د افغانستان په کرکيټ کي تاريخي ورځ!

سپینه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
 
پوره لس کلونه وړاندي په همدې ورځ افغانستان لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه وکړه.
افغانستان په ۲۰۰۹ز کال د اپريل مياشتي په ۱۹مه نيټه خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه د سکاټلينډ په وړاندي ترسره کړله .

پدغه تاريخي لوبه کي افغانستان په ۸۹ منډو سکاټلينډ ته ماته ورکړله.
محمدنبي لومړنی افغان سو چي د افغان کرکيټ د تاريخ په لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کي د غوره لوبغاړي جايزه ګټي.
افغان لوبډلمشر نوروز منګل د لوبي پچه ګټلې وه او توپوهنه يې انتخاب کړې وه.
په ياده لوبه کي سميع الله شينواري ۵۲، نورعلي ځدران ۴۵ او د محمدنبي ۵۸ منډو سره افغانستان په ۵۰ اوورونو کی سکاټلينډ ته ۲۹۶ منډي هدف ورکړ.

د يوې لوبډلي لپاره په لومړنۍ نړيواله لوبه کي د ۲۹۶ منډو هدف ډير لوړ وي.
په هماغه وخت کي هم د افغان لوبډلي توپ اچوونه د پام وړ وه.
د سکاټلينډ په وړاندي افغان توپ اچوونکو، خالقداد نوري ۲، هستي ګل عابد ۲ او حميدحسن ۳ وکيټي ترلاسه کړلې.
سکاټلينډۍ لوبډلي په پوره ۵۰ اوورونو کي ونه توانيدله چي د افغان لوبډلي هدف ته ځان ورسوي.
سکاټلينډ د ۸ وکيټو په مټ يوازي ۲۰۶ منډي وکړلې او افغانستان په ۸۹ منډو ماته ورکړله.

پوره ۱۰ کلونه وړاندي په افغان لوبډله کي نه راشدخان وو،نه مجيب الرحمن،نه حضرت الله ځاځی،نه قيس احمد او نه هم رحمت شاه وو،خو پدې لوبډلي کي جذبه وه،احساسات وه او يووالی وو،چي تر اوسه هم په همدې مرام پر مخ روان دي.
افغان لوبډله اوس بشپړ غړيتوب لري ، په ۵۶ فيصدۍ سره دويمه بريالۍ لوبډله ده.
افغانستان کرکيټ لوبډلي تر دې مهاله ۱۱۱ يو ورځنۍ لوبي کړي، پدغو لوبو کي يې د پوره غړيتوب لرونکو هيوادونو څخه ۵ سيريزونه ګټلي دي.

ترټولو ډیري ۱۱۱ يو ورځنۍ لوبي محمدنبي کړي،ورپسې اصغر افغان ۹۹ او سميع الله شينواري ۸۱ لوبي کړي دي.
په ۲۰۱۵ز کال کی يې نړيوال جام ولوبوی او په خپل لومړني نړيوال جام کي يې سکاټلينډ ته ماته ورکړه.
د کرکيټ نړيوالي شورا د يو ورځنيو لوبو په درجه بندۍ کي لسم ځای لري.
خو راشدخان بيا د يوورځنيو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کي لومړی مقام لري.
د ۲۰۱۹ز کال نړیوال جام د غوراوي ټراپي يې وګټله او نړيوال جام ته يې ددويم ځل لپاره لاره پيدا کړله.
افغان کرکيټ لوبډله او لوبغاړي د يو ورځينو لوبو په سفر کي ډیر حيرانوونکي او نه باور کوونکي ريکارډونه لري،چي پوره ليکني ته ورباندي اړتياسته.
د کرکيټ دې حيرانونکي لوبډلي خپله لومړنۍ نړيواله شل اووريزه لوبه په ۲۰۱۰ز کال کي پيل کړه،په ۲۰۱۶ز کال ۲۰ اووريز نړيوال جام کي يې چامپينز لوبډلي ويسټ انډيز ته ماته ورکړه .

په شل اووريزو لوبو کي افغان لوبډله ځينی داسي ريکارډونه لري چي ډير قوي هيوادونه يې شايد په ماتولو کي لسګونه کلونه وخت ونيسي،چي ځيني مثالونه يې په شل اوورويزو لوبو کي ترټولو لوړ ۲۷۸ منډي هدف، د عثمان غني او حضرت ځاځي له لوري په شل اووريزو لوبو کي تر ټولو اوږده د ۲۳۶ منډو ملګرتيا،په يوه پاړۍ کي د حضرت ځاځي له لوري دويمي ترټولو ډيري ۱۶۲ ناسوځيدلي منډي او ځيني نور ريکارډونه….
د شل اووريزو لوبو په نړيواله درجه بندۍ کي افغانستان اتم مقام لري،همدارنګه راشدخان د شل اووریزو لوبو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کي لومړی مقام اومحمدنبي بيا د الراونډرانو په درجه بندۍ کي دريم مقام لري.

افغانستان لومړنۍ ټيسټ لوبه د هندوستان په وړاندي په ۲۰۱۸ز کال کي ترسره کړه او دويمه لوبه يې په ۲۰۱۹ز کال کي د ايرلينډ په وړاندي ترسره کړه،او ويې ګټله.