ددغو دلایلو پر بنسټ پاکستان د خپلو اټومي وسلو د ساتني وړتیا نه لري

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

لیکنه: شفیع الله شهیر
د پاکستان پوځ د خپلو خلکو پاملرنه د هند ګواښ ته اړوي ترڅو له دغه فرصت څخه د اټومي وسلو د پروګرام په پراخولو کې ګټه پورته کړي. د دغه هېواد اټومي ذخیرې د زیاتېدو په حال کې دي او کېدای شي، چې په نږدې راتلونکې کې دری برابره شي، چې له چین، انګلیس او فرانسي څخه به پرمخ شي.
د دې هېواد رهبري د پوځ په لاس کې ده، پوځ ډیره بودیجه نظامې برخې ته ځانګړي کړي، په داسي حال کې، چې د دې هېواد ډیری خلک بېوزله دي، د روغتیا او عصري زدکړو څخه بې برخي دي، د هوا ککړتیا او وچکالي یې د خلکو ژوند هر شېبه ګواښي، خو پوځ یې د اټومي تاسیساتو په پیاوړي کولو، په همسایه هېواد افغانستان او کشمیر کې د اټومي وسلو تر سیوري لاندې په نیابتي جګړو بوخت دی. سیمي او نړۍ ته تروریستي ډلې روزي.
د سیمي او نړۍ ډېر شمېر هېوادونه د دې هېواد د اټومي وسلو د خوندیتوب په اړه جدي اندنېښنې لري، دوی یې راتلونکی، سیمي او نړۍ ته جدي ګواښ ګڼي. هغه اندنېښنې، چې د پاکستان د اټومي وسلو د خوندیتوب ضمانت تر سوال لاندي را ولي په لاندې ډول دي:
 د پاکستان د اټومي وسلو طراح او جوړونکی ډاکټر عبدالقدیر خان د القاعدې ډلي او په ټوله کې د اسلامی بنسټ پالنې له افکارو څخه اغېزمن دی او د دغې تروریستي ډلي له مشر اسامه بن لادن سره یې اړیکې هم درلودې، وېره دا ده، چې کېدای شي قدیر خان یادې تروریستي ډلې او یا هم کوم بل غیري دولتي لوبغاړي ته اټومي ټکنولوژي په واک کې ورکړي او یا یې هم د زده کړي زمینه ورته برابره کړي. دا اندنېښنه یواځي د قدیر خان په اړه نه ده مطرح بلکه د هغو کسانو په اړه، چې په اټومي تاسیساتو کې کار کوي او همدارنګه د هغو پوهانو په اړه، چې حیاتي اټومي پوهه لري هم مطرح ده. دا منطقي خبره ده، چې په داسي یو هېواد کې، چې د اسلامي بنسټ پالنې او تروریسي افکار مور او مرکز وي، له امکان څخه به لرې نه وي، چې د یادو کسانو له ډلي څخه به حتمن داسي څوک وي، چې د اسلامي بنسټ پالنې او تروریستي افکارو څخه اغېزمن وي، چې دا کار له تروریستي ډلو سره د اټومي وسلو او اټومي زده کړو په لاس ته راوړلو کې مرسته کولی شي.
 له اسلام پالو تروریستي ډلو څخه د پاکستان د پوځ اوږدې مخینې ته په کتو او په دغه پوځ کې د اسلامي تروریستي افکارو خپرېدل دا امکان رامنځ ته کوي، چې پوځ به اټومي مواد، ټکنولوژي او د اټوم جوړولو لاري چاري غیري دولتي ځواکونو ته په واک کې ورکړي.
 د پاکستان حکومت له ۱۹۸۰م کال څخه تر ۲۰۰۲م کال پوري له شمالي کوریا، ایران، او لیبیا هېوا دونو سره رسمي توافق کړی وه، چې په اساس یې د اټومي موادو د صادراتو لپاره لازم بستر رامنځ ته کړ. ځیني په دې باور دي، چې دا کار قدیر خان کړی وه او هغه د یو سرکښ عنصر په توګه له اداري خلاوو څخه په ګتې اخیستنې سره د دولت له تائید څخه پرته په غیري قانوني توګه اټومي سوداګري کړي وه. خو ځیني بیا دا روایت ردوي او وایي، چې قدیرخان دغه ډول کړني د پاکستان د دولت په ملاتړ ترسره کولې. پدې اړه مټیوکرونیګ وایي  د قدیر خان اټومي صادرات د پاکستان د دولت له هر اړخیز ملاتړ څخه برخمن وه. د پاکستان له لوري دا ډول کړني د نړۍ لپاره خورا ګواښونکي او خپل سري دي.
 د ځینو امریکایي، پاکستاني سرچینو په خبره او همدارنګه د جعفري، ګولبرګ او امبایند د لیکنو په اساس پاکستان د اټومي وسلو د وړلو لپاره له زرهي او قوي امنیتي کاروان څخه ګټه نه اخلي بلکه دوی دېته ترجیح ورکوي، چې اټومي مواد په پټ ډول په عادي ټرافیکې جریان کې د ملکي نقلیه وسیلو څخه په ګټې اخیستنې سره، چې د چا د پام وړ ونه ګرځي انتقال کړي. د اټومي وسلو د دا ډول بې پروا انتقال سره دا وېره شته، چې ځیني غښتلي تندلاري تروریستي جهادي ډلې به په ډېره اساني سره دغه اټومي مواد له ځان سره وتښتوي. پوښتنه دا ده، چې که چېرته د پاکستان اټومي وسلې د دا ډول تروریستي ډلو لاس ته ولوېږي په نړۍ او سیمه کې به څه پېښ شي؟ د امریکایي استخباراتي ارزونو په بنسټ پاکستان د اټومي وسلو د خلاصو برخو او تړلو برخو د ساتني او انتقال لپاره له کمزوري امنیتي رویش څخه ګټه اخلي.
پاکستان د اټومي وسلو د امنیت د تامین هڅي له ۱۹۹۸م کال څخه پیل کړي. دغه هېواد د اټومي وسلو د امنیت د تامین لپاره ستراتیژیک متخصص ځواکونه رامنځ ته کړل. دوی د اټومي تاسیساتو د امنیت لپاره دری ضلعي پارامتر رامنځ ته کړ، چې پکې د څېړنې او ارزونې مسؤل افراد، د دښمن ضد فزیکي اقدامات او د بالقوه ګواښونو د پیژندلو ډلې دي. له دغو امنیتي ترتیباتو سره سره، ډېري امنیتي ننګونې لا هم شتون لري لکه، د بحران په وخت د اټومي وسلو امنیت او خوندیتوب ده؛ دا په دې مانا، چې کله د بحران په وخت کې اټومي خولۍ وتړل شي، ویشتونکي سیستم ته پورته کړل شي او مقابل لوري ته د ځواب لپاره اماده شي، په دې حساس وخت کې د اټومي موادو د غلا او یا د غیرمجاز انتقال احتمال ډېر دی. له دې سره سره کلري د اخطار په بڼه داسي وایې  کله چې اټومي وسلې د تیارسۍ په حالت کې شي. په بحراني حالت کې به د (دوو نفرو) اصل کېدای شي د تصادفي ویشتلو مخنیوی ونه کړای شي. دغه ډول اندېښنو د پاکستان د اټومي وسلو په اړه بدګماني په نړیواله کچه ډېري کړي دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.