
ليکنه: مدثر دعوت
د نړيوال جام د لوبو په لړ کي افغانستان او نیوزلینډ سره مخ سو.
د لوبي پچه نيوزلینډ وګټله او توپ اچوونه يې انتخاب کړه.
افغان لوبغاړي په ۴۱. ۱ اوورنو کي ټول وسوځيده او نیوزلینډ ته يې ۱۷۳ منډي هدف ورکړ.
د افغانستان لپاره حضرت الله ځاځي ۳۴،نورعلي ځدران ۳۱،افتاب عالم ۱۴ او هشمت الله شاهدي ۵۹ منډي وکړې.
د نيوزلينډ لپاره نيشم ۵، پرګیسن ۴ او ګرنډهوم يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د ۱۷۳ هدف په وړاندي نیوزلینډ ښه پيل ونکړ او په لومړي توپ افتاب عالم وتوانيدی چي د ګوپټيل ويکټه ترلاسه کړي.
د نيوزلبنډ لپاره منرو ۲۲،ویلمسن ۷۹ او ټایلر ۴۸ منډي وکړې.
د افغانستان لپاره که څه راشدخان توپ اچوونه ونه کړه خو يوازي افتاب عالم وکولای سوله چي ۳ ويکټي ترلاسه کړي.
لوبه نيوزلینډ په ۳۳م اوور کی په ۷ ويکټو وګټله.
د لوبی غوره لوبغاړی نيشم سو.
افغانستان بله لوبه راتلونکې شنبه د سويلي افریقا سره لري.