د هندي سینما مشهور ستوري اجی دیوګن ته د فلم لوبغاړي الوګ نات سره یوځای په یوه فلم کې کار کولو ستونزې پيدا کړي.
د دیوګن په دې کار د سینما ځیني ستوري خفه شوي.
په بالیوډ کې د (مي ټو) مهمې مبارزې په ترڅ کې د سینما ځينو لوبغاړو پرېکړه وکړه چې د هغه فلمي کارکوونکو سره به یوځای کار نه کوي چې په جنسي تیریو او ځورونو باندې تورن وي.
په هغوی چې جنسي تیريو تورونو لګېدلي په کې ساجد خان، نانا پټیکر، رجت کپور، وکاس بهل او الوک نات شامل دي.
فلم ستورې تنوشري دته هغه وخت اداکار اجي دیوګن په تړاو خوله پرانسته چې په فلم (دی دی پیار دی) کې د الوک نات نوم هم یقیني شو.
تنوشري وروسته له هغې غبرګون وښوده چې د دغه فلم (دې دې پيار دې) فلم ټریلر ریلیز شو.
فلم لوبغاړې تنو زیاته کړې، اجی دیوګن هغه لوی شخصیت چې د مي تو مبارزې پوره ملاتړی وه، د الوک نات سره یوځای څنګه په یوه فلم کې کار کولی شي.
باید روښانه شي چې پر الوک نات باندې تور دی چې وینتا نندا باندې یې د جنسي تیري هڅه کړې وه.
تنوشري دته زیاته کړې ده چې بالیوډ د درواغجنو او موقع پرستو خلکو څخه ډک دی او هر څوک د خپلې ګټې په لټه کې دي.
بل لور ته:
اجي دیوګن د تنوشري دته د خبرو او غوسې ځواب هم ورکړی او په فلم کې د کار کولو وضاحت یې ورکړی، نوموړي ویلي چې په دغه فلم کې د الوک ناست سره یوځای یو سین په نوموړي د تور له لګېدو وړاندې ریکارډ شوی و او په خبره یې په دغه وخت کې د الوک ناست سره یوځای په درجنو اداکاران شامل دي.
نوموړي زیاته کړې ده چې د دغه سین بیا ځلي شوټ کول یا ریکارډ کولو ورته انتهایي مشکل کار وه.
د ده په خبره که یې دویم ځلي دغه سین ثبت کړی و، نو ډېر مالي نقصان به یې ورته اړولی وی، په دې خاطر یې پرېکړه کړې چې د الوک نات سره دغه سین په فلم کې پرېږدي.