څلور هغه لوبډلې چې د نړیوال جام هیڅ یوه لوبه یې نه ده ګټلې؛ پنځمه به څوک وي؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د کریکټ نړیوال جام یو معتبر نوم دی؛ داسې چې هم په مادی او هم په معنوي لحاظ د هرې ملی لوبډلې او اړوند هېواد لپاره مهم پړاو حسابیږي.تر نورو ټورنمېنټونو،سیریزونو یا هم تجاراتي لیګونو د کریکټ نړیوال جام په دې هم دروند یادیږي چې د کریکټ نړیواله شورا ورته زیاته خواري کوي او د هر پلوه پرې پانګونه هم زیاته کیږي.
د دې نړیوال ټورنمېنټ د مالي ګټې ور هاخوا معنوي ارزښت په دې کې دی چې د لکونو یا ملیاردونه ډالرو د ګټې تر څنګ د پای لوبې ګټونکي لوبډله په بشپړه مانا قوي او غښتلې هم یادیږي.
هره لوبډله چې په نړیوال جام کې شامیلیږي اوسني وخت کې دا کار اسان نه دی او راتلونکي حالتونه خو یې تر دې لا ډېر سخت کیدای شي.
اوس به هغه څلور لوبډلې چې په تېر نړیوال جامونو کې یې ګډون کړی ،خو هیڅ بریا یې نه ده تر لاسه کړې درته په ګوته کړؤ.

۱: سکاټلېنډ
دا هغه لوبډله ده چې تر نورو یې زیات په نړیوال جام کې لوبې تر سره کړي دي؛ ولې هیڅ یوه لوبه یې ونه ګټله.
سکاټلېنډ له ۱۹۹۹ بیا تر ۲۰۱۵ کال پورې نړیوال جامونو کې۱۴ لوبې وکړې، خو د هیڅ بریا څکه یې ونه کړه.
۲۰۱۵ کال نړیوال جام کې سکاټلېنډ افغانستان سخت ایثار کړی و او لوبه یې په ګټه روانه وه،خو افغانستان په دغه لوبه کې بری خپل کړ.
سکاټلېنډ په یوه ورځینیو لوبو کې د انګلستان غوندې لوبډله هم ماته کړې ده،خو دا به ۲۰۲۳ کال ته پرېدو چې سکاټلېنډ به کوالیفایډ شي کنه؟
او هم به بیا په نړیوال جام کې خپل د ماتو ریکارډ مات کړي او کنه.

۲: افریقایی هېواد نمیبیا
نیمبیا چې یو وخت د کریکټ په نړۍ کې غښتلی نوم و اوس شاید له خلکو هېر هم وي.
نمیبیا د ۲۰۰۳ کال نړیوال جام غړی ټیم و،اما د اسټرالیا،انګلستان، پاکستان او هم زیمباوبې سره یې زور وواهه؛خو ګټه یې ونه کړه.
دغې لوبډلې د اسټرالیا خلاف لوبه کې په ۲۵۶ منډو توپیر ماتې وخوړه.
او د هندوستان خلاف یې بیا د سچن تنډولکر د سلیزې ځواب په لس واړو ویکټو هم ور نه شو کړای.

۳: برموډا
دغې لوبډلې د ۲۰۰۷ کال نړیوال جام کې ځان شامل کړی و،خو څنګه چې تش لاس نړیوال جام ته شامله شوې وه، همداسې تش لاس رخصت هم شول.
برموډا د دغه نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې د سریلنکا خلاف په غټ ۲۴۳ منډو توپیر ماتې ومنله.
د هندوستان خلاف یې د وریندر سهواګ د سلیزې خلاف ماتې وخوړه.
خو دریمه لوبه چې په خپل ګروپ کې یې د بنګلادېش خلاف تر سره کړه،که دغه لوبه برموډا ګټلې وی نو هندوستان به دوهم پړاو ته تللی وی؛ چې په همدې وجه هندوانو برموډا ته دوعاګانې هم کولې؛لیکن بنګلادېش په ۷ ویکټو برموډا ته ماتې ورکړه چې په دې توګه برموډا او هندوستان په یوه بیړۍ کې له نړیوال جام رخصت شول.

۴:ختیځه افریقا
دغه لوبډله په همدې نوم یادیده لکه اوس چې جنوبي افریقا یادیږي،دا وخت په ټوله افریقا کې نظامي او د ځمکني حریم پر سر شخړې او ستونزې وې.
د ختیځې افریقا په نوم دغه لوبډله په کال ۱۹۷۵ نړیوال جام کې شامله کریکټ لوبډله وه.
دا لوبډله په اې ګروپ کې د هند انګلستان او نیوزلېنډ سره وه.
دغې لوبډلې یو په بل پسې دریو واړو خپل د ګروپ سیالانو ته ماتې ومنلې او تش لاس ختیځې افریقې ته ستانه شول؛چې بیا د ځینو ستونزو له امله د کریکټ نړیوالې شورا په کال ۱۹۸۹ کې پرې بندیز پورې کړ او ځای یې د کنیا په نوم لوبډله یادیږي.
تخنیکي شا لید:
ولې دغو لوبډلو په نړیوالو جامونو کې داسې کمزورې لوبې کړي دي؟
د کریکټ نړیوال جام یو غټ نوم دی او غټ پلان غواړي،په دغه نړیوال جامونو کې ګډونکونکي لوبډلې باید چې قوي پلان او قوي منیجمېنټ ولري.
ځکه نړیوال جام ته یوازې شمولیت نه دی بلکې سمه لوبه کول اړین دي.
دا چې افغانستان په لومړی ځل ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کې چې هغه وخت یې لکه د پورته لوبډلو دوهمه درجه حیثیت درلوده خو د بایللو سره،سره یې دا هم تاریخ ته ولیکل چې سکاټلېنډ یې مات کړ؛اما ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې چې افغانستان لوبیږي،بشپړ غړی هېواد هم دی؛ او لوبې یې د اندیښنې وړ دي، که یې د ماتو لړۍ همداسې روانه وي نو لرې نه ده چې افغانستان د پنځمې لوبډلې په توګه په نړیوال جام لوبو کې د پرله پسې ماتو ریکارډ ثبت کړي.