvraj singh یوراج سېنګ په بهرنیو کرکټ لیګونو کې د لوبېدو اجازه اخلي

«زه غواړم له ژوند خوند واخلم، دا زما لپاره له فشاره ډکه خبره ده، چې زه دې په خپل نړیوال کرکټ فکر وکړم، آې پي ایل سترې سیالۍ دي او زه په ۳۷ کلنۍ کې له نړیوالو سیالیو سره مخه ښه کوم.»

له دې وړاندې د هندوستان کرکټ بورډ خپلو پخوانیو دوو لوبغاړو ظهیرخان او ورېنډر سېواګ ته په ټي ټېن لیګ کې د لوبېدو اجازه ورکړې وه، دوی دواړو د هندوستان لپاره له نړیوال کرکټ څخه استعفا کړې ده.
دوه کاله وړاندې هندي کرکټ بورډ یوسف پټان ته اجازه ورکړې وه، چې د هانکانګ په سوداګریز لیګ کې ولوبېږي او یو کال وړاندې د هغه ورور عرفان پټان ته هم د کرکټ بورډ له خوا د ویسټ انډیز په کارابین سوداګریزو سیالیو کې د لوبېدو اجازه ورکړل شوې وه.
لا هم عرفان پټان د دغه لیګ په راروانه بولۍ کې شامل دی.
اوس یوراج سېنګ هم غواړي په نړیوالو لیګونو کې په لوبېدو سره د زړه ارمان پوره کړي.