ژباړه: عطا محمد میاخېل
۱ ـــ د ښوونځي له پروګرام سم د هرې ورځې، په هماغه ورځ مطالعه کړئ.
۲ ـــ د مطالعې پرمهال د خلاصې لیکلو له تګلارې څخه ګټه واخلئ، په بل عبارت مهم مطالب د یوه کاغذ پرمخ او یا هم په یوه کتابچه کې ولیکئ او یا دا چې د توش په وسیله د مهمو مطالب لاندې یوه کرښه کش کړئ.
۳ ـــ له آزموینې څخه یو څه موده وړاندې، د کتاب مطالب په برخو ووېشئ او له پروګرام سره سم، دا چې مطالب کم دي، باید هڅه وکړئ، چې په ښه توګه یې زده کړئ.
۴ ـــ دې ته په پام سره، چې په هره اوونۍ کې باید یو کتاب مطالعه شي او د هر کتاب لپاره د بشپړې لوستنې دوې ناستې او د مرور یوه ناسته په پام کې ونیول شي، ښه ده، چې په دوو برخو یې ووېشئ او د پام وړ په هره محدوده ناسته کې، له هغه څه سره سم، چې په دویمه شمېره کې ویل شوي، ولوستل شي.
۵ ـــ ښه ده، چې د هر کتاب په څلورمه یا پنځمه ناسته کې، د نوي درس او برخې له پیلولو څخه مخکې، په تېرو زده شویو څیزونو باندې مرور وشي.
۶ ـــ د مطالعې او خپلو کارونو لپاره، یو ځانګړی نظم او ترتیب په پام کې ونیسئ. هره ورځ مو، چې کارونه له پروګرام سره سم ترسره کړل او ښه وو، نو د ځان لپاره هڅونه په پام کې ونیسئ. د بېلګې په توګه: د سړوبي (آیسکریم) یا نورو خوږو څیزونو خوړل یا د پام وړ هر بل څیز چې وي، خو که کارونه د هر دلیل له مخې چې وي په بې نظمه او بې موخې توګه ترسره شول، نو د ځان لپاره یوه سزا یا یو ګواښ په پام کې ونیسئ، ترڅو کارونه په سمه او اغېزمنه توګه ترسره شي. د بېلګې په توګه: ځان ته د سزا ورکولو لپاره، کولای شئ د خوړو له خوړلو، د پام وړ مېوې له خوړو او یا د پام وړ بل هر کار چې وي، ترې ډډه وکړئ.
۷ ـــ هڅه وکړئ، چې له هماغه پیله د پروګرام په ترسره کولو باندې ځان عادت کړئ او دغه راز ځان اړ وګڼئ، چې باید د پام وړ پروګرام ترسره کړئ.
۸ ـــ له مطالعې مخکې اودس وکړئ او درس د الله (ج) په نوم او یاد سره پیل کړئ.
۹ ـــ خپلې بریاوې او پرمختګونه، که څه هم کم وي په یوه پاڼه یا د یاددښت په یوه کتابچه کې ولیکئ او د ناهیلۍ پرمهال، مرور پرې وکړئ، ترڅو راتلونکې ته هیله من شئ.
۱۰ ـــ کوم مطالب مو، چې زده کړی، ښه ده، چې نورو ته یې ورزده کړئ او که چېرې څوک نه و، خپل ځان یا هیندارې ته یې توضیح کړئ.
۱۱ ـــ خپل ځان درس لوستنې او هغه څیز ته، چې زده کوئ یې، وهڅوئ او خپلو ارزښتونو ته ارزښت ورکړئ او په ساتنه کې یې هڅه وکړئ.
۱۲ ـــ هڅه وکړئ، چې له کتاب سره د یاددښت طرحه، له خپلو ټولو کتابونو سره ولرئ، په دې توګه یوه سپینه پاڼه چې ۱۳ سانتي متره اوږدوالی او ۹ سانتي متره سور ولري، چمتو کړئ او د خپل کتاب په لومړي مخ باندې یې ولګوئ او د هغه کتاب د زده کړې لپاره، چې باید کوم تمرینونه، پوښتنې او کارونه ترسره کړئ، نو پرې ولیکئ، ترڅو هېر یې نه کړئ.
