
هسې خو هم د کرکټ نړیوالو او کورنیو مبصرینو د افغان لوبډلې وروستۍ لوبې مثبتې بللي، د اسټرالیا خلاف یې ښه لوبه وکړه او پاکستان ته یې د نړیوال جام په دُرشل کې ماته ورکړه.
بل پلو بیا پاکستان نږدې دولس لوبې بایللي.
اوس نسبت سریلانکا ته هم افغان لوبډله ښه اټکل شوې، له نړیوال جام یوه میاشت وړاندې پاکستاني کرکټ مبصر رمیزراجا افغان لوبډله تر سریلانکایي لوبډلې غوره بللې وه.
رښتیا هم په دې وروستیو کې سریلانکایي لوبډله مخ په ځوړ روانه ده.
نږدې تېرو دوو میاشتوکې یې زیاتې ماتې خوړلي دي او د نړیوال جام لومړۍ لوبه یې هم په ستر توپیر نیوزیلېنډ ته بایللې ده.
دا خبره مې په دې پسې وکړه، چې د جون په دریمه نېټه پاکستان او انګلستان د نړیوال جام ۶ مه لوبه په ټرېنټ برایج لوبغالي ترسره کوي.
د پاکستان او انګلستان لوبډلې وړتیا کې نن سبا د ځمکې او اسمان توپیر دی.
انګلستانۍ لوبډله په نړۍ کې لومړی مقام لرونکې ده، لومړۍ لوبه یې له افریقا څخه په ۹۱ منډو وګټله او پاکستان بیا خپله لومړۍ لوبه ویسټ انډیز ته په ۷ وېکټو بایللې ده.
انګلستان د می میاشت په لومړیو کې پاکستان ته په څلورو یو ورځنیو لوبو کې پرله پسې ماته ورکړه.
نو انګلستانۍ لوبډله په نننۍ لوبه کې پوره چانس لري، چې پاکستانۍ لوبډله ماته کړي او یو ځل بیا انګلستان د جدول لومړی ځای له ویسټ انډیز څخه ونیسي.
پاکستان هسې هم د نومرو په جدول کې وروستی ځای لري او که نننۍ لوبه وبایلي لا به یې په وروستي ځای کې مقام کلک او منجمد شي.
د سریلانکا او افغانستان لوبډلې
د سریلانکا خلاف د افغان لوبډلې د بریا چانس دومره دی، لکه څنګه چې د پاکستان خلاف د انګلستان چانس زیات دی.
افغان لوبډلې له سریلانکا وړاندې ۲۰۱۸ کال کې یوه لوبه ګټلې او اوس هم افغان لوبډلې د دې لوبډلې پر وړاندې د بریا ۹۰ سلنه چانس لري.
نو خبره دا ده، چې راروانه لوبه کې هم افغان لوبډله له پاکستانۍ لوبډلې د پرتلې له مخې ښه کېدای شي او ښه هم ده.
ځکه هلته د انګلستان له خوا د پاکستان د ماتولو چانس نوي سلنه دی او دلته بیا د افغان لوبډلې د بریا چانس د سریلانکا پر وړاندې ۹۰ سلنه دی؛ نو که پرتله وشي؛ له پاکستانۍ او سریلانکایي لوبډلې مونږ په نړیوال جام کې ښه پرمختګ کولای شو؛ خو چې زمونږ د اوپننګ توپ وهنه او ډګرساتنه لږ څه ښه وځلېږي.
نو مونږ کولای شو په یوې بریا سره د جدول پنځم او یا هم شپږم ځای ونیسو.
افغان لوبډله د سه شنبې په ماسپښین له سریلانکا سره د نړیوال جام اوومه لوبه کوي.
د نومرو جدول او د افغان لوبډلې مقام
د نومرو په جدول کې ویسټ انډیز لومړی ځای نیولی، دوهم ځای د نیوزیلېنډ دی، دریم ځای د انګلستان دی، څلورم ځای اسټرالیا نیولی، پنځم مقام بیا د بنګله دېش شو، دې لوبډلې سهیلي افریقا لوبډلې ته په ۵ مه لوبه کې په ۲۱ منډو ماته ورکړه.
هندوستان شپږمه لوبډله ده، سهیلي افریقا اووم ځای نیولی، افغانستان اتم مقام خپل کړی، سریلانکا نهم ده او پاکستانۍ لوبډله لسم مقام کې ده.