
ليکنه: مدثر دعوت
نن مازديګر ۰۵:۰۰ بجې د افغانستان او سويلي افريقا لوبه ده.
افغان او سويلي افریقا يوازنۍ هغه کريکټ لوبډلي دي چي په روان نړيوال جام کي يې هيڅ لوبه نده ګټلې .
سويلي افريقا ۴ لوبي کړي، ۳ يې بايللي او يوه يې بې نتيجې پايته رسيدلې خو بيايې هم يوه نومره ترلاسه کړې.
خو افغانستان بيا ۳ لوبي کړي او ۳ واړه يې بايللي دي.
نن به دواړي لوبډلي هڅه کوي چي خپله لومړۍ بريا ترلاسه کړي.
دا به لومړی ځل وي چي سويلي افریقا او افغانستان به په يو ورځنۍ لوبه کي سره مخ کيږي.
تر اوسه پوري افغانستان يوځل ۴ پرلپسې يو ورځنۍ لوبي بايللي دي.
افغانستان په ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کي ۳ پرلپسې لوبي وبايللې او تر جام وروسته يې زيمبابوې ته هم يوه لوبه وبايلله.
خو نن به وګورو چي افغانستان به د دويم ځل لپاره پرلپسې څلورمه لوبه بايلوي که به سويلي افريقا ته ماته ورکړي.
سويلي افریقا او افغانستان ۲ ځلي د يو بل سره مخ سويدي،دواړي نړيوالي شل اووريزي لوبي وې.
لومړی ځل په ۲۰۱۰ز کال کي چي سويلي افريقا د ۵۹ منډو په توپير وګټله.
او دويم ځل په ۲۰۱۶ز کال نړيوال جام کي چي هماغه لوبه هم سويلي افريقا د ۳۷ منډو په توپير وګټله.
ډيويډ ميلر يوازي ۹ منډو ته اړتيا لري چي د ۱۷م سويلي افريقايي لوبغاړي په حيث په يو ورځنيو لوبو کي ۳۰۰۰منډي پوره کړي.
هاشم املا په تيرو ۳ لوبو کي يوازي ۲۵ منډي کړي.
هاشم املا په ۱۷۴ لوبو کي ۷۹۳۵ منډي کړي،په راتلونکي لوبي کي ۶۵ منډو ته اړتيا لري چي په يو ورځنيو لوبو کي تيزي ۸۰۰۰منډي پوره کړي.
ويرات کهولي په ۱۷۵ لوبو کي ۸۰۰۰ منډي کړي.
د پيچ په اړه:
د کارديف لوبغالي پيچ چي پدې نړيوال جام کي ورباندي په يوه لوبه کي ۳۸۶ منډي سوي،د توپوهني لپاره مساعد دی.
تر دې مهاله دومره منډي د نړيوال جام په هيڅ لوبغالي کي ندي سوي.
توپ اچوونکي به تر ډيره ښه لوبه ونه سي کړاي، خو که باران وسي د تيزو توپ اچوونکو لپاره به ښه موقع وي.
د هوا په اړه:
د نن لوبي پر وخت د باران ډير امکان سته،شايد د لوبي اوورونه کم سي خو لوبه بې پايلي کيږي نه.