
هسې هم افغان کرکټ لوبډله په پخواني حالت کې نه ده او لوبې یې خورا بې خونده شوي دي، دا چاره ډېره پورې په لوبډله کې په بې اتفاقۍ پورې تړلې بلل کیږي.
ډېری افغان او نړیوال کرکټ شنونکي په دې باور دي، چې لوبډله د زوال پر لور روانه ده.
افغان لوبډلې د نړیوال جام درې لوبې په اسټرالیا، سریلانکا او نیوزیلېنډ بایللې وې، پرون د جون په ۱۵ مه نېټه افغان لوبډلې د نړیوال جام خپله څلورمه لوبه په کارډېف سیمه کې له سویلي افریقا سره ترسره کړه.
ټاس سهیلي افریقا وګاټه او توپ اچونه یې وکړه، افغان لوبډلې بیا هم په توپ وهنه کې پوره ستونزه درلوده ټولې وېکټې یې په ۳۴ اعشاریه یو اوور کې له لاسه ورکړې.
راشدخان تر ټولو زیاتې ۳۵ منډې وکړې.
د سهیلي افریقا لپاره عمران طاهر څلور، اندایل فېلوک وایو دوه او کرېس مورېس درې وېکټې واخېستې.
افریقا په ۲۸ اعشاریه څلورو اورونو کې د یوې وېکټې په نقصان سره هدف پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې په ۹ وېکټو ماته ورکړه.
یوه منډه او د افغانستان څلور وېکټې
افغانستان پسې د ۶۰ او ۷۰ خانه کې منډې د سلېښتو ډنډ په څېر تللي دي، د دې ترمنځ منډو کې هر ځل د افغانستان څلور یا پنځه وېکټې لوېږي، منډې یې درېږي.
نورعلي ځدران بیا تر اوسه له دېرشو خانې نه دی اوښتی، دی هر ځل په ۳۰ او د دې نه پورته په ۳۱ او دوه دېرشو منډو کې سوځېږي.
افغان لوبډلې د افریقا خلاف لوبه کې په ۶۹ منډو دوه وېکټې لاسه ورکړې وې؛ خو چې کله منډې اویا کېدې، زمونږ وېکټې شپږو ته ورسېدې او په یوه منډه مو څلور وېکټې له لاسه ورکړې.
حشمت الله شهیدي، ورپسې اصغر افغان، بیا ګلبدین نایب او محمدنبي عیسی خېل هغه لوبغاړي وو، چې په پرله پسې ډول په یوه منډه وسوځېدل، له ۶۹ منډو تر اویا منډو مونږ ۴ وېکټې له لاسه ورکړې.
په یوه منډه څلور وېکټې له لاسه ورکول، د نړۍ د کرکټ په تاریخ کې د لوبې په منځنۍ برخه کې د توپ وهونکو سوځېدل تر ټولو بده سوځېدنه ده.
که منځنۍ برخه کې هر لوبغاړي ۱۵ یا شل منډې کړې وای، نو هدف تر ۲۵۰ رسېده او افریقا بیا هم په اسانۍ نه شو پوره کولای.
مونږ ګورو چې افغان لوبډله د کمزورې توپ وهنې له کبله په پر له پسې ډول لوبې بایلي او لوبغاړي بیا هم عبرت نه اخلي.
د کارډېف سیمه کې سوفیا ګارډېن لوبغاړی د سپېن بالرانو لپاره هیڅ مساعد نه دی؛ خو عمران طاهر پرې د افغان لوبډلې ملا ماته کړه، وجه یې څه وه، چې عمران طاهر بریالی شو؟
دا چې پیچ کې د سپېن بالر لپاره هیڅ سوېنګ نه و او بال هیڅ ټرن نه کاوه؛ نو عمران طاهر نېغ توپونه ډېر ترسره کول او مخامخ وېکټ ته یې توپ کاوه.
افغان لوبغاړو هیڅ د پښو استعمال یا فوټ ورک نه کاوه، د قدمونو استعمال یې نه کاوه او بالاخره دوی وېکټې هم له لاسه ورکړې.
نورعلي ځدران په نېغ یا سیده توپ بولډ شو، که دې توپ پسې نورعلي لږ د قدمونو کارونه کړې وای، توپ یې لوبولی شو؛ خو داسې یې ونه کړل او وېکټ یې له لاسه ورکړه، اصغر افغان په سیده توپ اوټ شو، هیڅ سوېنګ دې توپونو کې نه و، کله چې سپېن بالېنګ کې سوېنګ نه وي، بيا په خورا اسانۍ سره لوبېدای شي، خو لږ فوټ ورک یا د پښو کارول پکار دي؛ نو افغان لوبغاړو بیخي فوټ ورک نه کاوه همغه و، چې د عمران طاهر اسانه توپونه پرې غالب شول او دوی یې مغلوب کړل.
افغانستان د جون په ۲۲ مه نېټه د شنبې په ورځ له هندوستان سره لوبه لري، دا لوبه د افغانستان پر وخت ماسپښین دوه بجې ده.
که افغان لوبغاړي همداسې توپ وهنه وکړي؛ نو لوبډله به دا ځل ښایي دېرش اورونه هم ونه شي لوبولای.