
ليکنه: مدثر دعوت
نن د نړيوال جام د لوبو په لړ کي افغانستان خپله دريمه لوبه کوي.
افغانستان به د نيوزلینډ په وړاندي مازديګر ۰۵:۰۰ بجې لوبه پيل کړي.
افغانستان چي تر نړيوال جام مخکي يې ډير ښې لوبي ترسره کړې خو د نړيوال جام په تيرو ۲ لوبو کي د اسټراليا او سريلانکا په وړاندي يې په توپوهنه کي ښکاره ستونزي وې.
هيڅ افغان توپوهونکي په روان نړيوال جام کي په زمه وارئ لوبه نده کړې پداسي حال کي چي تيز توپ اچوونکو يې هم ډيري غلطۍ ترسره کړې.
بد خبر لا داهم دی چي افغان تجربه کاره ويکټ ساتونکی بټسمن محمدشهزاد د نړيوال جام څخه بهر سو.
د افغانستان کريکټ بورډ د مالوماتو پر اساس شهزاد د زنګون د درد له امله نسي کولای چي لوبه ترسره کړي نو ځکه يې پرځای اکرام عليخيل انګلستان ته واستول سو.
نن به د نیوزلینډ په وړاندي افغان لوبډله رحمت شاه د ويکټ ساتونکي په حیث لوبوي او نورعلي ځدران به د حضرت ځاځي سره لوبه پيلوي.
ګلبدین نائب په يوې نوې مرکه کی ويلي چي افغان لوبغاړي باید په افغاني فکر لوبه وکړي او د کومي لوبډلي ترتاثر لاندي رانسي.
خو نيوزلینډ په روان نړيوال جام کي ۲ لوبي کړي دواړي يې ګټلي دي.
افغانستان او نيوزلینډ په تير ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کي چي د نيوزلینډ او اسټراليا په کوربتوب وو سره مخ سويدي،چي هماغه لوبه نیوزلینډ په ۶ ويکټو وګټله.
اوسمهال نيوزلینډ د نړيوال جام د لوبډلو په سر کي ځای لري.
د هوا حالت:
په کوانټي لوبغالي کي د باران ډير امکان نسته خو وريځ به د لوبي ترپايه وي.
د پيچ ريپورټ :
پر دغه پيچ چي وروستۍ يو ورځنۍ لوبه په ۱۹۹۹ز کال کي ترسره سوې ۳۱۵ منډي ورباندي اوسط هدف دی.
هغه لوبډلو چي لومړۍ توپ اچوونه کړې لوبه يې هم ورباندي ګټلې.
په عموم کي دا پيچ د توپوهني لپاره ښه جوړ دی.
د نن لوبغالی:
د ټاونټون ښار کوانټي لوبغالی په ۱۸۸۲ز کال کي جوړ سوی.
لومړۍ يو ورځنۍ لوبه ورباندي په ۱۹۸۳ز او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه ورباندي په ۱۹۹۹ز کال کي ترسره سوې.
اصلاً دا لوبغالی د پړسټ کلاس لوبو لپاره غوره سوی خو په نړيوال جام کي ۳ لوبي پکښې ترسره کيږي،او ۱۲۵۰۰ کسان ځايوي.
نن پدې لوبغالي باران نسته خو وريځ سته.