
ليکنه: مدثر دعوت
محمدشهزاد وروسته ترهغې پر کريکټ بورډ د فساد تور ولګوی کله چي نوموړی د ناروغی په بهانه افغانستان ته راوليږل سو.
محمدشهزاد له رسنيو سره په خبرو کي وويل چي روغ جوړ دی، يوازي ډاکتر ورته د لنډي مودې لپاره ارام ورکړی وو خو لوبډلمشر او بورډ مشر ورسره غيرمسلکي سلوک وکړ.
شهزاد وايي د افغانستان کريکټ اوس په ډير بد حالت کي دی، او لابه هم خراب سي،د لوبډلمشر بې وخته تبديلول او د خودخواه انسان په لاس مشري ورکول به کريکټ تباه او برباد کړي.
خو د افغانستان د کريکټ بورډ مشر عزيز الله فضلي وايي محمدشهزاد ناروغ دی او يوازي د خپلو شخصي ګټو په خاطر پر کريکټ بورډ تورونه لګوي.
نوموړی وايي تر نړيوال جام مخکي هم شهزاد جوړ نه وو خو موقع ورکړل سوه،خو ښه هم وځليدی.
دی وايي شهزاد په نړيوال جام کي ټولو افغانانو وليدی چي د پاکستان په وړاندي لوبه کي بهر ووتی او لوبه يې نسول ترسره کولای خو خوشبختانه لوبه افغانستان وګټل.
کله چي موږ ډاکتر ته بوتی هغه يې اکسرې وکړله په نتيجه د شهزاد د زنګون اوبه کمي سوي وې،نو ځکه ډاکتر ورته استراحت ورکړ،موږ د شهزاد د روغتيايي حالت راپور د کريکټ نړيوالي شورا ته واستوی،تخنيکي کميټې راسره ومنله، ترهغې وروسته موږ مجبور سولو چي احتياطي لوبغاړي ته د محمد شهزاد پرځای موقع ورکړو.
د بورډ مشر وايي موږ د انګلستان ډاکتر ته شهزاد د معاينې لپاره بيولی، د کارته نو او کوټه سنګي درملتون ته مو ندی بيولی.
نوموړی وايي هغه فزيو ټراپیسټ چي د شهزاد معاينه يې کړې ترټولو نيږدې دده دوست دی، ځکه دوی دواړه يوځای په پاکستان کي اوسيږي.
فضلي وايي ترهرڅه وړاندي عقل او منطق موږ ته دا اجازه نه راکوي چي هغه لوبغاړی کوم چي په تمريناتي کمپونو کي راسره لوبيدلی وي،په ۱۵ کسيزه لوبډله کي يې اعلان سوي وي او کريکټ بورډ ورباندي سرمايه ګذاري کړې وي بيايې په يوې بهانه د ملي لوبډلي څخه ليري کوي،موږ د شهزاد په اړه هيڅ تيروتنه نده کړې.
د کريکټ بورډ مشر وايي شهزاد د افغانستان د کريکټ لپاره ډيري خوارۍ کښلي چي د هيريدو ندي،خو لوبغاړي هيڅکله د لوبي پرمهال نه وايي چي زه ناروغ يم، ځکه موږ هغه لوبغاړو ته چي لوبه کوي ۳۰۰۰ ډالره ميچ فيس ورکوو او چي لوبه نکوي ۲۰۰۰ ډالره ميچ فیس ورکوو.
فضلي د شهزاد هغه خبري رد کړې کوم چي ويلي يې وه اصغر افغان جوړ دی خو نه يې لوبوي،فضلي وايي کوچ، لوبډلمشر او د غوراوي کميټه سته هغوی دا پريکړه کوي چي کوم لوبغاړی د لوبي کولو لپاره چمتو دی او کوم ندی.
عزيزالله فضلي له ځوانانو ګيله وکړه چي دوی يوازي د يوڅو ورځو لپاره کريکټ کتلی وي خو د ځان څخه يې نړيوال مبصرين جوړ کړي او فکر کوي چي دوی په هرڅه پوهيږي.