ګلبدین لوبغاړو ته: د هیواد او بالر له نوم مه ویریږئ، توپ ښه ولوبوئ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

افغان لوبډلمشر ګلبدین نایب ویلي، تاسې د یو بالر یا یو هېواد له نوم سره لوبه مه کوئ، بلکې توپ ښه ولوبوئ.
ګلبدین نایب دا خبره له دې کبله کړې، کله چې کمزورې لوبډلې له لویو لوبډلو سره مخ کېږي، نو لوبغاړي د لویې لوبډلې له نوم یا د لویو لوبغاړو له نوم څخه تر فشار لاندې راځي او بیا په ډاډه زړه لوبه نه شي کولای.
اوس ګلبدین نایب خپلو توپ وهونکو ته ویلي، چې تاسې یواځې توپ ولوبوئ، د لوبغاړي یا لوبډلې له نوم سره لوبه مه کوئ.
دا خبرې ګلبدین نایب وروسته له هغې کړي، چې افغان لوبډلې د ده په لوبډلمشرۍ کې د اسټرالیا خلاف د ۳۰۰ منډو ټارګېټ په ۲۰۸ منډو بدل کړ او د سریلانکا خلاف ۱۸۷ منډو پوره کولو کې پاتې راغله.
افغان اوپنر توپ وهونکو حضرت الله ځاځي او شهزاد محمدي د مېچل سټارک یا اسټرالیا له ( نوم) سره لوبه وکړه او همدا علت و، چې دواړو د پرېشر له امله وېکټې په صفرونو له لاسه ورکړې.
رحمت شاه، نجیب الله او ګلبدین نایب خورا ښه ولوبېدل او ښې ملګرتیاوې یې هم وکړې.
راشدخان په وروستیو کې خورا ډاډه توپ وهنه وکړه، سټاینېس یې په ۲۱ منډو کې پارچه کړ.
لوبغاړی چې کله په لوبه کې پرېشر واخلي ترڅو چې دی له ځانه پرېشر پورته کوي؛ نو وېکټ له لاسه ورکوي او بالاخره لوبډله هم له ستونزو سره مخ کېږي.
کرکټ یوه داسې لوبه ده، چې دې کې د تکړه او کمزورې لوبډلې اټکل سخت دی، ځکه ځېنې وختونه د یوې کمزورې لوبډلې په وسیله یوه ستره لوبډله راپرځيږي.
د پاکستان خلاف د افغان لوبډلې بریا همداسې مثال کېدای شي.
د بنګله دېش په وسیله د افریقا لوبډلې ماتېدل همداسې یو مناسب مثال دی، د ویسټ انډیز له لورې د پاکستانۍ لوبډلې ماتېدل همداسې یو مثال دی او داسې نور ډېر مثالونه لرو.
د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې سکاټلېنډ انګلستان ته ماته ورکړه.
په غوراوي جام سیالیوکې نېپال سکاټلېنډ ته ماته ورکړه او اماراتو بیا زِمبابوې له ماتې سره مخ کړه؛ نو افغان لوبډله دوهم پړاو ته ووته او هلته یې بیا اتلولي یوړه؛ نو کرکټ هم همداسې یوه عجیبه لوبه ده، چې لوبډله له لویدلي حالت څخه ستر مقام ته رسوي او له ستر مقام څخه لوبډلې زوال ته هم بیایي.
ګلبدین نایب وایي زمونږ لوبډله د نړۍ په کچه ښه ستوري لوبغاړي لري او کولای شي، چې افغان لوبډلې ته د جون په ۸ مه نېټه نړیوال جام کې لومړۍ بریا ورکړي.
نن د شنبې په مازیګر پنځه بجې افغان لوبډله له نیوزیلېنډ سره د نړیوال جام ۱۲ مه لوبه کوي.
نجیب الله ځدران او ګلبدین نایب د اسټرالیا خلاف ۸۳ منډې ملګرتیا وکړه؛ خو د سریلانکا خلاف بیا په ۵۷ منډو کې زمونږ ۹ وېکټې ولوېدې، دا توپیر دی، چې مونږ او تاسو یې تجربه کوو.
افغان لوبډلې د لومړۍ بریا ستر چانس له لاسه ورکړ
د سریلانکا خلاف افغان لوبډلې ته پوره موقع وه، چې لومړۍ بریا ثبت کړي؛ خو دا موقع یې له لاسه ورکړه.
اوس د نیوزیلېنډ خلاف فُرصت ګوري؛ خو ډېره پورې به ستونزمنه بریا وي.
bf151 15598989636332 800 ګلبدین لوبغاړو ته: د هیواد او بالر له نوم مه ویریږئ، توپ ښه ولوبوئ
د نومرو په جدول کې نیوزیلېنډ لومړی، اسټرالیا دوهم، سریلانکا دریم، پاکستان څلورم، ویسټ انډیز پنځم، انګلستان شپږم، هندوستان اووم، بنګله دېش اتم، سهیلي افریقا نهم او افغانستان لسم ځای لري.
که افغان لوبډلې سریلانکا ماته کړې وای؛ نو اوس به افغان لوبډله د نومرو په جدول کې دریم وه او یو ځل بیا به افغان لوبغاړي او لوبډله د نړیوالو رسنیو د سرټکي وو؛ خو له بده مرغه افغانستان دا فرصت له لاسه ورکړ او له دریم ځای څخه یې ځای لسم ته ورسېد.
افغان لوبډلې د اسټرالیا خلاف ۳۹ اورونه ولوبول او د سریلانکا خلاف یې ټول ۳۳ اورونه ولوبول، نو که افغان لوبډله بریاوې غواړي باید ۵۰ اورونو لوبول حتمي په ځان لازم وګرځوي او په وېکټ سټی وکړي.
د نیوزیلېنډ او افغان لوبډلې انډول
نیوزیلېنډ د نړیوال جام خپله برخه دوه لوبې له سریلانکا او بنګله دېش څخه ګټلي دي.
افغانستان بیا خپلې دواړه لوبې  بایللي دي.
نو نیوزیلېنډۍ لوبډله د بالېنګ برخه کې افغانستان سره برابره ده؛ خو توپ وهنه کې بیا د دواړو لوبډلو ځمکه او اسمان توپیر لیدل کېږي.
خو یوه خبره شته، که لومړیو کې اوپننګ ۵۰ منډې ملګرتیا وکړي او ورپسې مېډل یا منځنۍ برخه کې افغان توپ وهونکي محمدنبي عیسی خېل، نجیب الله ځدران او ګلبدین نایب ښه لوبه وکړي؛ لرې نه ده، چې نیوزیلېنډ هم مات کړو او یو ځل بیا نړیوال ګوته په غاښ کړو.