۱۳ ـــ له هغه ځایه، چې د قدر سوره او آیت الکرسي، ستاسو په زده کړه او بریا کې ډېر مهم رول لري، نو ښه ده، چې له هر لمانځه وروسته او تل دا دوه تکرار او مرور پرې وکړئ او په الله (ج) باندې توکل وکړئ.
۱۴ ـــ هر کله، چې ستړي شوئ، زړه مو تنګ شو او له هر کار او ژوند څخه ناهیلي شوئ، نو د قرآن کریم تلاوت وکړئ او مانا ته یې متوجه شئ.
۱۵ ـــ زده کړې د خپلې پوهې لپاره وکړئ، نه د شتمنۍ د ترلاسه کولو او نه هم د ځان ښودنې لپاره، بلکې د ځان لپاره یې زده کړئ او عمل پرې وکړئ.
۱۶ ـــ ډاډه یم، په هغه کار کې به بریالی شئ، کوم چې پیل کړی مو دی، ځکه چې د الله (ج) په مرسته او لېوالتیا سره پرمخ ځئ.
۱۷ ـــ فرصتونه او شېبې په ډېرې آسانۍ سره له لاسه مه ورکوئ، ځکه چې دا فرصتونه تل نه رامنځته کېږي او نه به هم رامنځته شي.
۱۸ ـــ دا عبارت په ښکلي خط سره ولیکئ، خپله برخه یې وګڼئ او عمل پرې وکړئ:
پوهه وړتیا ده، او غوښتل د ترسره کولو وړتیا، نو ولوله، ترڅو وکولای شې.
۱۹ ـــ د دې لپاره، چې په نیمه لار کې د ستړیا یا بل هر دلیل په خاطر، لارې ته له دوام ورکولو څخه ناهیلي نه شئ، نو په لومړي فرصت کې، خپله انګېزه د یوې پاڼې پرمخ ولیکئ او هر کله مو، چې دا احساس وکړ، چې درس لوستنه کومه ګټه نه لري، هغه انګېزه مو، چې یاددښت کړې ده، پرې مرور وکړئ، ترڅو نوې ساه واخلئ او په ډېر ځواک سره خپل کار ته دوام ورکړئ.
۲۰ ـــ د هر درس د مطالعې پرمهال، چې له هر ټکي یا پوښتنې سره مخامخ کېږئ، نو په سپینه پاڼه یا هم د کتاب په یوه څنډه کې یې یاددښت کړئ او په لومړي فرصت کې یې له هغه چا څخه، چې پرې پوهېږي، وپوښتئ او زده یې کړئ.
۲۱ ـــ د ځینو توضیحي او حفظي درسونو د زده کولو لپاره، کولای شئ د ( ووایه او غوږ ونیسه) له تګلارې څخه ګټه واخلئ. د بېلګې په توګه: د مطالبو یا کتاب څو مخونه لولئ، وروسته په هغه څه باندې، چې پوه شوئ، د غږ د ثبتولو یوې دستګاه ته، چې روښانه ده، توضیح یې کړئ، له دې وروسته هغه څه مو چې ویلی، غوږ ورته ونیسئ. په دې کار سره هم مطالب ښه زده کوئ او هم دا چې په خپلو ستونزو او کمزورو ټکو باندې په ښه توګه پوهېږئ او د خپلو کمزورتیاوو د له منځه وړلو لپاره، لا ډېره هڅه کوئ.
