په خوست کې د کریکټ ستره اختریزه میله پای ته ورسیده

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

راپور: بهار سمسور
د کوچني اختر په دوهمه ورځ د خوست ولایت د ګربزو سرحدي ولسوالۍ اړوند فرضي کرښې ته څېرمه د کریکټ په زړه پورې سیالۍ د ۲۷ لوبډلو تر منځ پیل شوې وې، چې پرون یې پای لوبه د د دلپوریو او ګربز نري کلي د کریکټ لوبډلو تر منځ تر سره شوه.
received_431811734321082.jpeg
د دغې مهمې لوبې لومړۍ توپ وهنه د ګربزو لوبډلې وکړه او په ټاکلو لس اورونو کې یې د دلپوریو لوبډلې ته ۱۴۰ منډې هدف ورکړ.
دا هدف مقابلې لوبډلې پوره کړ او د دغه اختریز ټورنمېنټ اتلوالي یې وګټله.
FB_IMG_1560533405473.jpg
یاد ټورنمېنټ او اختریزه میله کم و زیات ۱۳ کاله تاریخچه لري او هر اختر تر سره کیږي چې پکې د خوست او لویې پکتیا اړوند له کوزې پښتونخوا څخه هم پکې ځینې لوبډلې ګډون کوي.
پای لوبې ته شا او خوا ۱۲۰۰۰ کریکټ مینوال راغلي و او د دغې په زړه پورې او له شپږیزو څلوریزو ډکې پای لوبې ننداره یې وکړه.
FB_IMG_1560533385863.jpg
ددې ټورنمېنټ جوړونکي نیازولي مشوال یاران ډاټ کام ته وویل، دوی هڅه کوي تر څو د کریکټ لوبې او دې اختریزې میلې پر مټ ځوانان په یو ټغر راټول کړي.
نوموړي له یاران مننه وکړ چې د دې ټورنمېنټ جوړولو او لوبو ته یې انعکاس ورکړ.