نړیوال جام؛ شیکردهون د ټپ له امله ۳ اونۍ له لوبډلي بهر سو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

لیکنه : عبدالله عادل
هند په نړیوال جام کي خپله دوهمه لوبه د تیري یکشنبې په ورځ د اسټرالیا خلاف ترسره کړه ، لوبه د هند په بریا پای ته ورسېده په لوبه کي دهون ښه توپ وهنه ترسره کړه خو ډګرساتنه یې ترسره نکړه.
هند نړیوال جام د افریقا خلاف په بریا سره پیل کړ وروسته یې په دوهمه لوبه کي اسټرالیا ته هم ماته ورکړه او د هند راتلونکې لوبه د جام د مخکښي لوبډلي نیوزیلاند پر وړاندي د جون پر ۱۳مه نېټه ترسره کیږي .
خو د هند لوبدلي په سترو سېالیو نړیوال جام کي د نیوزیلانډ خلاف تر یوې مهمي لوبي مخکي خپل پياوړی اُپنر لوبغاړی شیکردهون د دریو اونیو لپاره له لاسه ورکړ دهون د اسټرالیا خلاف د هند په تېره لوبه کي د چټک توپ اچوونکي کمینس په توپ پر ګوته ولګېډ چي همدا یې د ټپي کېدو لامل سوه ، په هغه لوبه کي دهون د ۱۰۹ توپونو په مټ ۱۱۷ منډي جوړي کړې چي پکښي ۱۶ څلوریزي شاملي وي او د همدغو منډو په مټ هند د اسټرالیا خلاف په لومړي انننګز کي ۳۵۲ منډي جوړي کړې.
د لوبي په دوهم انننګز کي هغه ډګرساتني ته راستون نسو او پر ځای یې الراونډر جدیجا ډګرساتنه ترسره کړه تر لوبي وروسته د لوبډلي ډاګټر پټریک فارهرټ د هغه د خوږ او نه لوبېدو په اړه خبر ورکړ.

په پيل کي کوهلي او لوبدلي یې داسي فکر کاوه چي د شیکر خوږ به ژر جوړ او بیرته به لوبډلي ته راوګرځي ، مګر خبره داسي نه وه او شیکر د ۳ اونیو لپاره له لوبېدو څخه منع سو.
په څو مهمو لوبو کي د شیکردهون نشتون به د هند لپاره ستر سرخوږی واوسي ځکه د اسټرالیا خلاف د هغه یو بهترینه سلیزه هغه څه وه چي دده څخه د ښو لوبو توقع یې نوره هم زیاته کړه.
دا مهال به د هند لوبډله د هغه د ځایناستي په اړه فکر کوي ځکه چي د هغه پوزیشن یو مهم پوزیشن دی تر ډېره داسي ښکاري چي د نوموړي پر ځای به لوکېش راهول د روحیت شرما سره اُپنینګ ترسره کړي خو دا به وخت جواب کړي چي راهول او که بل لوبغاړی په راتلونکو څو لوبو کي د هغه ځایناستی جوړیږي.