لیکنه:بهار سمسور
وارنر چې کم زیات یو کال یې د اسټرالیا د کریکټ لوبډلې ملي لباس پر تن نه کړ، او د نړیوالې شورا د قوانینو د ماتولو او توپ خرابولو په قضیه کې ګرم پیژندل شوی و؛ خو بېرته نړیوال کریکټ ته په راستنیدو یې خپل مینوال پوره خوښ ساتلي او بهترین کریکټ یې پیل کړی دی.
نوموړي په روان نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د افغانستان خلاف تر سره کړه او د لوبې له پیل تر پای په میدان کې پاتې شو، چې په دې توګه د افغانستان خلاف د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو. ده که د افغانستان خلاف یې سلیزه پوره نه شوی کړای د پاکستان خلاف یې بهترین اننګز وکړ او سلیزه یې تر لاسه کړه.
دا یوازې سلیزه نه بلکې د پاکستاني قوي بالېنګ سایډ خلاف د وارنر په سلیزو کې سره زر سلیزه او د روان نړیوال جام قوي سلیزه حسابیږي.
وارنر په دغه لوبه کې د پاکستان خلاف په ۱۱۱ توپونو د یوې شپږیزې او ۱۱ څلوریزو پر مټ ۱۰۷ منډې جوړې کړې ؛چې ۱۶۱ دقیقې پر ویشتنځای پاتې شو، او د اسټرالیا په هدف لوړولو ۳۰۷ منډو کې یې مهم کردار ادا کړ.
په دغه لوبه کې محمد عامر ۵ اسټرالیايي لوبغاړي وسوځول خو توپ وهونکو یې ناځواني وکړه او پاکستان لوبه بایلوده.
د دغې سلیزې او د لوبې اسټرالیا په ګټه تر پای ته رسیدو وروسته وارنر د بونډرۍ په لمن کې په نندارچیانو وګرځیده؛ لاسونه یې ورکړل او د دغې لوبې جایزه یې هغه دوه اسټرالیاوي ماشومانو ته ډالۍ کړه چې د ده لوبې ته ناست ول.
خو په پریزینټېشن کې وارنر وویل :
«دا سلیزه مې خپلې میرمنې ته ډالۍ کوم،هغې زما په ژوند او کریکټ کې مثبت رول لوبولی؛چې زما کریکټ ته بېرته راتګ د دې له برکته دی. هغه یوه غښتلې څوک ده،هغې او ماشومانو مې ماته بیخي مرال راکړ؛خاص کر وروستیو ۱۲ اونیو کې دوی زه پوره تشویق/تقویه کړم او دا دی نن ځلېږم.»
دا د وارنر د یوه ورځینیو لوبو د کریکټ ۱۵ خو د پاکستان خلاف دریمه سلیزه ده چې تر لاسه کوي یې.
وارنر په چپ لاس باندې توپ وهنه کوي او د ټاپ ارډر (پیلیز )توپ وهونکی دی.
نوموړي د اسټرالیا لپاره په ۷۴ ټېسټ (پینځه ورځینۍ) لوبو کې ۶۳۶۳ مجموعي منډې د ۲۱ سلیزو او ۲۹ نیمه سلیزو پر مټ په یوه لوبه کې له ۲۵۳ منډو سره درج کړي دي.
دا شکل یې په ۱۱۰ یوه ورځینیو لوبو کې ۴۵۹۸ مجموعي منډې د ۱۵ سلیزو او ۱۹ نیمه سلیزو سره یو ځای چې په یو اننګز کې یې زیاتې منډې ۱۷۹ دي ثبت کړي دي.
ډیوېډ وارنر بیا په شل اوریز فارمټ ۷۰ لوبو کې ۱۷۹۲ رنزونو ۱۳ نیمه سلیزو او ۹۰ نه سوځیدلو زیاتو منډو سره ۲۶،۷۴ سټرایک رېټ هم ثبت لري.
په روان نړیوال جام کې د اسټرالیا مخکې تګ/لوبې ګټل د وارنر ښه لوبیدلو پورې تړاو لري او کولی شي چې په نړیوال جام کې دا لوبغاړی خپله لوبډله له مهمو پړاونو په بري سره تېره کړي.