نړیوال جام ؛ کم عمره خو با استعداده مجیب الرحمان وپېژنئ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه : عبدالله عادل
بشپړ نوم یې مجیب الرحمان ځدران دی چي د ۲۰۰۱ کال د مارچ میاشتي پر ۲۸ مه نېټه د افغانستان په خوست ولایت کښي زیږېدلی .
مجیب د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ښی لاسی اف بریک توپ اچوونکی دی.
پوهېږئ؟
مجیب الرحمان په نړۍ کښي لومړی لوبغاړی دی چي په ۲۱مه پېړۍ کښي زېږېدلی او نړیوال کرکټ ته را ستون سوی .
نړیوال کرکټ ته تر راتګ یوازي دوې میاشتي وروسته کله چي هغه د ۱۶ کالو او۳۲۵ ورځو لومړی ځوان لوبغاړی سو چي د نړیوالو یو ورځنیو لوبو څخه په یوه لوبه کښي ۵ ویکټي ترلاسه کوي.
همدا راز نوموړی یو له هغو ۱۱ افغان لوبغاړو څخه وو چي د هند خلاف یې د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کښي د افغانستان په لومړۍ او تاریخي ټسټ لوبه کښي ګډون وکړ.

کورنی او تجارتي کرکټ
هغه خپله لومړۍ لیسټ اې (List A) لوبه د سپین غر زون لپاره د ۲۰۱۷ کال د اګسټ میاشتي پر ۱۰مه نېټه په غازي امان الله خان یو ورځنیو سېالیو کښي ترسره کړه.
د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر پر ۱۱مه نېته هغه په کورني کرکټ کښي خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه د بست ساتونکو لوبډلي لپاره په شپږیزه کرکټ لیګ سېالیو کي ترسره کړه.
د ۲۰۱۷ کال په نومبر میاشت کښي هغه بنګلدېش تجارتي سېالیو (BPL) کښي د کومیلا ویکټورینز لوبډلي غړی سو.
د ۲۰۱۸ کال په جنوري کښي هغه د هند تجارتي سېالیو بولۍ ته وړاندي سو چي د همدا کال د اپرېل پر اتمه نېټه هغه ۱۷ کالو په عمر تر ټولو کم عمره لوبغاړی سو چي په ای پي ایل سېالیو کښي یې لوبه ترسره کړه.

د ۲۰۱۸ کال په می کښي هغه د همپشېر کاونټي کلب سره یو ځای او د ۲۰۱۸ کال په ټي ټونټي بلاسټ سېالیو کښي ولوبېد.
د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کښي هغه په لومړي پړاو افغانستان تجارتي لیګ سېالیو (APL) کښي د ننګرهار لوبډلي سره یو ځای سو او په یاد لیګ کي مجیب د ننګرهار لوبډلي لپاره په ۱۲ ویکټو مخکښ توپ اچوونکی وو.
مجیب مخکي تګ ته دوام ورکړ او د ۲۰۱۹ کال په فبروري میاشت کښي د ميډل سیکس کاونټي کرکټ کلب سره د ۲۰۱۹ کال بلاسټ سېالیو لوبولو لپاره یو ځای سو.
نړیوال کرکټ
مجیب الرحمان د ۲۰۱۷ کال د ۱۹ کلنو په اسیا جام کښي په ۲۰ ویکیټو سره د یاد جام مخکښ توپ اچوونکی وو او افغانستان د نوموړي د ښې توپ اچووني په مټ اسیا جام هم خپل کړ.
مجیب په ۲۰۱۷ کال په ډسمبر میاشت کښي د لومړي ځل لپاره د ایرلینډ خلاف د یو ورځنیو لوبو سریز ته په افغان ملي لوبډله کي غوره سو، او ډسمبر پر ۵مه نېټه یې خپل لومړي نړیواله لوبه د ایرلینډ خلاف ترسره کړه ، په خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کښي مجیب د ۲۴ منډو په ورکړي سره ۴ ویکټي ترلاسه کړې چي وروسته یاده لوبه افغانستان د ۱۳۸ منډو په توپ سره وګټل او مجیب په خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کښي د لوبي د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کښي هغه د ۲۰۱۸ کال د ۱۹ کلنو نړیوال جام لپاره په افغان لوبډله کښي شامل سو.
مجیب خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۸ کال دفبروري ر ۵مه نېټه د زیمبابوی خلاف ترسره کړه وروسته د همدا میاشتي پر ۱۶مه نېټه د زیمبابوي خلاف په شارجه کښي نوموړي د لومړي ځل لپاره په یو ورځنۍ لوبه کښي ۵ ویکټي ترلاسه کړې او په دي سره کم لوبغاړی سو چي یوه لوبه کښي ۵ ویکټي ترلاسه کوي .

