
ليکنه: مدثر دعوت
نن ماسپښين ۰۲:۰۰ بجې د نړيوال جام د لوبو په لړ کي افغانستان او سريلانکا سره مخ کيږي.
د افغانستان او سريلانکا دواړو کريکټ لوبډلو تيره شنبه خپلي لوبي وبايللې.
سريلانکا د نيوزلينډ له لوري په ۱۳۶ منډو کي ټوله لوبډله وسوځيده،خو نيوزلينډ د سريلانکا د ۱۳۷ منډو هدف بيله د کومي ويکټي په زيان په ډيري اسانۍ سره پوره کړ.
افغان لوبډله بيا د اسټراليا په وړاندي چي دواړه اوپنران يې هم په صفر وسوځيدله، په ۲۰۷ منډو کي وسوځيده او ۲۰۸ منډي هدف يې وټاکی.
اسټراليا د افغانستان د ياد هدف په وړاندي په ډيري هوښيارۍ سره لوبه وکړه او د ۳ ويکټو په زيان يې هدف ته ځان ورسوی.
نن هماغه دواړي بايلونکي لوبډلي سره مخ کيږي.
د هوا حالت
د کارډيف په سوپيا ګارډنز لوبغالي کي نن د لوبي کولو لپاره ښه خبر نسته.
د نن لوبي پرمهال ۵۰% د باران امکان سته او ۹۰% وريځ به وي، همدارنګه دا به تعجب اوره نه وي چي لوبه د باران له کبله بې نتيجې سي.
د ويشتن ځای ريپورټ
د سوپيا لوبغالي پيچ باندي تيرځل د سريلانکا ۱۳۷ منډي هدف نيوزلينډ په ۱۶.۱ اوورونو کي پوره کړ.
پر دې لوبغالي په ۲۱ يو ورځنيو لوبو کي هغو لوبډلو چي لومړی يې توپوهنه کړې يوازي ۶ لوبي ګټلي.
که نن هر لوبډلمشر ټاس ګټي نو توپ اچوونه به انتخابوي.
د نن لوبي لپاره مهمي نقطې.
سريلانکا په تيرو ۱۶ لوبو کي يوازي ۲ لوبي ګټلي، چي هماغه هم د سکاټلينډ په وړاندي وې.
افغانستان او سريلانکا ۳ ځلي په يو ورځنيو لوبو کي سره مخ سوي چي ۲ لوبي سريلانکا او يوه لوبه افغانستان ګټلې.
افغانستان په ۲۰۱۸ز کال اسياکپ کي سريلانکا ته د ۹۱ منډو په توپير ماته ورکړه.
خو سريلانکا بيا په ۲۰۱۴ز کال اسيا کپ کي افغانستان ته د ۱۲۹ منډو په توپير ماته ورکړه او لوبه يې په ۳ ويکټو وګټله ،په کومه لوبه کي چي سريلانکا د افغانستان د ۲۳۴ منډو هدف ته ځان رسوی که څه هم په ۵۱ منډو کي د سريلانکا ۴ ويکټي تللي وې.
سريلانکا ټولي هغه ۵ لوبي بايللي کوم چي يې د کارډيف په سوپيا لوبغالي کي ترسره کړيدي.
پدغو ۵ لوبو کي په ۴ لوبو کي سريلانکا لومړی توپوهنه ترسره کړې.
افغانستان په تيرو ۹ يو ورځنيو لوبو کي ۷ وګټلي او په ۳ بايللو لوبو کي يوه په ۲۰۱۸ز کال اسياکپ کي د بنګلديش په وړاندي وه چي په وروستي اوور کي افغانستان ۸ منډو ته اړتيا درلوده.
نن به د سريلانکا په وړاندي راشدخان د افغانستان لپاره سلمه نړيواله لوبه ترسره کړي.
هشمت الله شاهدي ۱۶ نورو منډو ته اړتيا لري چي په نړيوال کريکټ کي ۱۰۰۰ منډي پوره کړي،همدارنګه راشدخان بيا ۳۲ منډو ته اړتيا لري چي په نړيوال کريکټ کي خپلي ۱۰۰۰ منډي پوره کړي.
سريلانکایی لاهيرو ټريماني يوازي ۴ منډو ته اړتيا لري چي په يو ورځنيو لوبو کي ۳۰۰۰ منډي پوره کړي،لاهيرو به د سريلانکا لپاره دريم لوبعاړی وي چي د سريلانکا لپاره تيزي ۳۰۰۰ منډي پوره کوي.
انجيلامتيوز يوازي ۱۰ منډو ته اړتيا لري چي په نړيوال کريکټ کي به د سريلانکا لپاره ۱۲۰۰۰ منډي پوره کړي.
متيوز د نيوزلینډ په وړاندي په تيره لوبه کي په صفر وسوځيدی.