ژباړه: عطا محمد میاخېل
ژوند د الله (ج) له لوري انسانانو ته یوه ډالۍ ده، ترڅو په دې ارزښتمنې ډالۍ سره، د ځان لپاره ښکلې او په زړه پورې شېبې رامنځته کړي. ډېری مشران داسې فکر کوي، چې عمر یې پوخوالي ته رسېدلی دی، د ډېرو تجربو لرونکي دي او نور نو د ژوند د درسونو زده کړې ته اړتیا نه لري، خو ناخبره له دې، چې ډېری ښکلاوې او د بریا ظریف او ښایسته ټکي، د انسانانو د ماشومتوب په دوران کې شتون لري او هغوی ورو ورو او د عمر په ډېروالي سره، له دې ارزښتونو څخه لرې کېږي.
په ماشومانو کې داسې ارزښتمنې ځانګړتیاوې شتون لري، هرڅوک چې په هر مقام او مرتبه کې وي او یا په هر ټولنیز او دنده ایز مقام کې وي، که یو ځل په منطقي توګه د دې ځانګړتیاوو په اړه فکر وکړي، نو په پرېکنده ډول به سترې لاسته راوړنې ولري.
په دې ارزښتمنو ځانګړنو باندې په مرور کولو سره، هڅه کوو، چې په ژوند کې سترو بریاوو ته د رسېدو لپاره، دا ارزښتونه د ژوند په صحنو کې په عملي بڼه پلي کړو.
۱ ـــ ماشومان په ډېری آسانۍ سره خوشالېږي او خاندي
ماشومان تل په داسې بانې پسې ګرځي، ترڅو خوښ او خوشاله واوسي. هغوی په ډېرې آسانۍ په کوچنیو او عادي موضوعاتو سره خوشالېږي او د خندا غږ یې پورته کېږي. انسانان په ژوند کې د سترو بریاوو د رامنځته کولو لپاره خوښۍ او خوشالۍ ته اړتیا لري او باید د خوښۍ او خوشالۍ په انرژۍ سره، د خپلو سترو موخو په لور وخوځېږي. حضرت نبي کریم (ص) فرمایلي دي: ژباړه: خپه او غمجن مه اوسه، چې همدا خپګان دې له دنیا او آخرت څخه بې برخې کوي.
ښایي انسان د ژوند په تګلوري کې ستونزې او سختۍ ولري، خو یوازې هغه انسان به کولای شي، چې له دې خنډونو څخه لوړ سر را بهر شي، چې تل په خپل ځان کې مثبته روحیه رامنځته کړي او د ماشومانو په څېر د یوې بانې په لټه کې وي، ترڅو خوښ او خوشاله شي او دا خوښي نورو ته هم ولېږدوي.
کاشکې دا ماشومانه خوښي او خوشالي، په ټولو لویانو کې رامنځته شي او په مثبته روحیه خپل ژوند مدیریت کړي.
۲ ـــ ماشومان اراده او پیاوړی پشتکار لري
ماشومان خپلو غوښتنو ته د رسېدو لپاره، ټینګار کوي، ټول تمرکز یې خپلو غوښتنو او موخو ته په رسېدو باندې کېږي او بل کوم څه له هغوی سره د مقابلې توان نه لري. بریالي انسانان هم باید دا ډول تفکر او اراده ولري او که چېرې د باور وړ منطق پر بنسټ په خپل ژوند کې موخې وټاکي، نو باید په ارادې او پیاوړي پشتکار سره، د هغوی د رامنځته کولو په لور وخوځېږي. حضرت علي (رض) وایي: د نارینه و همت غرونه وارخطا کوي. د بریالیو انسانانو یو له سترو رازونو څخه، د ارادې او لوړ همت لرل دي او هېڅکله په ژوند کې ناهیلي او ستړي کېږي نه او په هر پړاو کې، په الله (ج) باندې په توکل سره، له هڅې او کوښښ څخه لاس نه اخلي.
کاشکې موږ هم د ماشومتوب د دوران په څېر خپلو غوښتنو ته د رسېدو لپاره ( البته منطقي او ارزښتمنې غوښتنې) پرېکنده تصمیم ولرو.
