ژباړه: عطا محمد میاخېل
ښایي تاسو یې ټول اړخونه سنجولي وي او د کار د پیلولو لپاره چمتو وئ او له نظره مو هېڅ کمی شتون نه لري، خو باید په پام کې ولرئ، چې د کافي انګېزې نه لرل کولای شي، ستاسو زړه سوړ کړي او حتا که چېرې له بریاوو سره هم مخامخ شئ او د دوام ورکولو لپاره انګېزه ونه لرئ، نو له کوچنۍ پېښې سره د مخامخ کېدو په صورت کې ځان شاته کوئ. په دې مقاله کې د انګېزې لوړې ساتلې په لارو چارو باندې رڼا اچوو.
د انګېزې د لوړې ساتلو لپاره دوه ټکي مهم دي، چې د دې لیکنې په دوام ورته اشاره کوو:
ـــ لوړه روحیه.
ـــ د لټۍ او سستۍ پرېښودل.
لوړه روحیه:
د روحیې د لوړې ساتلو لپاره، باید لاندې ۶ ټکو ته ارزښت ورکړل شي:
۱ ـــ په یاد ولرئ، چې ولې مو پیل کړی دی
له شک پرته د کار د پیلولو لپاره ستاسو موخه، د شروع لپاره تر ټولو مهم لامل دی او ښایي د لارې په اوږدو کې د خپلو موخو ارزښت مو له یاده ووځي، نو کولای شئ، خپلې موخې ولیکئ او په پرله پسې توګه ورته وګورئ او د هغو لپاره وجنګېږئ.
۲ ـــ د خپل پرمختګ کچه واروزئ
دا کار د دې سبب ګرځي، ترڅو ځان په دې باندې وپوهوئ، چې د دې کار لپاره مو څومره زیار ایستلی دی او کله چې د کار له پایلې څخه خوشاله او راضي واوسئ، نو په ډېرې هیله مندۍ سره پرمختګ کوئ.
۳ ـــ د خپلو بریاوو لپاره، ځانته ډالۍ ورکړئ
دا ډالۍ کولای شي هر کوچنی یا ستر څیز وي، چې د یوه بریالي کار له خوند څخه تاسو ته یادونه کوي.
۴ ـــ په کار کې هرومرو استراحت او آرام ولرئ
پرله پسې کار ښه دی، خو په دې شرط، چې تاسو یې ستړي کړي نه یاست او دا ستړیا ستاسو د بې روحیې کېدو سبب نه شي. هرکله مو چې د ستړیا او ستومانۍ احساس درلوده، نو په یوه خوندور استراحت پسې لاړ شئ، دا استراحت کولای شي یو سفر واوسي او یا هم له ملګرو او دوستانو سره تفریح کول، دا کار له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو په ډېر ځواک او انګېزې سره د کار په لور لاړ شئ.
۵ ـــ تل د ښو څیزونو تمه مه لرئ
ښایي تاسو د څو اوونیو په لړ کې بریاوې ترلاسه کړئ او له هغو څخه خوند واخلئ، خو په دا په دې مانا نه ده، چې یوه همېشنۍ چاره وګڼل شي، باید دا ومنئ، چې په کار کې ماتې هم شتون لري، نو که چېرې له هغو سره مخ شوئ، نو ځان ونه بایلئ او په ځان باندې فشار مه راولئ، غوره ده، چې هغو ته د یوې ښې تجربې په سترګه وګورئ.
۶ ـــ انګېزه بښونکې ویډیوګانې او مقالې بررسي کړئ
د انګېزه لرونکو افرادو د ویډیو ګانو کتل او دغه راز د هغوی د مقالو لوستل، تاسو ته انګېزه درکوي او که چېرې دا کار په تاسو باندې اغېزه کوي، نو دوام ورکړئ.
د لټۍ او سستۍ پرېښودل:
۱ ـــ د حواسو ګډوډونکي لاملونه وپېژنئ او له منځه یې یوسئ
ګډوډونکي هواس په ژوند کې د ودې کولو د چټکټا د راکمولو ترټولو مهم لامل دی، د نورو په پرتله یې تاسو خپله ښه پېژنئ، هغه وختونه، چې په خپل ګرځنده ټیلیفون کې د بوختیا له امله یې بېځایه تېروئ، یا هغه ساعتونه، چې تاسو په ژورونو فکرونو کې ډوبېږئ، نه یوازې وخت مو نیسي، بلکې انګېزه مو هم له منځه وړي.
۲ ـــ خپلې موخې او پروګرامونه له خپلو نږدې دوستانو سره شریک کړئ
که چېرې یوازې له خپل ځان سره مو یو تصمیم نیولی وي، نو په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ، چې ترې تېر شئ، خو له نورو سره د افکارو او پروګرامونو شریکول، تاسو ته دا مسؤولیت در په غاړه کوي، چې په وړاندې یې ودرېږئ او ترسره یې کړئ، خو البته د کورنۍ له ملاتړ څخه بې برخې پاتې نه شئ.
۳ ـــ قهوه له تاسو سره مرسته کوي
د سهار په لومړیو کې د قهوې څښل، ستاسو د هوښیارۍ کچه لوړوي او تمرکز مو زیاتوي، کولای شئ وې ازمایئ او پایله یې په خپلو سترګو وګورئ.
۴ ـــ تحرک ( خوځښت ) ولرئ
ورزش سر بېره پر دې، چې جسمي روغتیا ته مو ګټور دی، بلکې اروایي روغتیا ته مو هم ډېره زیاته ګټه رسوي. سالم مغز او تازه بدن، نه شي کولای، چې په هم مهالې توګه په یوه بې انګېزې فرد کې را ښکاره شي.
۵ ـــ خپل کارونه په کوچنیو برخو ووېشئ
که چېرې د انګېزې نه شتون، په تاسو کې ډېره زیاته وده کړې وي او په هېڅ وجه نه شئ کولای، چې مهار یې کړئ، نو په هغه کار کې، چې غواړئ ترسره یې کړئ، مطالعه وکړئ، داسې چې خپل کارونه په کوچنیو برخو ووېشئ او په هغو کې په بریا سره، د لوړې موخې لپاره انګېزه ترلاسه کړئ.
۶ ـــ له تکراري کارونو څخه لرې شئ
حتا د بریالیو او انګېزه لرونکو افرادو په کار کې هم کله نا کله سستي را منځته کېږي، ځکه د خپلې سبا ورځې لپاره، هره ورځ یو شان پروګرام جوړوي او د ځان لپاره یې کومه ځانګړې تنوع په پام کې نه ده نیولې او دا کولای شي، په اوږد مهال کې، په انګېزې باندې یې منفي اغېزه وکړي، نو له دې امله د خپلې هرې ورځې لپاره یو نوی او ځانګړی پروګرام جوړ کړئ.