
د اسټرالیا مشهور فلم لیکوال او کرکټ شنونکي جېروډ کېمبر ویلي، چې افغان لوبډله به په نړیوال جام کې اوس اتم وای؛ خو اته باډي لاین توپونو د افغانستان ستونزه ستره کړه او دا یې له اتم مقام څخه لرې پرېښود.
افغان لوبډله په یو ورځنیو لوبو کې اوس لسم مقام لري؛ پخوا دا لسم ځای د زِمبابوې و؛ خو افغان لوبډلې چې د غوراوي جام سیالۍ وګټلې؛ نو زِمبابوې یوولسم مقام ته ولاړه او له نړیوال جام څخه هم پاتې شوه.
افغان لوبډلې چې په دې وروستیو کې ښې لوبې وکړې؛ لا یې د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د پرمختګ چانس زیات شو.
له پاکستان د لوبې ګټل، انګلستان سره کمزورې لوبه او اسټرالیا سره ښه لوبه کول هغه څه دي، چې نړیوال شنونکي یې دې ته وعداره کړل، چې د افغان لوبډلې لوبو ته ځلغنده کتنه وکړي.
اوس تازه د اسټرالیا مشهور کرکټ شنونکي کېمبر ویلي چې افغان لوبډله په دې نړیوال جام کې تر اتم مقامه رارسېدای شي؛ خو چې په باډي لاین او شارټ پیچ توپونو کار وکړي.
ده وویل افغان لوبډله به اوس نړیوال جام کې اتمه وای؛ خو چې اته توپونه یې درست لوبولای وای.
کېمبر وایي افغانستان د ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام څخه راپه دېخوا ۶۴ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې دې لوبوکې مختلفو تجربه کارو لوبډلو سره مخ شوی دی.
په دې لوبډلو کې یې پاکستان، زِمبابوې، ویسټ انډیز، ایرلېنډ، بنګله دېش او سریلانکا مات کړي دي؛ هند سره یې لوبه مساوي کړې، انګلستان او اسټرالیا ته یې لوبې بایللي دي.
جېروډ کېمبر زیاتوي، افغانستان تر اوسه داسې توپ وهونکی نه دی موندلی، چې هره لوبه کې یې ۴۰ اوسط منډې کړې وي.
رښتیا هم افغان لوبغاړو په هره لوبه کې تر اوسه څلوېښت منډې نه دي جوړې کړي، شهزاد کله په صفر او کله له څلوېښتو منډو وړاندې سوځېږي.
همداسې نور لوبغاړي هم تر پنځوسو منډو ځان نه شي رسولای، یوه نیمه لوبه کې ښه لوبه کول د ښې لوبې کول دلیل نه شي کېدلای.
جېروډ وایي شهزاد د اسټرالیا خلاف د مېچل سټارک اسانه توپونه ځانته سخت کړل او ستونزه یې ځانته پراخه کړه.
هغه وایي که همدا توپونه بل نړیوال لوبغاړي ته وشي کولای شي، چې څلوریزه پرې ولګېږي.
جېروډ زیاته کړې، چې رحمت شاه زُرمتی د افغانستان لپاره په رښتیا هم د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی دی.
ده هره لوبه کې د رحمت شاه اورېج یا اوسط ۳۸ اعشاریه ۹۰ ښودلی.
په یو ورځنیو لوبو کې د حشمت الله شهیدي اورېج یا اوسط ۳۶ اعشاریه ۵۰ دی؛ خو سټرایک رېټ یې بیا ۶۶ اعشاریه صفر ۳ دی.
کېمبر وایي باید افغانستان دوه یا درې داسې لوبغاړي ولري، چې حد اقل په هره یو ورځنیو لوبو کې د دې هېواد لپاره ۴۰ اورېج یا پنځوسیزه جوړه کړي.
د محمد نبي اورېج بیا ۲۸ اعشاریه ۸۰ دی او د یو هېټر توپ وهونکي په توګه منځنۍ برخه کې لوبېږي.
جېروډ کېمبر وایي لنډه دا چې افغانستان د داسې توپ وهونکي خاوند نه شو، چې هغه دې له څلوېښتو بره منډې وکړي.
جېروډ وایي په پنځه دېرشم اوور کې د سټاینېس په دوه ورته توپونو د ګلبدین نایب او نجیب الله ځدران وېکټې وغورځولې.
نوموړی وایي دا توپونه باید په اف طرف لوبېدلی وای؛ خو دوی دواړو په مېډ وېکټ او لېګ سټم د لوبو هڅه وکړه.
همغه و، چې وېکټې یې له لاسه ورکړې.
ورپسې یې د راشدخان او دولت ځدران لوبې ته اشاره کړې، چې دوی لوبه یو څه راجوړه کړه؛ خو دوی هم حوصله ونه کړه او د وېکټو غورځېدل یې د دې سبب شول، چې افغانستان د درې سوه منډو هدف په ۲۰۸ منډو بدل کړ.
جېروډ شننه کوي، چې د پټ کمېنس او سټاینېس بونسرې هغه څه وو، چې د افغانستان توپ وهنه یې وګواښله.