۳ ـــ ماشومان له ټولو سره رښتینولي ولري
پخوانیو خلکو به تل ویل، چې رښتیا خبره له ماشوم څخه واوره. دا جمله د ماشومانو له پاک او روڼ دنننه څخه یو واقعیت دی. هغوی تل په خبرو کې رښتیني دي، مګر دا چې د ناسمې روزنې له امله، هغوی ته نا رښتینولي ورزده کړل شوې وي. هغه انسانان، چې غواړي په کار او ټولنه کې محبوبیت ولري، نو باید د رښتینولۍ په ګاڼه باندې سمبال وي. رښتینولي د ټولو ښېګڼو اساس او بنسټ دی او هغه انسان، چې تل په خپل چال چلند او خبرو کې رښتینولي لري، نو په محبوب او مینه ناک کس باندې بدلېږي، چې د ژوند ټولې واقعي بریاوې د ده په برخه کېږي. رښتیني انسانان د ژورې آرامتیا او هوساینې لرونکي دي او برعکس دروغجن او دوکه باز کسان تل په اروایي فشار او ژور خپګان اخته وي. یو روسي متل وایي: د دروغو په حوض کې له مړو کبانو پرته بل څه نه لیدل کېږي.
کاشکی پاک او رښتینی ماشوم واوسو، زړه او ژبه مو له رښتینولي او صداقت څخه ډکه وي، ترڅو له ټولو سره مینه ولرو.
۴ ـــ ماشومان په ډېرې آسانۍ سره بښنه کوي
د ماشومانو له ښو ځانګړنو څخه داده، چې د چا لپاره په خپل زړه کې کینه نه ساتي او ښایي د یوې لنډې شېبې لپاره، له کوم چا څخه خپه شي، خو ډېر ژر یې بښي او بیا هم په هغه باندې مهرباني کوي او له هغه سره ملګرتیا پالي. هغه انسانان، چې بښنه نه کوي، تر ډېره د ځان لپاره ستونزې زېږوي او خپله آرامتیا له منځه وړي. هرڅوک، چې په هره اندازه بښونکی وي او د نورو له تېروتنو څخه تېر شي، الله (ج) په هماغه کچه، دعا ګانې یې قبلوي او خوښي او خوشالي په ډالۍ کې ورکوي. د نورو په بښلو سره د رحمت دروازې زموږ پرمخ خلاصېږي او موخې ته د رسېدو لار زموږ پرمخ پرانیستل کېږي.
د هربرټ سپنسر په نامه یو ستر پوه وایي: هغه کسان، چې نه شي کولای نور وبښي، هغه پلونه ویجاړوي، چې باید ترې تېر شي.
کاشکې د ماشومانو په څېر د بښنې په ګاڼه سمبال شو او په خپل ژوند کې آرامتیا او خوشالي پلې کړو.
۵ ـــ ماشوم په خلاقیت سره ګوري
د ماشومانو له ځانګړتیاوو، څخه ټولو موضوعاتو ته په خلاقانه توګه کتل دي، هغوی په خپل ځیرک ذهن سره، خپلې شاوخوا ته ټول مسایل ارزوي او په دقت او ځانګړي فکر سره خپلې شاوخوا ته ګوري. بریالي کسان هم دې ورته ځانګړنه لري او د مسایلو په اړه فکر کوي او تل په ځانګړي تدبیر سره د حل غوره لارې پیدا کوي. خلاق انسانان هېڅکله له ارزونې او هڅونې څخه نه ستړي کېږي او هره ورځ د ښه ژوند کولو لپاره، د نویو تګلارو په لټه کې دي، هغوی راتلونکې ته هیله من دي او هېڅکله ناهیلي کېږي نه.
کاشکې موږ خپلې شاوخواته نوی لید ولرو او د ماشومانو په څېر په خوښۍ او هیله مندۍ سره خپلې شېبې تېرې کړو.
په رښتیا څومره به ښه وي، که وکولای شو د ماشومتوب دوران ډېری ځانګړنې په خپل ناخبره ضمیر کې بېرته را ویښې کړو او له خپل ښه اوسېدو څخه خوند واخلو او نور هم خوشاله کړو.