د ویسټ انډیز کرکټ بورډ د نړیوال پنځوس اوریزجام لپاره پرون د چهارشنبې په ماښام خورا ځواکمنه لوبډله اعلان کړې ده.
په دې لوبډله کې د کرېس ګېل او رسل په ګډون ۱۵ لوبغاړي شامل دي.
ویسټ انډیز وروستی او لسم هېواد شو، چې لوبډله یې بشپړه کړه، د دې لوبډلې په اعلان سره د نړیوال جام لپاره لس واړه لوبډلو خپل نوملړونه بشپړ کړل.
د ویسټ انډیز نوملړ
جېسن هولډر لوبډلمشر، کرېس ګېل، کارلوس برېتوېټ، فبیئن الېن، ډېرین براوو، شېلډن کاټرېل، شېنن ګابرېل، شېمرن هېټ میئر، شی هوپ، ایوین لیويس، اشلي نرس، نیکولاس پوران، کیمر روچ، انډري رسل او اوشېن توماس شامل دي.
د ویسټ انډیز متوازنه لوبډله
په لوبډله کې متوازنه لوبډله هغه وي، چې ټولو اړخونو ته یې پاملرنه وشي، دا چې د انګلستان ویشتن ځایونه یا پیچونه تېز دي؛ نو د چټکو بالرانو اړتیا زیاته وي، نو ویسټ ا نډیز هم د الراونډرانو، سپېن بالرانو، چټکو بالرانو او توپ وهونکو برخې ته په لوبډله کې پوره پاملرنه کړې او یوه ښه لوبډله یې اعلان کړې او ښایي ستاسو هم خوښه شي.
الراونډرانوکې جېسن هولډر، فبیئن الېن، انډري رسل، کارلوس برېتوېټ او اوشېن توماس دي، په چټک توپ اچوونکوکې شېلډن کاټریل، شېنن ګابرېل، کېمر روچ او جېسن هولډر شامل دي.
سپېن بالرانو کې، بیا فبیئن الېن او اشلي نرس شامل دي او کله کله کرېس ګېل هم سپېن بالېنګ کوي.
توپ وهونکو کې بیا کرېس ګېل، نېکولس پوران، ایوین لیویس، ډېرین براوو، شی هوپ او شېمرن هېټ میئر دي.
ډېرین سمي، پولارډ او نرېن له لوبډلو لرې پاتې شوي، مناسب توپ وهونکي لکه مارلن سمیولس او لېنډل سېمونس هم په نوملړ کې نه دي اخېستل شوي.
کرېس ګېل له نړیوال جام لوبو وروسته د ویسټ انډیزلپاره له نړیوالو یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه کوي او په لیګونوکې به لوبېږي.
ویسټ انډیز د ۲۰۰۰ م کال څخه وړاندې دوه ځلې نړیوال پنځوس اوریز جام ګټلی او د دریم ځل ګټلو لپاره یې هلې ځلې پیل کړي.
افغانستان او ویسټ انډیز د جولای په ۴ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ په نړیوال جام کې ۴۲ مه لوبه کوي.