
ګلبدین نایب د کرکټ نړیوالې شورا سره په یوه مرکه کې ویلي، چې شهزاد محمدي په لباس خونه کې له انرژۍ ډک وي او ښه جوش و خروش کې وي؛ زیاتې ټوکې ټکالې کوي.
نایب ویلي شهزاد محمدي د زنګون له ټپ څخه شکایت کاوه او بالاخره هغه له نړیوال جام څخه بهر شو.
شهزاد محمدي د نړیوال جام په دوه لوبوکې ټولې ۷ منډې وکړې، د اسټرالیا خلاف په صفر او د سریلانکا خلاف په ۷ منډو کېچ شو.
ګلبدین نایب له نیوزیلېنډ سره د لوبې په دُرشل کې ویلي، چې مونږ د نیوزیلېنډ خلاف راشدخان ته د توپ اچونې په برخه کې ډېرې هیلې لرو او باید هغه خپله غوره لوبه نړیوالو ته یو ځل بیا ور وښیي.
نایب ویلي له نیوزیلېنډ سره لوبه کول ستونزمنه ده؛ خو ناممکنه نه ده، کېن ویلیمسن یو ښه لوبغاړی دی، د نړۍ سپېن بالران ډېر ښه لوبوي.
راشدخان تر اوسه په نړیوالو لوبو کې له هغه سره ډېر نه دی مخ شوی؛ خو دواړو په آې پي ایل کې د حېدراباد لپاره لوبه کړې او د تمریناتو پر مهال راشدخان له کېن ویلیمسن سره مخ شوی او دا د راشدخان لپآره هیڅ ستونزمنه نه ده، چې کېن ویلیمسن پر وړاندې ښه توپ اچونه وکړي.
د راشدخان پر وړاندې ودرېدل یوه ستونزه ده، ګلبدین د راشدخان په اړه توضیحات ورکوي هغه وایي، چې راشدخان له نورو توپ اچوونکو سره توپیر لري، مونږ هیڅ نه پوهېږو، چې راشدخان په جال یا نېټ کې د تمریناتو پرمهال څه ډول توپ اچونه کوي، دا ډېره ستونزمنه ده، چې توپ وهونکي دې راشدخان په ښه ډول ولوبوي.
نایب زیاته کړې، زه نن له راشدخان څخه ډېره هیله لرم، چې غوره لوبه به نندارې ته وړاندې کړي.
راشدخان به په ټونټن سیمه کې اغېزناک وي، دا سطحه د راشدخان لپاره مناسبه ده او ښایي چې نیوزیلېنډیان وننګوي.
ګلبدین نایب ویلي، افغان توپ وهونکي باید یواځې توپ ولوبوي او د بالر له نوم څخه پرېشر وانخلي.
ټرینټ بولټ او ماټ هېنري له نیوزیلېنډ سره دوه چټک بالران دي.
ټرېنټ بولټ د نړۍ په یو ورځنیو لوبوکې دوهم بالر دی او ماټ هېنري بیا نړیوال جام کې تر دې دمه تر ټولو زیاتې وېکټې اخېستي دي.
نایب وایي لوبغاړو ته زما لارښوونه دا ده، چې طبیعي لوبه وکړي او هیڅ مصنوعیت ته ورستانه نه شي.
راشدخان او محمدنبي عیسی خېل لا هم د افغانستان د بالېنګ د ملا تیر جوړوي او ډېره تکیه د بالېنګ په برخه کې پر دوی دواړو ده.
خو دا چې نن به راشدخان څومره اغېزناک وي، لوبه یې ګورو.