ارمیلا ماټونډکر وايي د مودي پر ژوند باید مزاحیه فلم جوړ شي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

سیاسي میدان ته د بالیوډ سینما تللې لوبغاړې پر لومړي وزیر نریندرا مودي سختې نیوکي کړي او د هغه پر ژوند جوړیدونکی فلم یې مسخره کړی.
د هندي سینما لوبغاړي ارمیلا ماټونډکر د هند لومړي وزیر په تړاو ویلي دا چې په ژوند یې فلم جوړیږي لیاقت یې نه لري او زه به یې په ژوند مسخره کوونکی یا مزاحیه فلم جوړ کړي.
ارمیلا ماټونډکر د هندي سینما لوبغاړې ده چې اوس یې سیاسي نړۍ ته قدم ایښی او هلته یې خپلې هڅې پيل کړي.
ارمیلا اوس مهال په هند کې د سیاسي ډلې کانګریس غړیتوب اخیستی او د مودي په خلاف ده.

نوموړې اوس د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په پالیسو نیوکي کړي او مودي يې د یوه رهبر او مشر په توګه په خپلو وعدو کې پاتې وباله، نو په همدې خاطر نوموړي ته یې د مسخرې په ډول ویلي چې په ژوند یې مزاحیه فلم جوړول غواړي.
هغې زیاته کړې، مودې د دې لیاقت نه لري چې په ژوند یې سوانح حیات فلم جوړ شي.
ارمیلا زیاته کړې چې مودي په ژوند جوړ شوی فلم (پي ایم نریندر مودي) بغیر له ریشخند څخه غیر نور هیڅ نه دی.
د هغې په وینا؛ د مودي حکومت هند ته زیات زیانونه اړولي.
د یادولو ده چې نریندر مودي په ژوند جوړ شوی فلم (پي ایم نریندر مودي) هند کې تر ټاکنو وړاندې نندارې ته اېښودل کېده، خو د ټاکنو ټولنې په هغه مهال د فلم نندارې ته وړاندې کولو باندې بندیز ولګاوه.
په دغه فلم کې د نریندرا مودي رول د هندي سینما لوبغاړي ویک اوبرايي لوبولی و.