د شکییب په شتون کي او د محمدنبي په نه شتون کي حيدر اباد ماته وخوړه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ليکنه: مدثر دعوت
د اجينکا رهاني د لوبډلشرۍ څخه د لاس په سر کيدو وروسته سټيوسميت د راجستان رويالز لوبډلي ته تر دويم پړاو پوري د تګ هيلي ژوندۍ کړي.
FB IMG 1556392461400 د شکییب په شتون کي او د محمدنبي په نه شتون کي حيدر اباد ماته وخوړه
د هندوستان پريمرليګ په ۴۵مه لوبه کي راجستان رويالز د حيدر اباد سره لوبه وکړه.
راجستان د لوبي پچه وګټله او حيدراباد ته يې د توپوهني بلنه ورکړه.
حيدراباد په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځيدو ۱۶۱ منډي هدف وټاکه.
FB IMG 1556391574987 د شکییب په شتون کي او د محمدنبي په نه شتون کي حيدر اباد ماته وخوړه
ډيويډ وارنر ۳۷، کين ويلمسن ۱۳، ګوپال ۶۱ او راشدخان ۱۷ منډي وکړې خو شکيب الحسن په ۱۰ توپونو ۱۱ منډي وکړې.
د راجستان توپ اچوونکو اررون،انادکت،توماس او کوپال دوه دوه لوبغاړي وسوځوله.
د سنرایزر د ۱۶۱ منډو هدف ددوی قوي توپ اچووني دفاع کولای سو،خو د اجینکا رهاني ۳۹، د ليوینګسټون ۴۴ ،د سنجو سمسون ۴۸ او د سټيو سميت ۲۲ منډو د حيدر اباد څخه لوبه وګټله.
FB IMG 1556391559500 د شکییب په شتون کي او د محمدنبي په نه شتون کي حيدر اباد ماته وخوړه
د حيدر اباد لپاره شکيب الحسن ، خليل احمد او راشدخان يوه يوه وکيټه ترلاسه کړه.
راجستان رويالز په ۷ وکيټو حيدر اباد ته ماته ورکړه.
شکيب الحسن چي نه په توپ اچوونه او نه هم توپوهنه کي لازمه پايله ورکړه د حيدر اباد د بايللو لوی لامل وو.
FB IMG 1556391578108 د شکییب په شتون کي او د محمدنبي په نه شتون کي حيدر اباد ماته وخوړه
که د شکيب پرځای محمدنبي لوبيدلی وای ښه ثابتيدی،ځکه د راجستان اکثر قوي توپوهونکي کيڼ لاسي دپ او محمدنبي بيا د هغوی مرګ دی.
د حيدر اباد په وړاندي په ۴ اوورونو کي د ۲ لوبغاړو په سوځولو انادکت د لوبی غوره لوبغاړی سو.
FB IMG 1556391537472 د شکییب په شتون کي او د محمدنبي په نه شتون کي حيدر اباد ماته وخوړه
حيدر اباد په ۱۱ لوبو کي ۵ ګټلي، په څلورم مقام کي ده او راجستان په ۱۲ لوبو کي ۵ ګټلي د جدول په شپږم ځای کي قرار لري.