ژباړه: عطا محمد میاخېل
درنو میندو او پلرونو! په دې مقاله کې تاسو په ماشوم باندې د چیغې وهلو له زیانونو څخه خبروو. په لږې آرامتیا او حوصلې سره، له بېځایه او ورانونکو چیغې وهلو څخه لاس واخلئ.
په اوسني وخت کې والدین د ماشومانو د ګواښلو لپاره، ډېر کم له بدني سزا څخه کار اخلي او په حقیقت کې د لاس پورته کولو پرځای، خپل غږ اوچتوي، نا خبره له دې چې په چیغو کې ځینې کارول شوې کلمې له بدني زیان څخه هم بدې دي.
اوږد مهالې ستونزې او د حل لنډ مهالې لار
ځینې والدین تل د چیغو وهلو په حال کې دي، ګویا چې ماشومان یې غږ نه اوري. کله چې ماشومان له یو بل سره شخړه او جګړه کوي، خپلې دندې یې نه دي ترسره کړي او والدین اړ شي، چې موضوع څو څو ځله تکرار کړي، داسې چیغې وهي، ته به وایې، چې په ژرنده کې دي.
کله وخت والدین داسې تصور کوي، ماشوم یې د دوی له چیغو سره په دې اندازه عادت شوی، چې د دوی چیغې وانه وري، نو هېڅ کار به ترسره نه کړي.
ولې باید په ماشوم باندې چیغې ونه وهو؟
البته والدین له چیغو وهلو وروسته په سکوت او خاموشۍ کې ډېر بد احساس پیدا کوي او په حقیقت کې دا احساس د هغو والدینو له احساس سره، چې خپل ماشوم یې په لښتو وهلی توپیر نه لري، هغوی هم له لښتې وهلو وروسته پښېمانه کېږي او په همدې شدت سره خواشيني کېږي.
چیغې د لښتې ځای نیسي او د غوسې پرمهال، چې هرڅومره د کلمو شمېر او ډول زیات وي، په هماغه اندازه په ماشوم کې اروایي زیانونه رامنځته کېږي او له بده مرغه دا زیانونه به اوږد مهالي وي. کولای شو په ډاډ سره ووایو، په ډېری نننیو کورنیو کې د غږ لوړېدل یوه طبیعي چاره ده. ښایي نوي په پښو راغلي ماشوم باندې چیغې وهل، چې په خطر کې دی، د دې ناسم چلند پیل وي.
کله چې والدین د ماشوم په وړاندې، په غوسې سره، په هغه باندې چیغې وهي، په بشپړه توګه یې خپل کنټرول له لاسه ورکړی دی او بدې کلمې د هغه په لور ورغورځوي او په رټنې او ګواښ سره د هغه روح نښه کوي، البته ډېره سخته ده، چې د شلم ځل لپاره ماشوم ته ووایئ، چې د نقاشۍ وسایل دې د کوټې له مخ څخه ټول کړه.
د مهربانۍ له مخې زموږ پوښتنې ته ځواب رکړئ.
آیا داسې کله شوي، چې له پلورنځي څخه د پېر ( خرید ) پرمهال دې ته متوجه شوي یاست، چې اخیستل شوي توکي په سمه توګه نه ده بسته بندي شوي او په پلورونکي باندې مو چیغې وهلې وي، چې څومره بې پروا او بې مسؤولیت یاست؟! یا کله چې دې ته مو پام کېږي، چې ښوونکي ستاسو ماشوم ته په سمه توګه ریاضي نه ده ورزده کړې او په هغه باندې مو چیغې وهلې وي، چې حواس دې چېرته دي؟!
که داسې نه وي شوي، نو څنګه ځانته دا اجازه ورکوئ، چې په خپل ماشوم باندې چیغې ووهئ؟ دا چیغې وهل هم په کار ځای او ټولنیز چاپېریال کې د چیغې وهلو په څېر بد کار دی، نو ولې داسې تصور کوو، چې په کور کې چیغې وهل یو سم او مناسب کار دی؟
ځینو والدینو دا مسئله په ښه توګه درک کړې ده او په خپل چلند باندې پام کوي، هغوی یاد ته سپاري که حتی اولاد یې (په ځانګړې توګه د تنکۍ ځوانۍ په عمر کې) ډېر زیات غوسه شوی او چیغې وهي، والدین نباید هغه ته په چیغو سره ځواب ورکړي، بلکې چلند یې باید د اولاد لپاره بېلګه وي، ترڅو په ځان باندې د کنټرول وړتیا ترلاسه کړي.
باید په یاد ولرئ، چې د ماشوم د چلند د سمون لپاره، چیغې وهل یوه سمه او مناسبه تګلاره نه ده، بلکې باید د دې موخې لپاره، یو اوږد مهالی پروګرام جوړ کړئ، که څه هم چیغې وهل کولای شي، د لنډ مهال لپاره، له ماشوم څخه خطر لرې کړي، خو اوږد مهالې منفي اغېزې به یې د جبران وړ نه وي.
که غواړئ خپل ماشوم ته دا ورزده کړئ، چې څنګه جامې واغوندي، اړینه نه ده، چې ووایئ: ( څومره بې لاسه او بې پښو یې ) کله چې په دې کلمو سره په ماشوم باندې برید کوئ، نو په خپل ځان باندې باور او اعتماد یې له منځه وړئ او همدلته ورانی پیلېږي. کله چې یو کلن ماشوم ځینې شیان خولې ته کوي، نباید پرې چیغې ووهئ، هغه د چاپېریال د پېژندنې په حال کې دی. که چېرې تنکی ځوان زوی مو دې ته لېوالتیا نه لري، چې د اوونۍ د وروستیو ورځو رخصتیانې له تاسو سره تېرې کړي، نو درک یې کړئ، ځکه هغه د خپلواکۍ په لټه کې دی، د چیغو او غږ اوچتولو پرځای د خپل ماشوم د ودې او پرمختګ پړاوونه درک کړئ او د ژوند په سمه تګلاره باندې یې پوه کړئ. زده کړه له درنښت او احترام سره، نه له رټنې او کمزوري کولو سره.