ولسمشر غني د افغان لوبډلي د ملاتړ په موخه انګلستان ته ځي.

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
افغان ولسمشر انګلستان ته د افغان ملي لوبډلي د لوبي د کتلو لپاره ځي.
د ارګ ماڼۍ څخه سرچينې خبر ورکوي چي افغان ولسمشر محمد اشرف غني به په رسمي سفر انګلستان ته ولاړسي او هلته به د افغانستان او انګلستان لوبه هم له نيږدې ننداره کړي.
ټاکل سوې افغان ولسمشر به د انګلستان له لومړۍ وزيري تريزامې او ځينو وزارتونو له وزيرانو سره هم وګوري.
تر ليدنو کتنو وروسته به محمداشرف غني د منچسټر د اولډ ټرافورډ لوبغالي ته ځي او هلته به د افغانستان او انګلستان لوبه د نيږدې ننداره کړي.
images 2019 06 12T194328.860 ولسمشر غني د افغان لوبډلي د ملاتړ په موخه انګلستان ته ځي.
د نړيوال جام په لړ کي افغانستان د انګلستان سره راتلونکې سه شنبه د جون مياشتي په ۱۸مه نيټه خپله پنځمه لوبه ترسره کوي،چي تر اوسه پوري افغان لوبډلي خپلي درې واړه ترسره سوي لوبي بايللي.
تر دې وړاندي افغان ولسمشر په نړيوالو لوبو کي د ملي لوبډلي د ملاتړ په موخه لوبغالو ته تللی خو په دومره لوړه سطحه لوبو کي يې تر اوسه ګډون ندی کړی.
د ولسمشر غني دا سفر به د لوبي کتلو ترڅنګ لوبډلي ته قوي مرال ورکړي.
20190612 194725 ولسمشر غني د افغان لوبډلي د ملاتړ په موخه انګلستان ته ځي.
د کريکټ ملي لوبډله چي په وروستيو کي د تغيراتو،د لوبغاړو د شکايتونو او ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان ده د يوښه بيرته راتګ خبر يې ورکړی.
د انګستان سره تر لوبي وړاندي افغان لوبډله سويلي افريقا سره د رارواني شنبې په ورځ لوبه کوي.
تر اوسه سويلي افریقا او افغانستان د نړيوال جام په لړ کي هيڅ لوبه نده ګټلې.