د لوبډلمشر يوه پوسټ ټولي آوازې درواغ کړې!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت

 
د افغانستان کرکيټ بورډ څو اونۍ وړاندي د اصغر افغان پرځای ګلبدین نايب لوبډلمشر وټاکی او ۲۳ کسيزه لوبډله يې نړيوال جام ته د تمريناتو په خاطر سويلي افريقا ته واستوله.
د اصغر د ليري کيدو سره خلکو ډول ډول غبرګونونه وښودل چي ترډيره په دې باور وه چي د اصغر ليري کول په دې حساس وخت کي بيځايه پريکړه وه.
ځکه نړيوال جام ته لږ وخت پاته دی،که بورډ دا ډول پريکړه کولای حد اقل يو کال وړاندي يې بايد اعلان کړی وای.
اصغر د کرکيټ بورډ پر پريکړه اعتراض وکړ او دسويلي افریقا د تګ څخه يې انکار وکړ.
محمدنبي او راشدخان هم د هندوستان څخه پرټويټر خپله ناخوښي څرګنده کړله او دلوبډلمشر تغيرول يې وغندله.
خو عزیزالله فضلي خپل دفتر ته اصغر افغان رواغوښتی ، جوړه يې سره وکړله،اصغر سويلي افريقا ته د د تلو لپاره راضي سو او کيسه ختمه سوله.
received 2306752489573513 د لوبډلمشر يوه پوسټ ټولي آوازې درواغ کړې!
خو څو ورځي مخکي ځينو خبريالانو او معتبرو سايټونو داسي اوازه خپره کړله چي ګواکي اصغر افغان يوځل بيا د نړيوال جام لپاره لوبډلمشر اعلانيږي،ځکه ددوی په باور ځينو معتبرو سرچينو ورته ويلي وه چي اصغر او د کرکيټ بورډ مشر عزيزالله فضلي يوځای سويلي افريقا ته ځي او هلته يوځل بيا اصغر افغان لوبډلمشر اعلانيږي.
د دوی په وينا چي د پخواني کرکيټ بورډ مشر عاطف مشعل او دجمهوري رياست د چارو په ادارې کي د يوچارواکي په منځګړيتوب دغه پريکړه سوې.
پر دې موضوع هم يوځل بيا دخلکو احساسات راپورته سوله او دا يې يوه شرمونکې پريکړه،د ګلبدين نايب سپکاوی،او د کرکيټ بې حيثيتي وبلله.
خو نن دې ټولو اوازو ته ګلبدين نائب په يوه پوسټ ځواب ووايه.
ګلبدين نائب نن پرخپلي فيسبوک پاڼي د خپل ځان، فضلي او نورو کرکيټ چارواکو عکس پورته کړی وو او داسي يې ليکلي وه:

(( د افغانستان د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ د مشر عزیزالله فضلي صاحب څخه مننه چې جنوبي افریقا ته راغی چې د خپلو نورو رسمي مجلسونو تر څنګ د ملي ټيم د لوبغاړو روان تمرینات وویني او وارزوي. ده ملي لوبغاړي وستایل او هیله یې وښوده چې نړیوال جام سیالیو ته له لوړ مورال او هېوادنۍ مینې او جذبې سره ولاړ شي او ګران افغانستان ته ویاړونه راوړي. ده لوبغاړو ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ چې د هغوی د روزلو او تمرین لپاره به هره ممکنه زمینه برابره کړي. او زه تری مننه کوم چی پر ما یی اعتماد کړی ده.))

FB IMG 1555489685441 د لوبډلمشر يوه پوسټ ټولي آوازې درواغ کړې!
د ګلبدين نايب دا پوسټ جوتوي چي ځينو ويب سايټونو او خبريالانو پر کرکيټ بورډ دا فشار راويستی چي بايد اصغر افغان بيرته لوبډلمشر سي.
خو پوښتنه دلته پيداکيږي چي ولي ځيني کسان غواړي چي د افغانستان کرکيټ بې حيثيته کړي؟
ايا دوی خپلوۍ پالي؟ سياست کوي؟ او که ياهم د نورو هيوادونو استخباراتي کړۍ دي؟
خو د ګلبدين دغه خبره ((او زه تری مننه کوم چی پر ما یی اعتماد کړی ده)) د افغانستان د کرکيټ د ټولو دښمنانو لپاره نه هيريدونکې چپلاخه وه!