د افغانستان او اسټراليا تيري لوبي ته لنډه کتنه.

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: مدثر دعوت
د اسټراليا په وړاندي افغان لوبډلي د توجه وړ لوبه وکړه.
افغان لوبغاړو وکولای سوله چي د توقع په خلاف،د خلکو د نظرونو څخه بيله ښه کارګردګي وړاندي کړي.
د نړيوال جام په تاریخ کي دا د افغانستان دويم ځل دی چي په دومره لوی ټورنمينټ کي لوبيږي،د کريکټ د ترټولو قوي لوبډلو سره مخ کيږي.
اسټراليا د نړيوال جام په ګټلو، په نړيوال جام کي د لوبو په ګټلو کي کافي تجربه لري.
افغانستان د اسټراليا په وړاندي په ۳۴.۵ اوورونو کی د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۲۰۸ منډي هدف وټاکی.
د اسټراليا په وړاندي د افغان لوبډلي ياد هدف قانع کوونکی وو،خو په توپوهنه کي ځيني غلطۍ بايد بيا تکرار نسي .
ميچل سټارک په لومړي اوور کي د محمدشهزاد ويکټه ترلاسه کړه،د شهزاد د ويکټي تلل يوازي يو لوی پريشر وو او سټارک د همدې کمزورۍ څخه په استفادې د شهزاد ويکټه ترلاسه کړه.
حضرت الله ځاځي چي په تمريناتي لوبه کي د پاکستان په وړاندي ښه توپوهنه ترسره کړه،د اسټراليا په وړاندي نه ورته پکار چي په لومړيو اوورنو کي د غټو شاټونو هڅه وکړي.
ځکه اسټراليا د اروپا پر پيچونو ډيره عادي وي او کولای سي د خپل شارټ توپ څخه په استفادې د اسيايي لوبغاړو ويکټي په اسانۍ ترلاسه کړې.
د شهزاد او حضرت ځاځي تر سوځيدو ورسته رحمت شاه او هشمت الله شاهدي ښه ملګرتيا وکړه،په فکر سره يې توپوهنه وکړه او د هر توپ څخه يې ښه استفاده وکړه،منډي ډيريدلې او ملګرتيا يې د اسټراليا په وړاندي سرخوږی وو.
خو د نبي لپاره نه وو پکار چي بيله ښې همږغۍ څخه د منډي هڅه وکړي ځکه د اسټراليا ډګرساتنه په نړۍ کي هيڅ مثال نلري،که د نبي ويکټه په بد حالت کي نه وای تللې د اسټراليا په وړاندي د افغان لوبډلي هدف تر ۲۸۰ منډو لوړيدی.
نجيب الله ځدران غوره توپوهنه وکړه،زغم يې وکړ، شاټونه يې ووهله او ښه لوبه يې وکړه خو کله چي يې نيمه سلیزه ووهله،زغم يې له لاسه ورکړ او بیا يې پر هماغه بونسر توپونو دلویو شاټونو هڅه وکړه،خو د یو سيټ توپوهونکي لپاره دا نه وه پکار.
راشدخان چي تل د غټو شاټونو هڅه کوي تر ډيره بريالی هم وو څوشپږيزي يې ووهلې او د هدف په لوړولو کي موثر تمام سو.
اسټراليا تيز توپ اچوونکي تل د هري لوبډلي په وړاندي ويکټي اخلي، افغانستان تر ډيره د خپلي کمي تجربې سره سره اسټرالياوي توپ اچوونکي ښه ولوبول.
په ډګر ساتنه کي افغان ډګر ساتونکو ډيري ستونزي درلودې،او دا برخه د ډير پخوا څخه کمزورې وه.
دشهزاد له لوري د ويکټ ساتني په برخه کي اضافي منډي ترلاسه سوې او يکټي ميس سوې.
د توپ اچووني په برخه کي افغان اتلانو خپل تر وسه ښه توپ اچوونه وکړه.
د اسټراليا اروون فینچ،سمیت، وارنر، خواجه او مکسويل تر ۴۰۰ د لوړو هدفو د پوره کولو توان لري.
خو حمیدحسن چي په کلونو د لوبډلي څخه ليري وو ويې سول کولای چي د اسټرالياوي توپوهونکو په وړاندي ۲ اوورنه بيله منډو ميډن ترسره کړي.
هيله ده افغان لوبغاړي هغه غلطۍ چي په تيره لوبه کي يې د اسټراليا په وړاندي ترسره کړې د سې شنبه په ورځ يې د سريلانکا په وړاندي تکرار نکړي.