۲۲ ـــ د فورمولونو او مهمو ټکو د زده کولو لپاره کولای شئ د ( مه یې ګوره او یاد ته یې وسپاره ) له تګلارې څخه ګټه واخلئ. په دې توګه کله چې په پیل کې غواړئ کوم فورمول، مهم ټکی یا دغه راز کوم عبارت، چې غواړئ یاد ته یې وسپارئ، نو په یوه پاڼه باندې یې ولیکئ، د یوې یا دوو دقیقو لپاره هغه ته ښه وګورئ، وروسته خپلې سترګې وتړئ او له قلم څخه پرته په تشو لاسونو یې په هوا کې ولیکئ. د دې تګلارې پرمټ ټول مهم مطالب په مستقیمه توګه اوږد مهالې حافظې ته ننوځي او په ډېر ځنډ سره یې هېروئ. که له دې وروسته په نورو ورځو کې یاد مطلب هېر شو، نو ورته وګورئ او د یادې شوې تګلارې پرمټ یې تمرین او تکرار کړئ، ترڅو د تل لپاره مو په حافظه کې پاتې شي او هېڅکله مو هېر نه شي.
۲۳ ـــ د G5 تګلاره د زده کولو لپاره یوه بله تګلاره ده او په دې توګه کوم مطالب مو چې خلاصه کړی او نچوړ مو ترې اخیستی دی، د پوښتنې او ځواب په بڼه یې ترتیب کړئ، په کوچنیو پاڼو باندې یې ولیکئ او خپلې مخې ته یې کېږدئ. د بېلګې په توګه: د مهمو مطالبو یوه پاڼه د هغې هیندارې ترڅنګ ولګوئ، کومه چې هره ورځ ورته ګورئ او هرڅو ورځې وروسته یې په مطالبو کې بدلون رامنځته کړئ او کله مو چې په دې مطالبو باندې سترګې ولګېدې، نو مرور پرې وکړئ، ترڅو هېڅکله یې هېر نه کړئ.
۲۴ ـــ د فکر د اداره کولو او ټول عمر زده کړې تګلاره، د زده کولو لپاره یوه بله تګلاره ده، په دې توګه، چې تاسو کولای شئ، د کتاب ځینې پاڼې او یا خلاصه شوي ټکي، په هغو ځایونو کې، چې حتا د کمې مودې لپاره هلته یاست په یو ځای کې یې ولګوئ او په هغه لنډه موده کې، چې هلته حضور لرئ، پرې مرور وکړئ او زده یې کړئ.
۲۵ ـــ دا ټولې تګلارې ازمویل شوې دي او خپله آزموینه یې ورکړې ده او د زده کولو د مهمو تګلارو برخه دي، چې دا ټول ستاسو په ګټورې هڅې او هاند پورې تړاو لري، نو هڅه وکړئ، چې د یادو شویو تګلارو له یوې یا دوو څخه یې ګټه واخلئ او ډاډه اوسئ، چې بریالي به شئ.
۲۶ ـــ په خپل ځان باندې باور وکړئ، یانې دا چې باور وکړئ، چې کولای شئ، مګر تاسو له نورو څخه څه کمی لرئ؟ د بریالیتوب تصمیم او اراده، چې لرئ، نو ولې په ښه توګه ترې ګټه نه اخلئ؟
۲۷ ـــ د تېرو کلونو د آزموینو د پوښتنو نمونې پیدا کړئ، ځواب یې هم پیدا، وې لیکئ او زده یې کړئ، ځکه ۴۰ سلنه پوښتې د تېرو کلونو له پوښتنو څخه وي او بله دا چې تاسو د پوښتنو له نمونو سره آشنا کېږئ، چې د مطالعې پرمهال کومې برخې ډېرې ولولئ او د کومو برخو مهم ټکي دي.
۲۸ ـــ د ټلویزیون د ښوونیزې شبکې درسي پروګرام پیدا او بررسي کړئ او وګورئ، چې ستاسو د پام وړ درسونه په کومو ساعتونو کې خپرېږي، ښه ورته وګورئ، حتا که د لارښوونې د دورې په تړاو هم وي، پرته له شکه ګټور به وي.
۲۹ ـــ د قرآن، عربي ژبې، ریاضي او فلسفې له ښوونیزو فلمونو څخه ګټه واخلئ.
۳۰ ـــ د جغرافیې درس له نقشې سره زده کړئ او له ښو او واضحو نقشو څخه ګټه واخلئ، ترڅو مطالب مو په ښه توګه په ذهن کې ځای پرځای شي.
