بنګلديش هم د نړيوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: مدثر دعوت

د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام ته د ګوتو په شمار اونۍ پاته دي.
تر نيوزلينډ،اسټراليا او هندوستان وروسته بنګلديش هم د راتلونکي يو ورځني نړيوال جان لپاره لوبډله اعلان کړه.
د بنګلديش کرکيټ بورډ د ۱۵ کسيز سکواډ څخه جوړه لوبډله کي کمو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړی دی.
FB IMG 1555403146684 بنګلديش هم د نړيوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه
بنګلديش په وروستي ځل د نيوزلينډ په وړاندي د ۳ يو ورځنيو لوبو لړۍ د ۳– ۰ په مقابل کي بایلوله.
د نړيوال جام لپاره په اعلان سوې لوبډله کي مشرفي مرتضی لوبډلمشر او شکيب الحسن مرستيال لوبډلمشر ټاکل سوی.
د نړيوال جام لپاره ۱۵ کسيزه لوبډله:
مشرفي مرتضی، شکيب الحسن، تميم اقبال،کمار داس،مشفق الرحيم،محمدالله،صابر الرحمن،مهدي الحسن مهراز،سمايا سرکار،ربل حسين،محمدصيف الدين،مصدق حسين، مصطفیض الرحمن او ابو جاهد راهي هغه لوبغاړي دي چي په نړیوال جام کي به ولوبيږي.
په دې قوي سکواډ کی ابو جاهد راهي هغه توپ اچوونکی دی چي تردې مهاله يې د بنګلديش لپاره يو ورځنۍ نړيواله لوبه نده کړې.
jayed afp بنګلديش هم د نړيوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه
افغانستان که څه هم د نړيوال جام لپاره د ۲۳ کسيزه لوبډلي تمريناتي کمپ اعلان کړ،خو لا تر اوسه يې وروستۍ لوبډله نده اعلان کړې.
FB IMG 1555405563285 بنګلديش هم د نړيوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه
د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام کي چي د لسو هيوادونو په شتون کي د می په ديرشمه د انګلستان او سويلي افريقا په لوبه پيليږي،۴۳ لوبي پکښې ترسره کيږي او د جولای مياشتي په ۱۴مه نيټه پايته رسيږي.