د ۲۰۱۸ کال د مارچ پر ۱۵مه نېټه نړیوال جام ته د کوالیفای لوبو او د سوپر سیکس پړاو په لومړۍ لوبه کښي د ویسټ انډیز خلاف مجیب د ۳۳ منډو په ورکولو سره ۳ ویکټي ترلاسه کړې
او په یاد لوبه کي مجیب په یو ورځنیو لوبو کښي د دریم ځل لپاره د لوبي د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام کوالیفای لوبو پایلوبي ته د ویسټ انډيز خلاف مجیب د ښې کارکردګۍ سره را وګرځېد او د ۴۳ منډو په ورکولو سره یې ۴ ویکټي ترلاسه کړې د نوموړي د همدا ښې کارکردګۍ پر اساس د ویسټ انډيز لوبډلي د افغانستان په وړاندي یوازي ۲۰۴ منډي جوړي کړې او د ۲۰۵ منډو هدف یې وټاکه کوم هدف چي افغانستان یوازي د دریو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ترلاسه کړ او د یادو سېالیو اتلولي یې خپله کړه په دغه سېالیو کښي مجیب بیا هم په ۱۷ ویکټو ترلاسه کولو سره د مخکښو توپ اچوونکو په کتار کښي راغلی.
ټسټ لوبو کارکردګي
مجیب الرحمان د افغانستان لپاره یوه ټسټ لوبه ترسره کړې چي هغه د هند خلاف وه او په یاد لوبه کښي یې یوه ویکټ ترلاسه کړې.
یو ورځنیو نړیوالو لوبو کارکردګي
مجیب د افغانستان لپاره په ۳۱ یو ورځنیو لوبو کښي ۵۱ ویکټي ترلاسه کړې چي یوه لوبه کښي یې ښه توپ اچوونه د ۵۰ منډو په ورکولو سره د ۵ لوبغاړو اوټ کول دي.
یو ورځنیو لوبو کښي یې د منډو ورکولو اوسط ۳.۸۶ دی.
د یادوني ده چي د توپ وهني په برخ کي مجیب په ۳۱ یو ورځنیو لوبو کي ۵۴ منډي جوړي کړي.

شل اوریزو نړیوالو لوبو کارکردګي
مجیب الرحمان د افغانستان لپاره په ۹ شل اوریزو نړیوالو لوبو کي ۱۱ ویکټي ترلاسه کړي چي یوه لوبه کښي بهترینه توپ اچوونه د ۱۷ منډو په ورکولو سره د ۳ لوبغاړو اوټ کول دي.
مجیب الرحمان په روان ۲۰۱۹ کرکټ نړیوال کښي د افغانستان د لوبډلي غړی دی ، خو دا چي نړیوال جام په انګلستان کي ترسره کیږي او دهغه ځای ویشتنځایونه تر ډيره د چټکو توپ اچوونکو لپاره مرستندویه وي مجیب به هڅه کوي چي د ورو توپ اچوونکي په توګه هلته خپله وړتیا ښکاره او خپل ځان د لوبډلي لپاره ګټور ثابت کړي .