۳۱ ـــ په آزموینه کې تر وروستۍ شېبې پورې کېنئ او ښه فکر هم وکړئ، ځکه چې په آزموینه کې بیړه د ډېرو تېروتنو او غلطیو سبب ګرځي.
۳۲ ـــ ټولې پوښتنې د آزموینې په پاڼه کې ولیکئ او هېڅ پوښتنه بې ځوابه مه پرېږدئ، که څه هم چې ناسم ځواب ورکړئ، ځکه چې ستاسو دا ځواب له هېڅ څخه ښه دی. که پوه نه شوئ، چې څه ولیکئ، هماغه پوښتنه یو ځل بیا تکرار کړئ او د پوښتنې د کلمو په اړه توضیحات ورکړئ.
۳۳ ـــ هڅه وکړئ، چې له همدې پیله ځان داسې عادت کړئ، چې ستاسو لپاره درس لوستنه او مطالعه تر ټولو ښه او غوره تفریح او بوختیا وي او ورځنۍ ستړیا مو له منځه یوسي.
۳۴ ـــ کتاب ستاسو تر ټولو غوره ملګری دی او هر ځای ته چې ځئ، نو یوازې مه ځئ، هغه له ځانه سره، مېلمستیا، کار ځای او داسې نورو ځایونو ته یوسئ او د بېځایه وخت تېرولو پرځای له کتاب سره خبرې او مشوره وکړئ. دا کار شونی دی، له فلش کارت او یا د جېب له کتابونو څخه ګټه اخیستلی شئ.
۳۵ ـــ له هېچا سره کینه مه کوئ، لوی زړه ولرئ او ټول وبښئ، ځکه چې تېرېدنه او نارینتوب د ټولو سترو نارینه و ځانګړتیا ده.
۳۶ ـــ تل په خپلو کارونو کې له رښتینولۍ څخه کار واخلئ، ترڅو بریالي شئ، ځکه چې رښتینولي او صداقت تر ټولو ستره پانګه ده، چې موږ بریا او نېکمرغۍ ته رسوي.
۳۷ ـــ په ژوند کې چې کوم کار او درس لرئ، د نورو په فکر کې هم واوسئ او له هغوی سره مرسته وکړئ، ترڅو نور هم ستاسو په فکر کې شي او له تاسو سره مرسته وکړي، یانې دا چې په هرځای کې یاست او هر ځای ته چې ورسېدئ، نو الله (ج) او د هغه بنده ګانو ته خدمت مه هېروئ.
۳۸ ـــ وایي چې له موږ سره کېنې موږ به شې او که له ګل سره کېنې، ګل به شې او که له اغزي سره کېنې، نو اغزی به شې، که هر چا سره ناسته پاسته وکړې، نو د همغه په څېر به شې، نو غوره ده، چې په ژوند کې له ښو خلکو او پوهانو سره ناسته پاسته وکړئ، ترڅو تاسو هم د ښو او غوره کسانو برخه شئ.
۳۹ ـــ تل له هغه چا څخه مننه وکړئ، له چا څخه چې علم او پوهه زده کوئ، ترڅو هغه هم وکولای شي، په هغه څه باندې چې پوهېږي، تر ټولو غوره یې ستاسو په واک کې درکړي.
۴۰ ـــ د علم او پوهې په زده کړه کې تر ټولو مهم او وروستی ټکی دا دی، چې هېڅکله الله (ج) مه هېروئ او هر کار، چې غواړئ پیل یې کړئ، نو د الله (ج) په نامه او یاد سره یې پیل کړئ، ترڅو الله (ج) له تاسو سره مرسته وکړي، چې په ښه توګه یې ترسره او زده کړئ. د الله (ج) ډېر شکرونه پرځای کړئ، ځکه چې په نعمتونو باندې شکر کول، نعمتونه لا پسې زیاتوي.
ژان ژاک روسو وایي: د ژوند تر ټولو آسانه او ساده درس دادی، چې هېڅکله څوک مه ځوروئ.