د افغانستان او انګلستان کريکټ لوبډلو پرتله

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: مدثر دعوت
نن ماسپښين ۰۲:۰۰ بجې افغانستان د کوربه هيواد انګلستان سره لوبه لري.
افغان لوبډلي تر اوسه په نړيوال جام کي ۴ لوبي کړي او بايللي يې دي خو انګلستان په ۴ لوبو کي يوه بايللې.
نن افغان ولسمشر هم د افغانستان او انګلستان د لوبي د نيږدې کتلو لپاره منچسټر ته ځي.
FB IMG 1560790113288 د افغانستان او انګلستان کريکټ لوبډلو پرتله
ولسمشر غني چي په رسمي بلنه انګلستان ته د لوړ پوړو دولتي چارواکو سره تللی تر یولړ رسمي ليدنو کتنو تر څنګ د لنډ وخت لپاره لوبه هم ګوري.
ولسمشر به تر لوبي وړاندي د ملي لوبډلي سره وګوري،ګلبدین نائب هم د ولمشر په ورتګ خوښي ښودلې او وياړي چي ولسمشر يې په دومره لوی ټورنمينټ کي د ملاتړ په موخه ورځي.
په روان نړيوال جام کي افغانستان تر دې مهاله هيڅ ښه لوبه نده کړې پداسي حال کي چي د يوې منډي لپاره يې هم ۴ ويکټي له لاسه ورکړي.
په هرصورت،راځئ پوه سو چي افغان او انګلینډۍ لوبډله کوم قوي او کمزوري پوينټونه لري.
د لوبډلو مقايسه:
20190616 103751 1 د افغانستان او انګلستان کريکټ لوبډلو پرتله
افغانستان او انګلستان ۳ ځلي په نړيوال کريکټ کي سره مخ سويدي،خو په ټولو کي انګلستان بريا خپله کړې.
په ۲۰۱۲ز کال نړيوال جام کي انګلستان ۱۹۷ هدف افغانستان ته وټاکی خو افغان لوبډله په ۸۰ منډو کي وسوځيده.
په ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کي انګلستان وکولای سوله چي په ۹ ويکټو افغانستان ته ماته ورکړي.
په ۲۰۱۶ز کال شل اووريز نړيوال جام کي انګلستان په ۷ ويکټو افغانستان ته ۱۴۳ منډي هدف وټاکی خو افغان لوبغاړو ونسوای کولای چي یاد هدف ته ځان ورسوي،د ۱۶ منډو په توپير يې لوبه بايلوله.
افغان لوبډله نده توانيدلې چي په روان نړیوال جام کي حد اقل په يوه لوبه کي هم ۵۰ اوورونه هم ولوبوي.
i 7 د افغانستان او انګلستان کريکټ لوبډلو پرتله
دا دويم ځل دی چي افغان لوبډله ۴ پرلپسې لوبي بايلي،خو تر اوسه يې ۵ پرلپسې ندي بايللي.
افغانستان په نړيوال جام کي د ۲۰۱۵ز کال نړیوال جام راهيسي پرلپسې ۷ لوبي بايللي.
انګلستان خپلي ۸ لوبي چي د منچسټر ښار په ولډ ټرافورډ لوبغالي کي يې د ۲۰۰۷ز کال راهيسي ترسره کړي،ګټلي يې دي،۲ ځلي په همدې لوبغالي کي يې د اسټراليا په وړاندي ماته خوړلې.
پر لومړۍ او شپږمه ويکټه ملګرتيا کي افغان لوبډلي ۲۹۰ منډي کړي،۳ ځلي يې تر ۵۰ ډير مڼډي ملګرتيا کړې خو پاته ټولو ۸ ويکټو ۳۶۶ منډي کړي او د يوې نيمه سليزي ملګرتيا يې کړې.
معين علي د ولډ ترافورډ په لوبغالي کي په ۱۳.۵ اوسط سره توپ اچوونه کړې.
نوموړي په ۲۴.۴ اوورونو کي ۸ ويکټي اخيستي.
په ۲۰۱۹ز کال کي د راشدخان د توپ اچووني اوسط ۳۲.۳ دی چي دا د راشد تر ټولو کمزوری اوسط دی.
نوموړي د سږکال په ۹ لوبو کي ۱۰ ويکټي ترلاسه کړي.
FB IMG 1560612753762 1 د افغانستان او انګلستان کريکټ لوبډلو پرتله
جوزبټلر په منچسټر کي په ۲ يو ورځنيو لوبو کي ۱۸۵ منډي کړي.
۷۵ منډي يې په ۲۰۱۳ز کال کي د اسټراليا په وړاندي وکړې خو لوبه انګلستان وبايلله.
همدارنګه ۱۱۰ منډي يې تيرکال د اسټراليا په وړاندي وکړې ،لوبه انګلستان په يوه ويکټه وګټله.
نجيب الله ځدران په روان ۲۰۱۹ز کال کي په ۸ يو ورځنيو لوبو کي ۲۹۱ منډي په ۵۸.۲۰ اوسط سره کړي،يوه سليزه او ۲ نيمه سليزي يې ووهلې.
دا منډي هغه مهال نجیب کړي چي پر ۷م ډاون لوبي ته راکښته سوی.
نجيب ځدران په روان نړيوال جام کي ۹۸ منډي کړي ،چي تر اوسه بل افغان توپوهونکي دومره اندازه منډي ندي کړي،خو په تيره لوبه کي د سويلي افریقا په وړاندي نه وو اخيستل سوی.
دهوا حالت:
FB IMG 1560790384753 د افغانستان او انګلستان کريکټ لوبډلو پرتله
د نن په لوبه کي د لږ باران امکان سته،وريځ او باد به د ټولي لوبي پر مهال وي.
د لوبغاړو او مينوالو لپاره تر ټولو ښه خبر دادی چي لوبه تر وروستيو شيبو ترسره کيږي.
د پيچ په اړه:
FB IMG 1560581788228 د افغانستان او انګلستان کريکټ لوبډلو پرتله
د هند او پاکستان لوبه هم پر همدې لوبغالي وه.
د نن لوبي لپاره پپچ د توپوهني لپاره جوړ دی،خو سپينران هم پرې ښه پايله ورکولای سي.
د محمد نبي او راشدخان د توپ اچووني څخه ډيره تمه سته.