
د سه شنبې په ورځ د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د جون په څلورمه نېټه افغان شنه زمریان د انګلستان په سوفیا ګارډېن لوبغالي کې د سیالۍ ډګر ته ښکته شول.
دا لوبه د ویلز سیمې په کارډیف ساحه کې ترسره شوه.
افغان لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپ اچونه وکړه؛ سریلانکا لپآره اوپنر توپ وهونکي کوسال پرېرا مناسبه لوبه وکړه، هغه په ۸۱ توپونو ۷۸ منډې وکړې او اته څلوریزې یې ووهلې.
کوسال پرېرا د راشدخان د توپ ښکار شو او محمد شهزاد کېچ کړ.
په ۳۳ اورونوکې سریلانکا ۱۷۸ منډې کړي او ۸ لوبغاړي یې وسوځېدل.
شدید باران د لوبغالي پرمخ اوبه ډنډ کړې، مېدان په ترپالونو وپوښل شو؛ دې لوبه کې د افغان لوبډلې د بریا چانس زیات و، ځکه سریلانکا تر ۲۰۰ منډو پورې رسېدای شوه او افغان لوبډلې بیا ترې پوره کولای هم شول.
خو باران لوبه کې مداخله وکړه، د لوبې مبصرین وایي که باران ودرېږي، افغان لوبډلې ته به د ۱۷۵ منډو څخه نیولې ۲۱۰ منډو هدف ورکړل شي او افغانستان مجبور دی، چې دا هدف بیا په ۳۰ اورونوکې پوره کړي.
نو سریلانکا د اورښت پایښت او ورېدو ته خوښه ده.
انګلستانیان او د افغان لوبډلې مینوال کېدل
کله چې لوبه باران وځنډوله؛ نو هلته رسنیو د انګلستان یوې ښځینه وګړې سره، چې د افغانستان بېرغ یې په دواړو اننګیو رسم کړی و، د سکرین مخې ته راغله او وې ویل، زه د افغان لوبډلې مینواله یم.
ځکه چې افغانان ډېر خواري کښ دي، نوې لوبډله ده، لوبغاړي یې په جذبې سره لوبغالي ته راځي او ښه ځلېږي.
دا مېرمن کټرین نومېده او د انګلستان د ویلز سیمې اوسېدونکې وه، دې وویل تاسې پوهېږئ، چې زه نه د افغانستان او نه هم د سریلانکا یم؛ خو افغان لوبډله مې خوښېږي او له افغان لوبډلې ملاتړ کوم.
هغې په افغان لوبغاړو کې محمدنبي عیسی خېل خوښ کړ.
ورپسې یوه کوچنۍ شا او خوا ۷ کلنه ماشومه، چې حیا نومېده او د ننګرهار ولایت اوسېدونکې وه؛ هغې هم د افغانستان لوبډله خوښه کړه او پرمخ یې د افغانستان بېرغونه انځور کړي وو.
په انګلستان هېواد کې د لوبغالي شا او خوا د افغان انجونو له خوا افغاني لباس ننداره لا زیاته کړې وه او د نارینه وو په غاړه بیا هغه جامې وې، چې د افغانستان له بېرغونو جوړې شوې وې، د لباسونو دې انځورونو لوبغالي ته بیله او نااشنا ښکلا وربخښلې وه.
یواځې دا یوه انګلستانۍ نه ده، چې د افغان لوبغاړو مینوال دي، د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ښځینه لوبغاړې ټایلر هم د راشدخان مینواله ده.
هندوستانیان د افغان لوبغاړو مینوال دي او د نړۍ په هر ګوټ کې د افغان لوبغاړو مینوال شته او افغان لوبډله په معنوي لحاظ حمایه کوي.
د لوبې اړخ
که لوبه کې باران نه وای شوای؛ نو افغان لوبډلې به خامخا سریلانکا ګېروله او د لوبې بریا ۹۰ سلنه د افغانستان وه.
سریلانکا ډېره ښه روانه وه، دې لوبډلې تر یوویشتم اوور پورې ډېرې ښې منډې کړې وې، یو لوبغاړی یې سوځېدلی و او ۱۷۰ شا او خوا منډې یې کړې وې، دا یوه وېکټ هم محمدنبي عیسی خېل اخېستې وه.
خو د دوه ویشتم اوور لپاره محمدنبي عیسی خېل یو ځل بیا راغی په یوه اوور کې یې ۳ وېکټې واخېستې او وېکټې څلور شوې، دا څلور واړه وېکټې محمدنبي اخېستې وې.
ورپسې حمید حسن یوه وېکټ واخېسته، بیا حشمت الله شهیدي د شهزاد محمدي سره یو ځای یو لوبغاړی رن اوټ کړ.
نو دا مهال یواځېنی اعتمادي توپ وهونکی کوسال پرېرا و، ورپسې اېسورو اوډانا د دولت ځدران له خوا بولډ شو.
کوسال پرېرا د راشدخان له خوا اوټ کړل شو او دا وخت د سریلانکا د لوېدو اوج راورسېد.
سریلانکا باران خلاصه کړه او د شنبې په ورځ افغانستان له نیوزیلېنډ سره لوبه لري.
دا مونږ ټول منو چې سریلانکا څخه مو لوبه ګټله؛ خو باران؛ له مونږ دا دوه نومرې هم واخېستې او باران مداخله وکړه.