تر کريکټ پريښودو وروسته به حميدحسن څه کوي؟!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
د افغانستان د کريکټ د تاريخ نه تکراريدونکی لوبغاړی حميدحسن له يو ورځني کريکټ څخه مخه ښه کوي.
حميدحسن چي اوسمهال په نړيوال جام کي لوبيږي،پريکړه يې کړې چي تر دې ټورنمينټ وروسته به نور پنځوس اووريزي لوبي نکوي.
skysports hamid hassan afghanistan 4647253 1 تر کريکټ پريښودو وروسته به حميدحسن څه کوي؟!
حميد په يوې نوې مرکه کي ويلي چي په عموم کي کريکټ نه پريږدم،شل اووريزي لوبي به کوم او هڅه به کوم چي کمينټري هم وکړم.
حميدحسن چي تر اوسه يې د نړيوال جام په ۳ لوبو کي يې يوه ويکټه ترلاسه کړې وايي چي دا نړيوال جام به زما لپاره يادګاري او وروستی وي.
4300 تر کريکټ پريښودو وروسته به حميدحسن څه کوي؟!
دی وايي هڅه کوم چي تر نړيوال جام وروسته د ۲ کلونو لپاره شل اووريز کريکټ وکړم،که مي نه سوای کولای نو بيابه ټول کريکټ پريږدم.
حميد وايي د راتلونکي لپاره مي جدي پلان ندی نيولی خو چي هرڅه وي د کريکټ څخه نه ځم،يا به کوچ دنده په مخ وړم،يابه د بورډ په اداره او يا به هم کمينټري کومه.
20190613 222851 تر کريکټ پريښودو وروسته به حميدحسن څه کوي؟!
خو دا پلان به هغه وخت زه جاري کومه چي په مجموع کي کريکټ ته د خدای په امانی ووایم.
حميدحسن وايي موږ هڅه کوو چي په نړيوال جام څو لوبډلو ته ماته ورکړو.