د اسټراليا او فغانستان د کريکټ لوبډلو مقايسه!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ليکنه: مدثر دعوت
د نړيوال جام په لړ کي نن مازديګر ۰۵:۰۰ بجې افغانستان د اسټراليا سره لوبه ګوي.
اسټراليا د ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام ګټوونکې لوبډله ده چي د توپ اچووني، توپوهني او ډګرساتني په برخو کي ځانګړی نوم لري.
دا دويم ځل دی چي افغانستان په نړيوال جام کي لوبيږي.
افغانستان او اسټراليا ۲ ځلي په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کي سره مخ سوي.
331750 australi afghan 040315 ra14 1 د اسټراليا او فغانستان د کريکټ لوبډلو مقايسه!
لومړی ځل په ۲۰۱۲ز کال کي چي افغانستان په ۶۶ منډو بایلول او دويم ځل په تير ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کي چي اسټراليا د ۴۱۸منډو هدف ورته وټاکی او هماغه لوبه هم افغانستان بايلوله.
افغان لوبډلي اوسمهال تر پخوا ډير پرمختګ کړی،په تيره بيا د سپين توپ اچوونکو په برخه کي خو د اسټراليا ۳ مهم لوبغاړي سټيوسميت، ډيويډ وارنر او ميچل سټارک يوځل بيا د لوبډلي سره يوځای سوي.
افغانستان تر نړيوال جام مخکي لومړۍ تمريناتي لوبه د پاکستان څخه وګټله او دويمه لوبه يط کوربه انګلستان ته بايلوله.
دافغان لوبډلي احتمالي لوبيدونکي لوبغاړي:
محمدشهزاد،حضرت الله ځاځی،رحمت شاه،حشمت الله شاهدي،اصغر افغان،محمدنبي، ګلبدين نائب،راشدخان،حميدحسن،دولت ځدران او مجيب الرحمن.
د اسټراليا لوبډلي احتمالي سکواډ:
عثمان خواجه،ډيويډ وارنر،سټيوسميت،اررون فينچ،ګلین مکسويل،مارکوس سټونيس،الکس کيري، پټ کاومنز،جيسن بهينډروف،ميچل سټارک،ادم زمپا.
د هوا حالت:
FB IMG 1559362094326 1 د اسټراليا او فغانستان د کريکټ لوبډلو مقايسه!
د بريسټول په کونټي لوبغالي کي نن د باران اټکل نسته خو ۷۰% وريځ به وي.
په وروستيو ۱۶ لوبو کي ۹ لوبي هغه لوبډلي ګټلي چي لومړی يې توپ اچوونه کړې.
نن چي هره لوبډله ټاس وګټي لومړی به توپ اچوونه کوي.
د دواړو لوبډلو مقايسه او لنډه کتنه:
20190523 114147 د اسټراليا او فغانستان د کريکټ لوبډلو مقايسه!
افغانستان به د اسټراليا په وړاندي په لومړي ځل د انګلستان په خاوره کي نړيواله لوبه ترسره کړي.
اسټراليا د بريسټول په کونټي لوبغالي کي ۲ لوبي کړي،
لومړۍ لوبه يې په ۲۰۰۱ز کال کي د انګلستان څخه ګټلې،او دويمه لوبه په همدې لوبغالي انګلستان ګټلې.
سټيو سميت په تير ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام وروستيو پرلپسې ۵ لوبو کي نيمه سلیزي وهلي چي په نارینوو کي بل لوبغاړی پدې ندی توانيدلی،یوازي اسټرالياوۍ ايلایز پيري پدې توانيدلې چي په ښځينه نړيوال جام کي ۵ پرلپسې نيمه سليزي ووهي.
افغانستان په وروستيو هغو ۹ لوبو کي ۷ ګټلي چي لومړی يې توپوهنه کړې،اسټراليا بيا وروستۍ ۸ يو ورځنۍ لوبي ټولي ګټلي.
د اسټرالياوي تيز توپ اچوونکي پټ کاومينز د توپ اچووني اوسط په تيرو ۵ لوبو کي ۱۱.۵۸ دی.
FB IMG 1559189449673 د اسټراليا او فغانستان د کريکټ لوبډلو مقايسه!
نوموړي په تيرو ۵ لوبو کي ۱۷ ويکټي اخيستي او په لومړۍ نړيواله لوبه کي يې ۵ لوبغاړي سوځولي.
مارکوس سټونیس يوازي ۳۷ منډو ته اړتيا لري چي په يو ورځنيو لوبو کي ۱۰۰۰منډي پوره کړي،همدارنګه اف سپينر ناتن لين ۴ نورو منډو ته اړتيا لري چي په نړيوال کريکټ کي ۱۰۰۰ منډي پوره کړي.
افغان توپوهونکی هشمت الله شاهدي يوازي ۲۲ منډو ته اړتيا لري چي په نړيوال کريکټ کي ۱۰۰۰ منډي پوره کړي،همدارنګه راشدخان هم ۵۹ منډو ته اړتيا لري چي په نړيوال کريکټ کي ۱۰۰۰ منډي پوره کړي.
اسټرالیاوی کولټر نیل يوازي ۲ ويکټو ته اړتيا لري چي په يو ورځنيو لوبو کي ۵۰ ويکټي پوره کړي.
اسټراليا په تيرنړيوال جام کي افغانستان ته ۴۱۸ منډي هدف وټاکی چي دا د نړيوال جام په تاريخ کي تر ټولو لوړ هدف دی.