فوټسال؛ افغان ۲۰ کلنه ملي لوبډله د آسیا جام نیمه پای لوبو ته ووتل.

سپینه تجريدي ډیزاین

افغان فوټسال ۲۰ کلني ملي لوبډلي نن په دوهم پړاو کي ټایلینډ فوټسال ۲۰ کلني ملي لوبډلي ته ۳ پر ۲ ماتي ورکولو سره د آسیا جام نیمه پای لوبي ته ووتل.
افغان لوبډله راتلونکې پنج شنبه په نیمه پای لوبه کي د اندونیزیا پر وړاندي لوبیږي.
افغان لوبډلي په ګروپي لوبو کي هانکانګ ته ماته ورکړه، خو له ایران فوټسال لوبډلي څخه یې ماته وخوړه.
په دوهم پړاو لوبه کي یې نن ټايلینډ مات کړ.
دوهمي نیمه پایلوبي ته د چاپان لوبډلي لاره پیدا کړې، چي د ایران او لبنان د لوبي وروسته به ګټونکې لوبډله ورسره ولوبیږي.
د آسیا ۲۰ کلنو فوټسال جام دا ځل په ایران کي د آسیايي ۱۲ لوبډلو ترمنځ په ګروپي ډول پیل سو.
افغانستان، ایران، هانګانګ، ټایلینډ، لبنان، قرغزستان، چاپان، ویټنام، تاجکستان، اندونیزیا، عراق او چین لوبډلي د یاد جام برخه دي.
د آسیا ۲۰ کلنو فوټسال جام په ۲۰۱۶ م کال کي رامنځ ته سو، چي لومړۍ اتلولي ایران په ۲۰۱۷م کال کي لاسته راوړل.

فوټسال لوبه فوټبال ته ورته لوبه ده، چي د فوټبال سره یې تر ډېره فرق په لوبغالي او د لوبغاړو په شمېر کي دئ.